تاند (سې شنبه، د حوت۱۳) په داسې حال کې چې افغان چارواکي وايي، په کندهار کې یې د طالبانو ۳ بریدونه په شا تمبولي دي، د افغانستان لپاره د اروپايي اتحادیې ځانګړی استازی وايي، که دا تایید شي چې طالبانو د تشدد د بیا پیلولو اعلان کړی دی، دا د تازه لاسلیک شوې موافقې د روحیې خلاف دی.

د کندهار د امنیه قوماندانۍ ویندوی نن وویل، افغان ځواکونو تېره شپه په کندهار کې د وسله والو طالبانو پنځه بريدونه پر شاتمبولي او په لړ کې یې د دې ډلې ۱۷ غړي وژلي او ۱۳ نور ټپیان کړي دي.

د کندهار د پوليسو ویندوی جمال ناصر بارکزي رسنیو ته وویل، وسله والو طالبانو په معروف، شاولیکوټ، خاکريز، ميوند او غورک ولسواليو کې بریدونه کړي چې کلک ځواب ورکړل شوی دی.

وسله والو طالبانو تر دې دمه په دې اړه څه نه دي ویلي خو پرون د طالبانو ویندوی ذبيح الله مجاهد فرانس پریس خبري آژانس ته وويل«د تاوتريخوالي د کموالي موده اوس پای ته رسېدلې او زموږ عمليات به په نورمال ډول ادامه پيدا کړي.»

مجاهد دا هم ویلي«د تړون (د امريکا او طالبانو ترمنځ) پر اساس به مو مجاهدین پر بهرنيو ځواکونو بريد نه کوي خو د کابل د ادارې د ځواکونو پر وړاندې به زموږ عمليات دوام پيدا کړي.»

د افغانستان لپاره د اروپايي اتحادیې ځانګړي استازي رونالډ کوبي د ذبیح الله مجاهد په قول د فرانس پریس خبري اژانس دې رابور ته په اشارې په خپله ټویټرپاڼه کې لیکلي«که د طالبانو له لوري د تشدد د بیا پیلولو اعلان تایید شي، دا په دوحه کې د تازه لاسلیک شوې موافقې د روحیې ضد دی. دا د ناوړه دریځ خپلولو وخت نه دی بلکې د اعتماد جوړولو او د وړاندې تګ لپاره د رغنده سلوک وخت دی.»

پرون په افغانستان کې د امریکایي او ناټو ځواکونو قومندان سکاټ میلر وویل، د تاوتریخوالي کمول د باور جوړونې لپاره وو:«موږ د خپلو مکلفیتونو په اړه ډیر جدي یو او موږ تمه لرو چې طالبان به د دوی د مسؤلیتونو په هکله جدي وي. په دې اړه د امریکا دریځ خورا روښانه دی او تاوتریخوالی باید ټیټ پاتې شي.»

د امریکا او طالبانو د موافقې پر اساس طالبان باید تشدد کم کړي او امریکا به په ۱۳۵ ورځو کې په افغانستان کې د خپلو پوځیانو شمېر له ۱۳ زرو څخه ۸۶۰۰ تنو ته راکم کړي.

د تشدد د دوام به اړه د ذبیح الله مجاهد له څرګندونو سره هممهاله پرون د خوست ولایت د نادرشاه کوټ ولسوالي د لوبو په میدان کې چاودنه وشوه چې په ترڅ کې یې لږترلږه ۳ تنه وژل شوي او ۱۱ نور ژوبل دي.

مرګ ژوبله یوازې عامو خلکو ته اوښتې ده.

One thought on “د طالبانو د حملو د پیلېدو په وړاندې د اروپايي اتحادیې غبرګون”
  1. دامریکا متهده ایالاتو سرتېري‌ نن په ډېره آزاده پښه کندهار ښار ته راوتلي ‌وو. په کندهار کې د خبریال ډاټ کام همکار وايي‌ چې تر بل هر وخت امریکا يي ځواکونه په آزاده پښه د کندهار په هرات بازار کې ګرځېدل .

    امریکا یانو ته په عامو بازارونو کې په آزاده پښه د ګرځېدلو اختیار طالبانو ورکړی دی .‌طالبان به نور په امریکا يي‌ ځواکونو بریدونه نه کوي‌.

    دا پرېکړه په قطر کې د (۲۹/۰۲/۲۰۲۰) د طالبانو او امریکا یانو ترمنځ وشوه .

    د کندهار ښار د هرات بازار یوه دکاندار صالح محمد خبریال ډاټ ‌کام ته وویل چې د امریکا یانو راتګ بازار ته اوس د امنیت راتګ دی .‌ هغه زیاته کړه :‌

    « امریکا یان آزاد ګرزي یوه یوه توپنچه ورسره ده ، په بازار کې سودا وي‌ کوي‌، هیڅ‌ مشکل نشته ، کاش چې افغان امنیتي‌سرتېري‌هم هم دا ډول ګرزدلای او زموږ څخه یې شیان رانیولای .‌»

    د کندهار ښار یوبل اوسېدونکی نجیب الله بیا خبریال ویب پاڼې ته وویل چې امریکا یان طالبانو راوستلي ‌وو او اوس په ښارونو کې د ګرځېدلو اجازه هم طالبانو ورکړې ده .

    نجیب الله زیاته کړه : « که طالبانو ترهه ګر اوسامه بن لادن د پاکستان پر ځای امریکایانو ته ورکړی وای امریکایان به ولي‌افغانستان ته راتلل؟‌

    ولي‌ به زموږ خلک ټوکر ټوکر کېدل ؟‌ طالبانو امریکایان راوستلي‌ دي‌ او اوس یې په ښارونو کې د ګرځېدو واک هم ورکړی دی .‌موږ افغانان بې وسه یو کنه نو دا ډېره لویه بې ننګري ‌ده چې افغانان په وېره او امریکا یان په ډاډه زړه په کندهار ښار کې ګرځي‌.»

    په کندهار کې له امریکا یانو سره نن ترجمانان هم په لڅ مخ او ډاډه ګرزېدل ، هغوی هم خوشحاله وو او داسي‌ یې انګېرله لکه ښار چې ددوی وي‌.

    کندهار یې یوه بېلګه ده ، نن دافغانستان په بیلا بیلو برخو کې امریکایان د طالبانو له بریدونو بېغمه ګرزي ‌خو د طالبانو هدف یوازي ‌افغانان .

    خلک وايي چې طالبانو ته نور د جهاد کولو کومه پلمه پاتې نشوه ،او پر افغانانو بریدونه یې یوازي ‌او یوازي ‌د قدرت د لاسته راوړلو لپا ره دي‌.

    ولس په قطر کې د کوټي ‌شورا له استازو غواړي‌ چې د تاوتریخوالي ‌د کمولو پر پرېکړه له سر غور وکړي ‌او د طالبانو خلاف نور د افغانانو نفرت راونه پاروي‌.

    له تېري ‌ورځي‌ راوروسته چې کله طالبانو پر افغانانو د بریدونو د پیل خبر خپور کړی ، دافغانستان ولس سخته غوسه را پارېدلې ده ، د طالبانو دې کړنې سلګونه زره افغانان چې د ژوند په هره برخه کې کار کوي‌د حکومت ملاتړ ته وهڅول .

ځواب ورکول ګل محمد نوری ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *