تاند- د طالبانو د مشرتابه پر سر د اختلافاتو د حل کولو او د نوي مشر د ټاکلو لپاره د دې ډلې د علماوو اوولس کسیزه شورا نن په پاکستان کې غونډه کوي.

تر دې مخکې د ملا عمر د ځای ناستي پر سر د اختلاف د لېري کولو لپاره ګڼې هڅې شوي خو نتیجه یې لا نه ده ورکړې.

څرګنده نه ده چې د طالبانو د علماوو په اوولس کسیزه شورا کې څوک شامل دي خو ویل کېږي چې دا شورا وروسته له دې جوړه شوه چې د ملا محمد عمر اخوند زوی او ورور ملا یعقوب او ملا عبدالمنان د ملا اختر محمد منصور له ټاکنې سره مخا��فت وکړ.

ناتایید شوي راپورونه وايي چې ملا منصور په تېرو څو ورځو کې بې درکه دی او حتي د ده له لوري دوه مرستیالان هیبت الله اخوندزاده او سراج الدین حقاني هم نه دي توانېدلي چې تماس ورسره ونیسي.

پاکستاني رسنیو ته، چې له طالبانو سره په خپله خاوره کې نژدې تماسونه نیسي، د طالبانو د علماوو د شورا یوه غړي ویلي چې دوی به نن /پنجشنبه/ په دې اړه پرېکړه وکړي چې څوک د ملا محمد عمر اخوند ځای ناستی کېدای شي.

پاکستاني سرچینې وايي چې د طالبانو مشرۍ ته په لومړۍ ډله کې ملا یعقوب او ملا عبدالمنان کاندید دي، په دوهمه ډله کې د ملا قیوم ذاکر، منصور دادالله او ملا عبدالرزاق نومونه یادېږي او د درېمې ډلې له لوري مخکې تر مخکې اختر منصور اعلان شوی دی.

د ډېر شمېر طالبانو په شمول د القاعده شبکې اوسني مشر ایمن الظواهري د منصور بیعت اعلان کړی دی.

داسي وېره شته چې که د طالبانو د عالمانو شورا د ملا عمر زوی د مشرۍ اعلان وکړي ممکن د دې ډلې ترمنځ درز نور هم زیات شي.

د ملا محمد عمر اخوند د مړینې خبر لومړی پلا د طالبانو انشعابي ډلې فدايي محاذ اعلان کړ خو ویې ویل چې نوموړی د ملا منصور له لوري وژل شوی دی.

وروسته د افغانستان حکومت او طالبانو د ملا عمر اخوند مړینه تایید کړه.

6 thoughts on “د طالبانو د علماوو شورا د نوي مشر د ټاکلو په اړه پرېکړه کوي”
  1. ملا بوش ملا نواز شريف ملا مشر داجمل صاحب په خبره ای.ايس. أي . داسی نور دتروريزم په جوړونه کی سخت رول لوبولی نو درهبری حق بايد ورکړای سی.

  2. داحمد شاه باباه زامن او دمیرویس نیکه لمسیان اوس اوس دسپی صفته پنجابیانو لاسونه مچو کوی، ایا دا دافغانانو لپاره یوه غمیزه او دمحشر ورځ نده ?? تر کوم ځایه چه زما عقل کار کوی,, زه خو دیوه لیوه او دیوه خنزیر دوستی بهتره ګنم دپاکستانی تر دوستی. په درنښت

  3. طالبانو تاسو خو په بیغرتی ,وطنفروشی او افغان وژنه کی دښاغلی ببرک کارمل او محترم شاه شجاع نه هم مخکی شوی , ستاسی ددی ستر خدمت چه دتور پنجاب لپاره مو سرته رسولی مبارکی وایم, ستاسو دنورو افغان وژنو او وطن ورانولو په هیله.

  4. هغا شه متل دی چه وایی خواره دی شی مینزه چه دمینزی کالی مینزی نواوس هم که چیری سری دیو چا مزدوری کوی نوبیا دی دیو چا مزدوری وکری چه هغه خوپه نس مور وی چه بیا وکولای شی خپل په پسخور باندی تا هم مور کری او بل داچه دافغانیت له رویه سنگه دپنجابی غلامی کوی.

ځواب ورکول Akbary S.S ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *