تاند- د طالبانو یو مشر عبدالله ګل ریان د پېښور په یوه روغتون کې سا ورکړه.
عبدالله ګل ریان، چې د طالبانو د کوټې د شورا غړی و، د سرطان په ناروغۍ اخته و.
ویل شوي چې عبدالله ګل رایان د طالبانو په منځ کې له نفوذه برخمن و او په کوټه کې د یوې مدرسې مشر او چلوونکی هم و.
ویل کېږي چې ګڼ شمېر طالبان د ده په مدرسه کې روزل شوي او افغانستان ته د جګړې لپاره صادر شوي دي.
طالبانو د عبدالله ګل مړینه تایید کړې ده.
نوموړی په پېښور کې د عمران خان د سرطاني ناروغیو د درملنې په روغتون (شوکت خانم) کې بستر و.
تر دې څو میاشتې وړاندې د طالبانو د کوټې د شورا یو بل غړی ملا حسن هم د سرطان په ناروغۍ په پاکستان کې مړ شو.
د ملا عمر په اړه هم ویل کېږي چې په پاکستان کې مړ شوی دی خو طالبان وايي چې ملا عمر په زابل کې سا ورکړې ده.
دوی دی الله یو هم نه پاتی کوی او ټول دی الله د سپی په مرګ مردار کړی لکه چی مرداریږی.