تاند- د پاکستاني طالبانو تحریک اعلان وکړ چې تر هر راز خبرو مخکې باید د پاکستان حکومت ثابته کړي چې واک – اختیار لري او ریښتونی دی.

د دغه تحریک ویندوی شاهدالله شاهد د یکشنبې په ورځ د پاکستان له حکومت سره د خبرو شرایط اعلان کړل، ویې ویل: که حکومت له قبایلي سیمو پوځیان وباسي او بندي طالبان خوشي کړي طالبان به باور وکړي چې حکومت د واک خاوند دی او نیت یې ښه دی.

طالبانو دا پرېکړه وروسته له دې کړې چې د بیت الله مسید په مشرۍ د طالبانو مرکزي شورا د پاکستان د حکومت د خبرو پر وړاندیز درې ورځې خبرې وکړې.

د طالبانو مرکزي شورا وروسته له دې غونډه وکړه چې د پاکستان د ټولو ګوندونو په کنفرانس کې له دې ډلې سره پر خبرو ټینګار وشو او پوځ هم د ګوندونو د پرېکړې ملاتړ څرګند کړ.

پاکستاني طالبانو په ډېره ځیرکۍ په پیل کې د پاکستان د نوي حکومت د هلوځلو په وړاندې چوپتیا غوره کړه خو وروسته له دې چې حکومت له خپل نسبتاً سخت دریځه شا ته شو، د خبرو لپاره یې شرطونه کېښودل.

طالبانو ویلي دي چې دوی د نوازشریف په مشرۍ د پاکستان د نوي حکومت پر ریښتینولۍ او اختیار شک لري او ګومان نه کوي چې له دې حکومت سره خبرې به کوم درد دوا کړي.

د پاکستاني طالبانو ویندوی د اعتماد د رامنځته کولو لپاره غوښتنه وکړه چې د پاکستان پوځ دې له قبایلي سیمو څخه ووځي او طالب بندیان دې خوشي کړي.

شاهد ټینګار وکړ چې دا شرطونه یې د دې لپاره ایښي چې ثابته کړي چې ایا حکومت واک لري او که یې نه لري.

د پاکستاني طالبانو په شان اکثره کتونکي باور لري چې د پاکستان ملکي حکومتونه اختیار نه لري او دا ډول پرېکړې یوازې پوځ کوي.

شاهد الله شاهد په عین حال کې وویل، که د پاکستان حکومت د دوی دا شرطونه ونه مني، تفاهم او خبرې ناشونې دي. د ده په وینا دا د ټولو پاکستاني طالبانو ګډ دریځ دی.

ده دا هم وویل چې تر دې مخکې د پاکستان حکومت دوی تېر ایستلي او نه غواړي چې بیا هم وغولول شي.

د پاکستان د کورنیو چارو وزارت ویلي چې تراوسه طالبانو له دوی سره د خبرو لپاره رسمي تماس نه دی نیولی ځکه د طالب ویندوی د څرګندونو په اړه تبصره نه کوي.

9 thoughts on “د طالبانو شرطونه: پوځ دې له قبایلو ووځي او بندیان دې خوشي کړي”
  1. پروژه یي فرهنګیان، اروپا ته د تګ په خیال پلو کې
    قریب الرحمن شهاب اروپا ته په قاچاقي لارو تګ د عادي افغانانو تګ عادي خبره ده په سترګو لیدلي مرګ ته ډیر ډاډه ور روان وي، افغان چارواکو هم دریغ ونه کړ د دولتي سفرونو په نوم چې هر هېواد ته لاړل هلته یې ځانونه پټ کړل، ډیپلوماټان له خپلو دندو وتښتېدل او د پناه اخیستو غوښتنې یې وکړې، سپورتي لوبغاړي مو هم د همدې ارمان د پوره کېدو په موخه د لوبو له منځه وتښتېدل او ان د ولسي جرګې ګڼ غړي په اروپايي هېوادونو کې د ځان د میشتېدو په هڅه کې دي او ګڼ یې د اروپايي هېوادنو له لوري منل شوي هم دي په ځانګړي ډول ښځې وکېلانې. فرهنګیان او خبریالان یوازیني خلک وو چې تل به یې د همدې ډول تېښتو، پنا غوښتلو او په دې اړوند نورو مسایلو په اړه د خلکو تر غوږونو یو څه رسول، خو اوس تر نورو ټولو ډلو فرهنګیان د اروپا د تګ په خیال کې دي او لوی هدف یې ځان ته په اروپايي هېواد کې قبولي ټاکلې. له فیسبوک څخه نېولې تر سایټونو او ورځنیو کړنو ټول په دې هڅه کې دي چې د بهرنیانو زړونه لاس ته رواړي، د ځینو راپورونو له مخې ګڼو فرهنګیانو په کابل کې د اروپايي هېوادنو سفارتونو ته غوښتنلیکونه استولي او په افغانستان کې یې خپل ژوند کول سخت ښودلي او هیله یې ترې کړې چې په اروپايي هېوادونو کې د ژوند زمینه ورته برابره کړي. اروپايي هېوادنو هم په فرهنګي برخه لا له وړاندې کار پیل کړی وو خو په دې ورستیو کې یې هغوی هم ډول بدل کړی، مخکې به نندارتون، مشاعرې او غونډو په نوم خلک راټولیدل او د غونډو له شا به څوک نه وو خبر چې ملاتړ یې څوک کوي، خو اوس یې هر څه پروژه کړي او د افغانانو په مرسته یې پلي کوي. څو ورځې وړاندې د مستندو فلمونو د نندارې په نوم یو مجلس ته یو شمېر دوستان ور بلل شوي وو، د بلنلیک په سر یې لوی لیکلي وو چې د افغاني مستندو فلمونو نندارې ته تاسو بلنه درکوو، مجلس د شپې جوړ شوی وو د پیل تر ټاکلي وخت ورته دوه ساعته نور هم انتظار شوو چې بالاخره په ازاده فضا کې په دیوال د لګېدلې پردې پرمخ د پروجکتور شعاع راغله او فلمونه پیل شول. وړاندې له دې چې د فلمونو ننداره شروع شي فلم جوړونکو په خورا پسته ژبه د خپلو کړنو توصیف او د افغاني سینما ستونزې یې بیان کړې، خو په دې توپیر سره چې په بلنلیک کې د لیکل شویو مستندو فلمونو پر ځای یې د داستاني فلمونو معرفي وکړه. فلمونه پیل شول، هر یو یې شاوخوا شل دقیقې وو خو د ټولو محتوا یوه او هغه له ۲۰۱۴ کال ورسته د افغانستان د حالت یو له حیقیقت څخه لرې انځور وو. په فلمونو کې د طالب په نوم ښځې هم ګډول شوې وې او هر څه د وراني په لور روان وو یوازې په هره خبر کې به همدا ویل کیدل: (( سال ۲۰۱۴ امدنی است خارجی ها میروید ویزه کدام کشور را بیګرم، مال و اولاد خود را باید از افغانستان خارج سازیم.)) د غلطو تصویرنو په لړۍ کې ځینو کسانو خپلې لوڼې اروپا ته د تګ لپاره د پیسو پیدا کولو لپاره پر خورا عمر خوړلو کسانو هم خرڅې کړې، او د ټاکنو په یو انځور کې یې د پښتون حالت هم داسې انځور کړی وو چې ځان ته یې مشر ورور ویلو او هر څه یې د ځان بلل. اوږده ننداره پای ته ورسیده او د ګډوانوالو پوښتنې له دې ځایه پیل شوې چې ددې فلمونو موخه څه وه او ولې په کې ټول منفي او له حقیقت نه لرې خبرې شوې دي؟ فلمي اداکاران هم د بالیوډ د وتلو څېرو په شان لاس په لاس د ګډونوالو مخ ته کیښناستل او یوازې ټولې پوښتنې یې په همدې یو جمله ځواب کړې چې دا د بریتانیا د سفارت پروژه وه او اجنډا او د فلم لیکلو ډول یې هم د هغو له خوا ورکړل شوی وو، او افغاني فلم جوړونکي ګڼې ستونزې لري چې تولید شوي فلمونه هم لویه لاسته راوړنه ده. لویه لاسته راوړنه یې همدا وه چې د بریتانیا د څو ډالرو په بدل کې هر څه ۱۸۰ درجې په ناسمه بڼه وښودل، لویه لاسته راوړنه د افغانانو په زړونو کې ویره خپرول او په بهرنیانو اتکا وه او داسې ښودل کېده که نن بهرنیان له افغانستان څخه ووزي سبا ټول هېوادوال له لوږې ومري او کورنو به چور او دوی به قتل عام شي همداراز فلم کتونکو ته دا احساس ورکول کېدو چې له افغانستان څخه تیښته د خلاصونه یوازینۍ لاره ده. هیله ده ځېنې په وطن مین ریښتنې فرهنګیان د خپل حیثیت او نوم د ساتلو لپاره په څو همداسې خرڅو شویو څېرو خپله تګلاره خرابه نه کړي او د هغوی د ناوړه کړنو مخه ونیسي

  2. دافغانستان دولسي جرګې یو شمیر ښځینه استازو دکار،ټولنیزو چارو ،شهیدانو او معلولینو وزارت دمهارتونود پراختیا دملي پروګرام څخه لیدنه وکړه. په پیل کې دمهارتونو دپراختیا دملي پروګرام رييس ډاکټر عنایت الله مایل دیاد پروګرام په اړه د ولسي جرګې غړو ته لنډ معلومات وړاندې کړل او زیاته يي کړه چې حرفوي او فني زده کړي زمونږ دکارپه لومړیتوب کې شامل دي او په خورا چټکۍ سره پدې برخه کې ګام پورته کوو. ښاغلي مایل وویل چې د تیرو څو کلونو راهیسې اوه څلویښت زره کسانو ته مو فني او حرفوي زده کړې ورکړې چې له دې ډلې څخه يي شپږ اتیا سلنه يي کار ته لاس رسۍ موندلی او خپل ورځنې چارې پرمخ بیايي. دولسي جرګې ښځینه غړو ناهید فرید، بي بي حمیده یوسفي او لیلما ولي حکمي ددې پروګرام څخه خوښې څرګنده کړه او دیاد پروګرام څخه دملاتړ دڅرګندولو ترڅنګ ژمنه وکړه چې هر ډول مرستې او همکارۍ ته تیارې دي. دولسي جرګې دغو استازو بې کاري تر ټولو لویه او اساسي ستونزه وبلله او ددا ډول ملي پروګرامونو د پراختیا او چټکتیا غوښتنه يي وکړه. دغو استازو ژمنه وکړه چې دمالېې وزارت سره به ددې پروګرام دمالي ستونزې دهوارولو په موخه هم خبرې وکړې. دیادونې وړ ده چې دمهارتونو دپراختیا ملي پروګرام دلسو وزارتونو تر چتر لاندې چې مشرې يي دکار ، ټولنیزو چارو، شهیدانو او معلولینو وزارت کوي کار کوي.

  3. له ولسمشر كرزي سره د زړه خواله مؤمن افغان چې ورځ تېرېږي يو ګام هغو ولسمشريزو انتخاباتو ته ورنژدې كېږو چې لا يې هم د دولت له ډاډ سره سره برخليك ډېر روښانه نه دى. يو شمېر كسان چې هم په دولت كې فعال حضور لري او هم ځان ته سياسي اپوزيسيون وايي سره راټول شول چې دوى به واحد كانديد ودروي او نور به يې مرسته ملګرتيا كوي له هغې كانې سره مخامخ ښكاري چې: ښه ياري د غلو وه؛ چې په وېش كې سره ورانه شوه محور ورځپاڼې پرون په (1392/6/24) نېټه د يوې باوري سرچينې په حواله چې د نوم له ښوولو يې ډډه كړې وليكل چې اوس دغه اپوزيسيون چې انتخاباتي ائتلاف يې كړى، دې مرحلې ته رسيدلي چې يو، يو نه مني او بل، بل. ولسمشر كرزى هم چې د دغو ائتلافونو په ماتولو كې پوره مهارت لري موقع ته سترګې پر لار دى چې څه وخت پرې ګوزار وكړي، پر دوى ګوزار هم ځكه اسانه دى چې دوى نه اصول لري او نه پر اصولو باور، فقط د اقتدار وږدي دي، ګوري چې څوك ببر هډوكى وراچوي، هغه د چا خبره هغوى چې همېشه په «واښه وډ» كې څريدلي او همېشه پرې د «روبلو»، «كلدارو»، «پونډو» او «ډالرو» بارانونه شوي اوس يې له وچكØ �لۍ نه سخته ويره لري. دوى په ماضي كې هم بختونه ازمايلي دي، يو يې چې د ولسمشرۍ له لومړۍ مرستيالۍ نه لرې شو نو په ګل اغا شيرزي پسې يې منډه كړه؛خو شيرزى چې خپله ماره وكړه، هغه خواركى يې په نيمه لار كې پرېښود او هغه بل غريب يې چې د سترګو له ډاكترۍ نه د سياست ډګر ته وردانګلي او د يوه ريښتيني سياستوال اكټونه كوي هم غريب په دې وادۍ كې لالهانده ښكاري، ګوره كه چا ورته يو نرى غوندې ست وكړ هم بيا به ورمنډې وهي؛ ځكه هغه ته خو ځان معلوم دى چې په څومره اوبو كې دى. هغه چې د حق او عدالت مدعيان دي هم معلوم دي چې ماضي يې څنګه وه، كه هغو نه چې اوس هم په امسا ګرځې پوښتنه وكÚ �ې چې دا پښه دې ولې او كله پر دې حال شوې، ښايي ځواب ونه لري، هغه چې له لويديځه په دې تمه راغلي چې په افغانستان كې د ډالرو باران دى، هغوى خو هم پر دې پوهېږي چې ولس يې اصلاً پيژني نه چې څوك دى؛ نو پر دې اساس اوس ميدان يو ځل بيا د حامد كرزي د كانديد په ګټه په اصطلاح شغالي ښكاري؛ خو تر اوسه چې كوم څه د ارګ له دريڅونه بهر راوتلي او نور په كې د شك ځاى نه دى پاتې هغه د بهرنيو چارو ډېر محترم؛ خو بې خولې او بې ژبې وزير دى، كله چې ولسمشر په بشكك كې د شانګهاى وروستۍ سرمشريزي ته ولاړ، هلته يې روسي ولسمشر ته ډاډ وركاوه چې راتلونكى ولسمشر به له روسيې سره ښه اړيكي ولري او د ولسمشرۍ له كانديدانو نه يو له ده سره په همدې سفر كې ملګرى دى چې هغه بې له شكه ډاكتر زلمى رسول دى. زلمى رسول د شخصيت په لحاظ ښه سړى دى، حليم دى، ماجراجونه دى، ترخه ژبه كله هم نه كاروي؛ خو حقيقت دا دى چې د افغانستان په څېر يوه هېواد له پاره مناسب ځكه نه دى، چې نه ټوپكسالار دى، نه كوتكمار او نه يې هغه چل و فريب زده دى چې د هر چا پر سر د تشفى لاس راكاږلي شي، كه پر چا يوه پټاكۍ وچاوده هم چې سبا ته يې زرهي لنډكروزرې ور روانې كړي وي. د پوهنتون د تحصيل په دوران كې زما د يوه ملګري د دري مضمون ازموينه وه، كله چې د ازموينې لپاره وغوښتل شو؛ نو د مضمون استاذ يې مميز استاذ ته چې مشر استاذ و، د اخلاقو ډېر تعريف وكړ. مميز استاد ورته وخندل او ويې ويل كله مو چې د تهذيب د مضمون پر ورځ نومرې وركولې، را ياد يې كړه چې سل نومرې وركړم اوس خو يې زه د لياقت ازموينه اخلم. نو خبره دا ده چې ډاكتر زلمى رسول په اخلاقو كې د سلو نومرو مستحق دى؛ خو د ولسمشرۍ لپاره ښايي د مازې كاميابي د نومرو وړتيا هم ونه لري او علت يې همغه دى چې ما ورته د مخه نغوته وكړه. ښايي د ښاغلي كرزي به هم همدا خوښ وي چې يو داسې سړى كانديد كړي چې د كاميابۍ په صورت كې چې امكانات يې زيات ښكاري د پردې مخې ته هغه او د پردې شا ته دى ولسمشر وي. داسې اوازې هم دي چې ښايي كرزى د ولاديمير پوتين او ميدويدف سياست وچلوي چې د دې كار له پاره به زمينه مساعده وي چې ايالتي نظام په پارلماني نظام واړوي او ښايي په دې كار كې هغه كسان هم ورسره مرسته وكړي چې د سياسي مخالفينو اكټونه كوي؛ ځكه هغوى هم د دې له پاره چې ځانته يې د اقتدار په بيړۍ كې د ناستې يو ځاى پيدا كړى وي، همدا شعار وركوي، حال دا چې كه دلته هر ډول نظام راشي خو چې دا اوسني وږي ليوان په سياست اÙ ˆ د اقتدار په ډګر كې موجود وي، د ملت حالت به د ژړلو وي. زه د يوه افغان په حيث پر ولسمشر كرزي غږ كوم چې كانديد خو ودروې؛ خو د خداى پار دى داسې څوك مه ودروه چې كه ولسمشر شي او څوك پر يوه مخ څپيړه وركړي، دى له واره بل مخ هم ور واړوي، بس دى د مصلحتونو له پاره يواځې ته كافي وې او ستا د واكمنۍ د وولس كلنه دوره چې په ځانګړې توګه دې پښتانه د هر چا د پښو خاورې كړل. زه دا خبره د عصبيت پر بنياد والله كه كوم او نه د يوه مسلمان په حيث پرې باور لرم؛ خو دا به هم انصاف نه وي چې ستا پام دې خبرې ته را وانه ړوم چې امريكايانو او ناټووالو او د هغوى په ركاب كې ځغليدونكو يا د امريكايي تجاوز پر مهال د امريكا ځمكنى پوځ په دا تېرو دوول سو كالو كې څه وكړل، يواځې په شمال كې څومره پښتانه مشران ووژل شول؛ نو كرزى صيب د خداى پار دى نور مو د انسانيت پر دښمنانو مه داړه، دا ستا په دوولس كلنه واكمنۍ كې چې راسره څه وشول، همغه كفايت كوي. همدا پرون (1392/6/24) سرنوشت ورځپاڼې د ګلم جم لنډغرو له خوا د كندز په دشت ارچي كې د پښتنو د لوټ تالان خبر خپور كړ او د محلي خلكو په ادعا چې دا حكم د كندز امنيه قوماندان وركړى چې د پښتنو مال ستاسې او سر يې زما، اوس خو د هغوى د مظلوميت ستر عامل ته پخپله يې د ولسمشرۍ لپاره دې دا دوه ځله ترينه رايه واخسته او نور دى د وږو ليوانو رحم و كرم ته وسپارل، له ديوې خوا يې د آى اس آÙ ‰ نوكران داړي او له بلې خوا د «ستم ملي!» علمبرداران، نو كه ته يې غم نه شي خوړلاى، نور يې پرېږده چې پخپله خپل غم وخوري، نور يې مه د دوستم په ځولۍ كې ورغورځوه، مه د خليلى او محقق او مه د هغو كسانو په ځولۍ كې چې پرون يې له روسانو سره اور بندونه كول، نن د امريكا په ركاب كې ځغلي او ځانونه هم په هېواد كې د اقتدار اصلي وارثين بولي.

  4. دپاکستان طالبانواسلام تحریک له خو دپاکستان حکمته ډیر شه پځای شرطونه مخکی کړی دی ځکه چی هروخت چی په پاکستان کی حکمتونه جوړیګی او یا ړنګیژی په د که به خامخا ددی دووشیطانوملکونو لاس وی چی په هغه کی لوی شطان برتانیه او دهغه ملګری امریکاپه خوشه تغیر اتبدیل راّځی نوڅرنګه چی په۲۱پړی کی دنړی اکثره حکمتونه ددی شیطانو اوطاغوتی حکمتونو له خوشی سره سم جویژ نوپدی خاطر اسلامی تحریکونه باید د دوی دشیطانی اواسلام دوشمنه پلانوته ډیر ښه بیداره اویښوی

  5. شیخ ابو یزید فرمایې: د ټولی نړۍ جهاد ته لاره په اسلام اباد او ریاض ده او ترڅو چې ددی مرتدو هیوادونو د فوځینو سره مجاهدین وډزوی او ښځي ترینه راولی ترهغی په نړۍ کې شریعت نشی راتللی. قربان شم ددغسې حق پرست عالم څخه چې د نښی منځ یې ویشتلی دی. الله خو د ورته کامیابی او نصرت پر نصیب کړی.

  6. د لوی او سپیسلی الله تعالی په سپیسلی نامه
    طالبان د پاکستان د استخباراتی شبکی آی اس آی هغه تربیه شوی کسان دی چه یوازی او یوازی د افغانستاند ورانولو او بربادی لپار کار کوی او د یو دسییه ده چه پاکستانی طالبان او یا افغانی طالبان چه په ای اس ای کی راجستر ته وی هغه افغانی طالب او وطن پرست دی
    اوس که وایو خبری اوژدیژی چه پوله ورانوی سرک الوزوی اومعلم وژنی اوردو او پولیس وژنی نو تا او خدای چه او طالب دی ته وایی خو محکی می یادونه وکره چه دا د ای اس ای یوه پلمه ده.
    د الله په امان د هیواد د ازادی او سوکالی په هیله

  7. د وزیریستان طالبانو شرط په ځای شرط دی باید ټول پنجاپی پوځیان د قبایلو او د پښتونخوا څخه ووځی او د پښتنو خپلواکی دی دی په رسمیت وپیژنی.او که پنجاپ دا خپره نه منی ټول پښتانه او بلوڅ اړ دی چی د پنجاپ په وړاندی پراخه جګړه پیل کړی. پریږدی چی د راتلونکی ازاد پښتنونستان مشر د وزیریستان د سیمی څخه وي

  8. The two major conditions which is proposed by Tahrek-e- Taliban Pakistan to the government of Pakistan is perfect and accurate Pakistan should accept these conditions

ځواب ورکول Zek Pakhtoon ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *