سنګین ولسوالي، په سنګین کې جګړو ۲۰۰ کورنۍ بې ځایه کړي

تاند- په هلمند کې د وسله والو طالبانو د حملو د زیاتېدو له کبله په زرګونو ملکي خلک له لوی ناورین سره مخامخ شوي دي.

راپورونه وايي، په لسګونو زره هلمندیان مجبوره شوي چې کور – اور پرېږدي، یو لوی شمېر یې د ولایت مرکز لشکر ګاه ښار ته مخه کړي او ګڼ نور په بېلابېلو ولسوالیو او حتي دښتو کې واړوي.

راپورونه وايي چې د طالبانو له لوري د حملو له تشدید سره د امریکا هوايي ځواک هم بمبارۍ ډېرې کړي دي.

طالبانو شاوخوا یو کال پخوا د هلمند ولایت د نیولو لپاره پراخې هلې ځلې پیل کړې، لومړی یې د دغه ولایت شمالي ولسوالۍ ونیولې او اوس یې جګړه د لشکرګاه ښار شاوخوا سیمو ته رسولې ده.

د هلمد د والي ویندوی عمر ځواک نن /سې شنبه/ رسنیو ته وویل چې لشکر ګاه ښار د هغو زرګونو بې ځایه شویو له بحران سره مخامخ دی چې له شاوخوا سیمو یې دغه ښار ته پناه وړې ده.

ده وویل«په وروستیو څو اوونیو کې شاوخوا ۳۰ زره تنه په هلمند کې بې ځایه شوي، اکثره یې لشکرګاه ښار ته راغلي دي او نور هم راروان دي. ګرانه ده چې له ټولو کورنیو سره چې ماشومان، ښځې او بوډاګان پکې شامل دي، مرسته وشي، اکثره خلک په سړکونو ویدېږي، د خوراکي موادو، څښاک اوبو لپاره عاجله اړتیا ده.»

له بلې خوا په لشکرګاه ښار کې د بې پولې ډاکترانو یوه مسوول وویل«نن سهار جګړه ډېره شدیده وه.»

د لشکرګاه اوسېدونکي وېره لري چې ښار به یې د طالبانو لاس ته ورشي او ورسره به دا ښار له خاورو سره خاورې شي.

لشکرګاه په وروستیو کلونو کې د پام وړ پرمختګ کړی او که د طالبانو لاس ته ورشي، د جګړې په میدان به بدل شي او د کندوز او د نورو سیمو په شان به یې تاسیسات ویجاړ شي.

د ښار ډېری اوسېدونکي په دې خاطر اندېښمن دي چې طالبانو د لشکرګاه – کندهار لویه لار په ماینونو بنده کړې ده.

سره له دې چې د امریکا هوايي ځواک بمبارۍ زیاتې کړي خو د ناټو یوه ویندوی وویل چې لا هم په هلمند کې حالات ترینګلي دي.

دغه ویندوی په عین حال کې پر افغان امنیتي ځواکونو ډاډ څرګند کړ، ویې ویل چې افغان ځواکونه به طالبان په شا وتمبوي.

د هلمند د مطبوعاتي دفتر مسوول توریالي همت وویل چې د ناټو ځواکونو په هوايي بریدونو کې طالبانو ته درنه مرګ ژوبله اوښتې ده.

One thought on “د طالبانو د حملو له کبله شاوخوا ۳۰ زره هلمندیان بې ځایه شوي”

ځواب ورکول dawud ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *