ملا اختر محمد منصور

تاند- د طالبانو د یوې سختدریځې ډلې مشر ملا منصور خپل پلویان د افغانستان له حکومت سره برخلیک ټاکوونکې جګړې ته وبلل.

ملا منصور، چې په کوټه کې اوسي او ویل کېږي چې د پاکستان له استخباراتو سره د نژدې اړیکو له کبله د کوټې پر شورا واکمن شوی، خپلو پلویانو ته امر کړی چې خونړۍ او د افغان او بهرنیو پوځیانو خلاف پراخې او برخلیک ټاکوونکې جګړې ته تیاري ونیسي.

راپورونه وايي چې د هوا له تودېدو سره په یو وخت په زرګونو طالبان له پاکستانه د افغانستان لور ته راروان دي څو پسرلني عملیات پیل کړي.

منصور ویلي:«موږ هیله لرو چې دا جګړه به د دښمن پر ضد وروستۍ او برخلیک ټاکوونکې وي. دښمنان تبلیغات کوي چې د طالبانو په منځ کې درز رامنځته شوی، خو موږ ورځ په ورځ غښتلي کېږو.»

دا په داسي حال کې ده چې د طالبانو د دوو ډلو ترمنځ یوازې د هرات د شینډنډ ولسوالۍ په وروستیو جګړو کې شاوخوا ۳۰۰ تنه وژل شوي او ګڼ نور ټپیان شوي دي.

پاکستاني رسنۍ وايي چې د طالبانو د سرزورې ډلې مشر ملا اختر محمد منصور له دې سره سره د سولې په خبرو کې له ګډون سره مخالفت کړی چې د پاکستان په خاوره کې اوسي.

د طالبانو نورو ډلو او همداراز د حکمتیار اسلامي حزب د سولې له خبرو سره مخالفت نه دی کړی او حتي حکمتیار د افغانستان د سولې له عالي شورا سره د خبرو لپاره کابل ته پلاوی استولی دی.

4 thoughts on “د طالبانو سرزورې ډلې خونړۍ جګړې ته د تیاري اعلان وکړ”
  1. دې سرزوري ملاته دالاندې پښتو متلونه ځواب وایی:
    زوی د لوی شه چرګه لا په دې تونده شوروا.
    دا ټالیب چرګ خو د آی اس آی په غوړو مست دی
    زور کاکاست که انګور در تاکهاست.
    عاقل ته یوه اشاره بس ده .
    نو چې بیا ډېر نه درېږې ټالیب جانه داګز او دا میدان.

  2. پښتانه خو کيفي خلک دي چې چېرې مفتې غوړه ډوډۍ وي نو هلته دوی اتڼونه کوي !!!
    !! وطن ناموس ده او د ناموس ساتنه او ازادي فرض دی
    حزب اسلامي خو دقدرت وګی دی ټول درهبري غړي یې راغله له فاسد دولت سره يو ځای شول او د
    !! سي ای اې حرام دالر یې وخوړل
    کله چې خپله ګلبدين څو څو وارې له افغانستانه د خارجي عساکرو وتل غوښتلي دي او ټينګار یې کاوو نو حکمتيار به
    !!! اوس خپله خبره څرنګه بيرته اخلي او دا مسلمان اولس به څه ورته وایې
    !!زه فکر نه کوم چې د افغانستان فاسد دولت او اشغالګر به داسې شرائط ومني چې عساکر خارج شي
    ځکه دافغان ددولت واکي دشمالي ټلوالو په لاس کې دي هغوی امريکایې دالرو ته ضرورت لري او دغريب زوي په
    !! وږې نس په درې سوو دالرو معاش جنګ ته ليږي او هغو ی په طالبانو وژني
    ځکه چې هدف خو یې پيسې دي او بيا جنګ دکلي له طالب سره
    !! هم په اخلاص نکوي
    څوک چې د پيسو او د لوږې لپاره جنګ ته ځي نو هغه جنګ ايماني او وجداني نه کوي
    د ملا منصور دله د ملا عمر مجاهد میراثي ډله ده هغوی بهرنيان په خپل هيواد کې نه پرېږدي او دمځکو ، له غاصبینو او !.قاطلانو سره به خپل شرعي حساب او کتاب کوي
    اوس د اولس خبره ده چې په وږي نس ددې فاسد رژيم په خلاف راپورته شي او له طالبانو سره بین الافغاني خبرې او سوله وکړي

  3. د طالبانو څخه د افغانستان د مسلمانو، مظلومو او بیچاره خلګو همدا طمعه وه ځکه چی له دوی ځخه د خیر او سوکالی د امید امکان وجود نلری. په حقیقت کی دوی همدا څه لری نور څه نلری

ځواب ورکول dawud ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *