تاند (چهارشنبه، د حمل۵) د لوګر ولایت په برکي برک ولسوالي کې ۱۰ تنه وسله وال طالبان هغه مهال ووژل شول یا ژوبل شول چې پرون یې پر دې ولسوالي برید وکړ.
د لوګر د والي ویندوی دیداراحمد لونګ رسنیو ته وویل چې د طالبانو د حملې په وړاندې د امنیتي ځواکونو د مقاومت په نتیجه کې ۸ وسله وال طالبان ټپیان شوي او ۲ نور وژل شوي دي.
د ده په وینا برید سهار پیل شوی و او د ماسپښین تر ناوخته ۳ بجو پورې یې دوام وکړ.
طالبانو د دې برید په اړه څه نه دي ویلي. دا ډله، چې له امریکا سره یې د تشدد د کمولو ژمنه کړې، په وروستیو کې د خپلو حملو په اړه ډېر څه نه وايي.
په یوه بله پېښه کې، چې په پکتیکا کې شوې، دوې مېرمنې او یو نارینه هغه مهال ټپیان شول چې تندر پرې راولوېد.
د پکتیکا له طبیعي پېښو سره د مبارزې د ادارې د راپور له مخې، دا پېښه د یحیي خېلو ولسوالي په یوسف خېلو سیمه کې پرون (سې شنبه) وشوه.
ټپیان روغتون ته لېږل شوي او له ښه مرغه په دې پېښه کې څوک مړه شوي نه دي.
له بلې خوا د کندهار امنیتي چارواکي وايي چې د سپین بولدک ولسوالۍ په یوه سرحدي کلي کې يې د وسله والو طالبانو پر یوه مرکز عملیات کړي او په لړ کې يې ۳۰ وسله وال طالبان ژوندي نیولي دي.
د کندهار د سپين بولدک ولسوالۍ امنیه قواندان څارمن حمید الله اتل رسنیو ته وویل چې دغه وسله وال طالبان د سپین بولدک ولسوالۍ د بېدک په کلي کې د سې شنبې په شپه ناوخته د عملیاتو پرمهال نیول شوي دي.
د امنیه قومندان په وینا نیول شوي وسله وال طالبان د کندهار ښار او سپین بولدک ولسوالۍ ترمنځ د لويي لارې پر امنیتي پوستو د برید لپاره راټول شوي وو.
له دې جلا نامعلومو ترهګرو پرون مازدیګر (۴ بجې) د کندهار ښار په څلورمه حوزه کې یوه ښځینه پولیسه ترور کړه.
دې پولیسې د کندهار په دامان ولسوالي کې دنده لرله.
دا په کندهار ښار کې د سې شنبې په ورځ درېمه ورته تروریستي یا هدفي حمله ده.
تر دې وړاندې په تېرو ۱۸ کلونو کې طالبانو د کندهار زرګونه قومي مشران، سپین ږیري او مخور په ورته حملو کې وژلي دي.
له دې پېښې وړاندې د سې شنبې په شپه وسله والو طالبانو د کندهار د ژېئړۍ ولسوالۍ د مهاجرو کمپ پر پوستې برید وکړ چې په لړ کې یې د امنیتي چارواکو په وینا ۱۳ طالبان ووژل شول او ۱۷ نور ژوبل شول.
لدی مخکی ټرمپ ویلی وو امکان لری چی طالبان د افغان دولت چپه کړی او قدرت بیا تر لاسه کړی مګر زیاته کړی وو چی باید داسی ونشی
همدارنګه پاکستان او امریکا پدی یو نیم کال کی په قطر کی پدی پلان کار کولو چی څنګه شته نظام چپه او قدرت بیرته طالبانو ته انتقال کړی ، بله دا چی پاکستان کوښښ کولو چی نیمایی واک د عبدالله په دستور له غنی واخلی او پاتی نوره برخه د طالبانو په زور له غنی واخلی چی ټول واک د پآکستان په لاس کی شی ځکه یو وخت جنرال حمید ګل ویلی وو چی عبدالله زما نږدی ملګری دی او مسعود مهمانخانه کی یی زما زیات خیال ساته نو لدی معلومیږی چی حکمتیار او عبدالله او همدرانګه محقق او کرزی او ورسره ګیلانی او انور الحق احدی لاس یو کړی چی اشرف غنی په وړاندی ګواښ پیدا کړی او شته نظام وران کړی بیا د لنډمهالی اداره را مینځ ته کړی چی تر اوسه ولس یی په وړاندی جدی غبرګون ښودلی
نو کله چی تیره ورځ پمپیو کوښښ کولو چی جانکیری نسخه تکرار کړی مګر چی کله مایوسه بیرته امریکا ته لاړ نو یو میلیارد ډالرو د مرسته د بندیدو اعلان وکړ
زما په نظر هغه مصارف چی پخپله امریکا په جګړه کی کول نو نشی کولی همدا مصارفو ته د اقتصادی ضعف له وجهی چی امریکا ته پیدا شوی ادامه ورکړی نو کوښښ کوی چی ځان ته د پاکستان په مرسته د خټی یوه پوزه جوړی کړی او په پرده لدی هیواد لاړ شی او دلته بله داخلی جګړه پدی ولس وتپی مګر اوس افغان ولس په هر څه پوهیږی او د امریکا د دوکی په اړه بیدار دي
ځکه تر پرونه پوری د پښتنو په سیمو کی د طالب او ترهګر په نوم په عامو خلکو او د جنازی او ودونو په مراسمو باندی بمبار کولو مګر سره لدی چی مخکی ولسمشر کرزی او اوسنی ولسمشر اشرف غنی ورته په کراتو کراتو ویلی چی طالبانو پټنځایونه په کوټه شورا او پیښور شوراګانو کی دی مګر دوی خپلو اهدافو ته د رسیدو لپاره په ټولو ثبوتو سره سره ځانونه کاڼه نیولی وو او ورسره سره یی دلته اقتصادی مرسته نه کوله او نه به یی وکړی بلکه د امریکا ټول توجه خپلو اهدافو ته ده
ترڅو چی امریکا د افغان ولس او افغان دولت سره حقیقی اقتصادی او بیارغونی مرستی ونکړی موږ افغانان به د دوی هره خبره دورغ وګڼو ځکه تیر ۴۰ کلن او ۱۹ کالن تاریخ کی دوی د پاکستان سره په همکاری انسان وژنی ته لومړی توب ورکړی