تاند- سره له دې چې طالبان په قطر کې د افغانستان د ملي امنیت له رييس سره د سولې د خبرو په باب د ګارډین ورځپاڼې راپور ردوي، د ګارډین ورځپاڼې د راپور چمتو کوونکی او طالبانو ته نژدې سرچینې وايي چې طالبانو خبرې کړي دي خو خبرو نتیجه نه لرله.
د ګارډین ورځپاڼې د مقالې لیکونکي سمیع الله یوسفزي ازادي راډیو ته وویل چې د ژورنالیستي اصولو مطابق یې د څو کره سرچینو د څرګندونو پر اساس راپور چمتو کړی او پر خپلو څرګندونو پوره باوري دی.
ښاغلي یوسفزي د طالبانو له لوري د سولې د خبرو د راپور د رد ېدو په اړه وویل، که طالبان دا ومني چې د سولې خبرې کوي، په جبهه کې به د دې ډلې غړیو ته سوال پیدا شي چې که یوه مسله د خبرو له لارې حل کېدای شي، ولي باید د هغې لپاره جګړې ته دوام ورکړي.
په همدې حال کې د طالبانو خواخوږي او په کابل کې د پاکستان پخواني سفیر رستم شاه مومند په ایکسپریس تریبیون ورځپاڼه کې په یوه لیکنه کې د قطر خبرې اترې تایید کړي او ویلي یې دي چې په دې خبرو کې د طالبانو د پلاوي مشري د ملاعمر ورور ملا عبدالمنان کوله.
د ښاغلي مومند په وینا د افغانستان له حکومت او امریکايي استازي سره خبرو ته د طالبانو تیاري د دې ډلې په دریځ کې د نرموالي ښودنه کوي.
دی همداراز وايي، د طالبانو پخوانی مشر ملا منصور نه و توانېدلی چې طالبان د افغانستان له حکومت سره خبرو ته تیار کړي.
رستم شاه مومند وايي چې د دوحې له خبرو وروسته پاکستان د طالبانو یو شمېر مهم مشران په بلوچستان ایالت کې ونیول.
مومند او او یوسفزی په دې باور دي چې پاکستان د افغانستان د حکومت او طالبانو د خبرو مخالف دی او هغه کسان نیسي چې خبرو ته لېوالتیا ښيي.
ښاغلی مومند وايي، د طالبانو او افغان حکومت ترمنځ مخامخ خبرې ښيي چې د کابل او طالبانو ترمنځ د تماس لارې پرانستل شوي او اسلام اباد څنګ ته پرېښودل شوی دی.
دی وايي چې دا د پاکستان له مرستې او ګډونه پرته له طالبانو سره د مخامخ خبرو په خاطر د کابل لپاره لوی بری دی.
داسي ویل کېږي چې اکثره طالبان د افغانستان د حکومت په شان نه غواړي چې پاکستان د دوو افغان لورو ترمنځ په معامله کې امتیاز واخلي.
رستم شاه مومند د دوحې خبرې د پاکستان او طالبانو ترمنځ د ژورې بې اعتمادۍ نښه بولي.
دی وايي چې د کابل او اسلام اباد ترمنځ د تماسونو شلېدا یو بل عامل و چې د ولسمشر اشرف غني حکومت یې اړ ایست څو د خبرو لپاره د طالبانو د حاضرولو لپاره هلې ځلې زیاتې کړي.
ښاغلی مومند په عین حال کې وايي چې که د دوحې خبرې نتیجه ورنه کړي، کېدای شي د طالبانو لپاره ستونزې پېښې کړي. او دا ډېره ممکنه هم ده ځکه چې د طالبانو اساسي غوښتنه له افغانستانه د بهرنیو پوځیانو د وتلو د مهالوېش ټاکل دي خو د افغانستان او امریکا حکومتونه په اسانه نه حاضرېږي چې د بهرنیو پوځیانو وتلو ته مهالوېش وټاکي.
دوی له یوې خوا په طالبانو او نورو دولت مخالفو ډلو باور نه لري چې د بهرنیو ځواکونو له وتلو وروسته به جګړه بس کړي، له بلې خوا د افغانستان حکومت اندېښنه لري چې د نړیوالې ټولنې له ملیاردونو ډالرو مرستو به بې برخې شي چې د افغانستان د ودانولو لپاره اساسي رول لري.
مونږ افغانانو ته سوله مهمه ده نه جنګ او نه دخیرات پیسی، که ځمونږ په وطن کی سوله او آمن راشی په یاد ولری دغه پیسی به مونږ دخپلو مټو په زور پیداکړو
د ټولو ښاغلوحکومتی چارواکو په سر کی دښاغلی ولسمشر څخه خواست کووم چه دسولی په راوستلو کی بی دریغه هلی ځلی وکړی، دطالیب چارواکو څخه هم هیله کووم چه خپل کورته نور آمن راولی، جنګ تباهی ده دجنګ په دواړو خواوو کی افغانان مړه کیږی، دغه جنګ به نه تاسو ته ګټه ورسوی او نه به حکومت ته ګټه ورسوی
بس دی نور د پاکستان په خبرو دواړه لوری باور مه کوی، دپاکستان ګټی ځمونږ په جنګ کی دی نه په سوله کی
الله ج دیی ځمونږ وطن ته ډیر ژر سوله او آمن راولی. آمین
والسلام