تاند- د طالبانو د نظامي کمیسیون مشر صدرابراهیم ته په یوه منسوب پیغام کې، چې تاند ترلاسه کړی، د طالبانو پر «ړندو» بریدونو انتقاد شوی دی.

په دې پیغام کې صدرابراهیم ویلي چې د کابل او څو نور خونړي بریدونه د دوی له مشورې پرته حقاني شبکې کړي دي.

په دې پیغام کې د طالبانو د رهبرۍ په شورا کې پرېکړې سلیقوي بلل شوي او ویل شوي چې د طالبانو اوسنی مشر هیبة الله اخوندزاده د محدودو کسانو تر اغېز لاندې راغلی دی:

«… کله چې بهرنیو یرغلګرو منصور صاحب شهید کړ خو کله چې شیخ هبةالله اخندزاده صاحب داسلامی امارت زعیم وټاکل شو نو وی نشو وکولای داسلامی امارت پرمشرتابه بشپړ حاکمیت او نظارت وکړي هماغه ؤ چې نوموړي د څو مخصوصو اشخاصو اوځانګړې حلقې تر تاثیر لاندې راغی اوځیني داسې تصامیم یې ونیول چې د اسلامی امارت د رهبرئ دشورا ډير پخوانی غړي ناراضه او په نتیجه کې ګوښه شول . »

ابراهیم صدر د طالبانو په منځ کې د ډېر نفوذ خاوند دی.

په دې پیغام کې صدر د طالبانو د رهبرۍ په منځ کې د وروستیو بې اتفاقیو پړه د دې ډلې په مشرتابه کې په قومي تبعیض او د منصور له پلویانو سره په سلیقوي چلند اچولې ده.

ابراهیم صدر په خپل پیغام کې د روژې په میاشت کې پر هغو دوو بریدونو اعتراض کړی چې په ترڅ کې یې په سلګونو ملکي وګړي ووژل شول.

ده د کابل د زنبق څلور لارې او د الزهرا جامع جومات حملو ته ګوته نیولې او ویلي یې دي چې دغو حملو د «اسلامي امارت» د پلویانو په وړاندې کرکه زیاته کړه.

تاند صدرابراهیم ته د دغه منسوب پیغام کره والی تاییدولی نه شي. خو که تایید شي چې دا پیغام د نوموړي دی، معنا یې دا ده چې د طالبانو په منځ کې اختلاف جدي پړاو ته رسېدلی دی.

د طالبانو رسمي ویندویانو تر دې دمه د ابراهیم صدر د دې پیغام په اړه څه نه دي ویلي.

طالبانو تر دې وړاندې پخپل منځ کې د اختلافاتو خبرونه تل رد کړي او هغه یې د دښمن تبلیغات بللي دي.

تر دې پخوا د ملا محمد عمر اخوند د مړینې د خبر له اعلانېدو وروسته د ملا محمد رسول اخوند په مشرۍ د طالبانو د مشرتابه شورا یو شمېر غړي او قوماندانان یې، د ملا اختر محمد له مشرتابه سره د مخالفت له کبله جلا شول او ځان ته یې بېله ډله جوړه کړه.

4 thoughts on “د طالبانو د نظامي کمیسیون مشر د دې ډلې وروستۍ حملې ړندې وبللې”
  1. الحمد لله چې بدې خبرې مې نوره هم عقیده کلکه شوه چې له اسلامي امارت سره د الله باک خاص نصرت او کومک دی، خکه الله پاک د امارت له دښمنانو عقل سلب کړی دي، تر اوسه چې د دښمن د استخباراتو له لوري وخت ناوخت د امات د مختلفو مشرانو په نامه دغسې جعلي خطونه نشر شوي دي، الحمد لله هر خط په داسې ترتیب لیکل شوی دی چې یو ادنی طالب یې وویني هم پرې پوهیږي چې دا جعلي خط دی.

  2. ښاغلۍ سعید خان! سلامونه او نیکی هیلی! پرته لدی چی دغه پورتنۍ خبر رښتیا اویا هم ستا په اند دروغ دۍ.آیا دغه ځانمرداری بریدونه چی ممکنته جناب ورته استشهادی هم ووایی لکه د زنبقڅلورلاری،د کابل بانک په جوماتونوباندی ځانمرداری بریدونه روا دی.؟

  3. سعید خانه
    ته ملامت نه یی . اما ستاسو د حمارت پیغامونه د آی اس آی ملایان لیکي .
    نن چې د امریکا د ولسمشر له خوا د پنجاب او هلته مېشتو تروریستي ډلو پرضد یو قاطع پیغام او تصمیم نيول شوی دی ، هغوی هم له ډاره داسې نرم شوي او د چاپلوسي او خوشخدمتي لار یې نيولې ده.
    ستاسو د محترم حمار پیغام ته که متوجه شوی یاستي ، هغه هم ډېر نرم او لږ لږ د انسانیت او تمدن خواته تمایل لري. پنجابیان ابن الوقت دی ، دوی خپلو ګټو ته ګوري ، د امریکا په مقابل کې پنجابیانو او حمارتیانو هم نرمه نيولي اوغواړي د امریکا له سختو وهلو نه لږ خوند هم واخلي.

  4. زه هره ورځ په دې فکر یم چې طالبان څومره وچ مغزی، نادان او غلام فکره دی. دوی فکر کوي چې د پاکستان په مرسته به هغه څه وکړي چې دوی یې هیله لري خو خبر نه دی چې ددوی خپل اصلی هدف پاتې بلکي د پاکستان اهداف مخ ته وړي
    شرم هم حد لري

ځواب ورکول پسرلی ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *