تاند- ټاکل شوې ده چې د فبرورۍ په ۲۵ نېټه د زلمي خلیلزاد په مشرۍ امریکايي پلاوی د طالبانو له پلاوي سره خبرې وکړي.

دا پلاوی د طالبانو د قطر د دفتر نوي ريیس ملاعبدالغني برادر ټاکلی دی.

د طالبانو د قطر د دفتر سرچینې وايي چې د دې دفتر نوي مشر ملا عبدالغني برادر له امریکا سره د خبرو لپاره په خپل مرکچي پلاوي کې بدلون راوستی دی.

د طالبانو ویندوی ذبیح الله مجاهد د عباس ستانکزي په مشرۍ د طالبانو د مرکچي پلاوي د نومونو لیست خپور کړی دی.

له زلمي خلیلزاد سره د طالبانو د قطر د خبرو په تېر پړاو کې د طالبانو د مرکچیانو شمېر ۸ تنه وو خو دا ځل طالبانو د خپل پلاوي شمېر ۱۴ تنو ته زیات کړی دی او د هغو په منځ کې انس حقاني هم شامل دی چې د امریکا په تور لیست کې شامل دی.

انس حقاني د افغانستان د حکومت په بند کې دی. خو ذبیح الله مجاهد ویلي چې نوموړی بېګناه دی او باید ازاد شي.

د مجاهد له لوري په خپور شوي لیست کې دا کسان شامل دي:

۱- د مرکچي پلاوي مشر شېرمحمد عباس ستانکزی

۲- مولوي ضیاالدین مدني

۳- مولوي عبدالسلام حنفي

۴- شهاب الدین دلاور

 ۵- ملا عبداللطیف منصور

۶- عبدالمنان عمري

۷- امیرخان متقي

۸- ملا محمدفاضل مظلوم

۹- ملا خیرالله خیرخواه

۱۰- مولوي مطیع الحق

۱۱- ملا محمد انس حقاني

۱۲- ملانورالله نوري

۱۳- مولوي محمدنبي عمري

۱۴- ملاعبدالحق وثیق

د تېر ځل د خبرو په پای کې دواړو خواوو په خپلو خبرو کې د پرمختګ زېري ورکړل خو ویې ویل چې هر څه لا په ابتدايي پړاو کې دي.

ګومان کېږي چې دا ځل به طالبان له افغانستان څخه د امریکايي ځواکونو د ایستلو د مهالوېش پر اعلانولو ټینګار وکړي او امریکا به له طالبانو وغواړي چې اوربند وکړي او د افغانستان له حکومت سره مخامخ خبرو ته کښېني.

4 thoughts on “د طالبانو د قطر د دفتر نوي مشر له امریکا سره د خبرو لپاره د مرکچیانو شمېر زیات کړ”
  1. ملا عبدالغنی په خپله چیرته دی. ولی دی د مذاکره کونکو په ډله کی نشته. زه دی کی دهوکه ګورم. دا سړی اوس هم بندی دی. او امریکا په خوشحالی د خپل متحد پاکستان دهوکه بازی منی. اعلیحضرت ظاهرشاه خپلو دوستانو ته ویلی وو چی زه هیچا نه وم غولولی خو خلیلزاد او کرزی وغولولم. د دولت اوسنی رئیس وایی چی د خلیلزاد پلان په فریبکاری ولاړ دی. کله چی د افغانستان یو پخوانی او دا اوسنی رهبر وایی چی خلیلزاد دهوکه کوی نو نتیجه دا کیدلای شی چی د خلیلزاد په صداقت کی شک دی. بارنت روبن وایی چی خبرو ته د طالبانو د راوستو په بدل کی پاکستان سره د ۱۲ ملیارد ډالرو مرستی وعده شوی. په دی کی ۵٪ کمیشن خلیلزاد د ۶۰۰ ملیون دالرو خاوند کوی. د روراباکر په وینا خلیلزاد د افغانستان او عراق په معامله ښی ډیری پیسی پیدا کړی. ویل کیږی چی خلیلزاد د ګری فون په نامه ایرلاین مالک دی او دا ایرلاین امریکایی قراردادیان افغانستان او عراق وړی راوړی. د دی ایرلاین تکت د افغان ایرلاینونو دری چنده و او اوس به هم همداسی وی.

  2. Amazing : 10 of the 14 appointee negotiating the future of Afghanistan decorating their names with the title of ” Mullah “. Very likely, they all went through exactly the same books and curriculum to earn their titles and as such mentally equip to analyze concepts exactly the same.

    10 same specialty carpenter will not be able to solve complex engineering issues and one wonder why Taliban missed such simple point, choosing their negotiating delegates ?

  3. عجبه حیرانونکې خبره خو داده چې بندي هم ددوی په لیست کې دی. انس حقاني يادوم، دې کورنۍ په تیرو اتلس کلونو کې په زرهاو بېګناه افغانان وژلي او د انسانیت خو لا څه کوئ چې د حیوانیت نه یې هم خبره اړولې، مګر دداسې وحشي کورنۍ زنداني غړی چې اوس یې هم د بدن نه د خلکو د وینو بوی ځي د خبرو په لیست کې شامل دی. زه نه پوهیږم چې هغه به د زندان نه انلاین کیږي او که د خبرو لپاره به افغان دولت مجبوریږي چې دا داړونکی حیوان خوشې کړي.

ځواب ورکول M.rh ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *