تاند- د هرات ولایت په شینډنډ ولسوالي کې د طالبانو د دوو ډلو ترمنځ د تېرو ۴ ورځو په جګړو کې تراوسه پوري لږترلږه ۲۰۰ تنه وژل شوي دي.
په دې جګړه کې، چې د ملا اختر محمد منصور او ملا محمد رسول اخوند د پلوي قوماندانانو ترمنځ روانه ده او د دواړو لورو د نورو سیمو پلویان هم د جګړې لپاره سیمې ته راغلي، نامعلوم شمېر نور ژوبل شوي دي.
د اختر محمد منصور پلویان ادعا کوي چې مخالفه ډله یې د داعش او د افغانستان د ملي امنیت له ملاتړه برخمنه ده خو د ملا رسول ډله ادعا کوي چې د منصور له ډلې سره په دې جګړه کې د ایران سپاه پاسداران مالي او تسلیحاتي ملاتړ کوي.
دوی دغه راز ادعا کوي چې ملا منصور ګڼ شمېر پنجابیان هم سیمې ته د خپل ملاتړ لپاره راوستي دي.
د دواړو خواوو ترمنځ جګړه د روانې اوونۍ د دوشنبې په ورځ ماسپښین مهال د شینډنډ په زېر کوه سیمه کې پیل شوه.
د هرات د والي ویندوی جیلاني فرهاد وايي چې د دواړو خواوو ۲۰۰ تنه وژل شوي دي. خو د نوموړي ادعا خپلواکې سرچینې تایید یا رد کولی نه شي.
د دواړو لورو ویندویانو جګړه او مقابل لوري ته د تلفاتو اړول تایید کړي دي.
فرهاد تور ولګاوه چې د طالبانو دواړو ډلو د عامو خلکو کورونه لوټ کړي دي.
ده وویل چې د منصور ډلې د هغو سیمو کورونه لوټ کړي چې مخکې د رسول د پلویانو په کنټرول کې ول او د رسول پلویانو د هغو سیمو کورونه لوټ کړي چې مخکې د منصور د پلویانو تر ولکې لاندې ول.
دواړو ډلو په دې سیمه کې د روان میلادي کال په جنورۍ کې پر اوربند سلا کړې وه خو د دوشنبې په ورځ اوربند مات شو.
طالبانو پولیس، حکومتی مامور او ملي خو د امریکایانو د ملاتړ په تور وژنی
دا خپل طالبان ولی سره وژنی
ولی یو له بل سره خورئ
په ځان رحم وکړئ
مه کوی نور له ناپوهۍ لاس واخلئ
په داسې بلا واوړې – چې پرتوګ په غاړه راوړې ، دلته د ایران هند پاکستان جګړه ده او زموږ بې عقله افغانان پکې له منځه خې
خدایه افغانان عقل من کړي