تاند- د کندهار ولایت په سپین بولدک کې د افغان او پاکستاني پوله ساتو ترمنځ هغه مهال ډزې تبادله شوې چې افغان ځواکونو د پاکستان له خاورې د طالبانو د راوښتو د مخنیوي هڅه وکړه.

د کندهار د والي ویندوی صمیم خپلواک وویل« نن /پنجشنبه/ ماښام مهال یو شمېر وسله والو طالبانو هڅه وکړه چې د ډیورنډ کرښې له پورې غاړې کندهار ولایت د سپین بولدک ولسوالي ته راواوړي، خو په سپین بولدک کې د افغان ځواکونو له مقاومت سره مخامخ شول.»

خپلواک وویل چې پر طالبانو د افغان ځواکونو له حملې سره په یو وخت پاکستاني ځواکونو د طالبانو د ملاتړ لپاره پر افغان امنیتي ځواکونو ډزې پیل کړې.

خپلواک وویل چې د پاکستاني ځواکونو په ډزو د افغان سرحدي پولیسو یو سرتېری شهید شو.

ده وویل چې وسله والو طالبانو او د هغو ملاتړو پاکستاني پوځیانو ته هم مرګ ژوبلې واوښتې خو د شمېر په اړه یې کره معلومات نه لري.

2 thoughts on “د طالبانو د راوښتو پر سر د افغان او پاکستاني ځواکونو ترمنځ نښته وشوه”

ځواب ورکول SAS ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *