تاند- لشکرګاه ښار ته سلګونه تازه دمه سرتېري واستول شول څو د دغه ښار په شاوخوا کې راټول شوي وسله وال طالبان وځپي.

د افغانستان حکومت دا پرېکړه وروسته له دې وکړه چې پرون /دوشنبه/ یو شمېر وسله وال طالبان د لشکرګاه ښار دوهمې ناحیې ته د څو ساعتونو لپاره ننوتل او په موټر بمي حمله کې یې لږترلږه ۱۴ ښاریان ووژل او ګڼ نور ژوبل کړل.

په هلمند کې د حکومت خاص استازي عبدالجبار قهرمان نن /سې شنبه/ وویل «ښار ته تر ۳۰۰ زیات کومانډو راستول شوي چې د طالبانو د حملو مخه ونیسي.»

Army, forces, afghanد هلمند د والي ویندوی عمر ځواک فرانس پریس خبري اژانس ته وویل چې دا کومانډو ځواکونه له کابل او ګاونډیو ولایتونو څخه لشکرګاه ته رالېږل شوي څو په لشکرګاه او شاوخوا کې یې تصفیوي عملیات وکړي.»

ځواک همداراز وویل چې امنیتي ځواکونه به ژر لشکرګاه ښار له طالبانو پاک کړي.

د دفاع وزارت یوه ویندوی محمد رادمنش وايي، امنیتي ځواکونو پرون د ښار په دوهمه ناحیه کې د طالبانو حمله وځپله او هغوی یې پسې واخیستل خو وېره ده چې طالبان به بیا پر ښار د یرغل هڅه وکړي.

ده زیاته کړه«موږ اوس په ښار کې کافي ځواکونه لرو. افغان هوايي ځواک او د ناټو هوايي ملاتړ زموږ له ځواکونو سره مرسته کوي.»

One thought on “د طالبانو د حملو د مخنیوي لپاره لشکرګاه ته ۳۰۰ کومانډو واستول شول”

ځواب ورکول هاشم ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *