تاند- د وسله والو طالبانو له لوري د یوه انجنیر بې رحمانه وژلو په ټولنیزو رسنیو کې د ګڼو افغانانو غوسه پارولې ده.

دا په داسې حال کې ده چې طالبان ادعا کوي چې له عام المنفعه پروژو او غیر نظامیانو سره کار نه لري.

طالبانو یو انجنیر نیولی او پر له پسې ورته وايي چې«کفار په حقه دي که طالبان»، انجنیر بیا بیا وايي چې «ستاسو ولس ته خدمت کوم.»

په همدې منځ کې تروریست طالبان د افغانستان پر خدمتګار انجنیر ډزې کوي او په شهادت یې رسوي.

امریکا او لوېدیځه نړۍ، چې ادعا کوي د ولسواکۍ او بشري حقونو د ملاتړ لپاره هلې ځلې کوي، اوس په قطر کې د دې تروریستي ډلې سره خبرې کوي او پر ژمنو یې باور کوي.

طالبانو په تېرو ۱۸ کلونو کې د دغه انجنیر په شان په لسګونو زره افغان انجنیران، ډاکتران، معلمان او مشران شهیدان کړي دي.

د ټولنیزو رسنیو له برکته د طالبانو دا وحشیانه عمل افشا شوی او ګڼو افغانانو پرې عکس العمل ښودلی دی.

لیکوال او نظر خاوند ډاکتر نجیب ننګیال په خپله فیسبوکپاڼه کې لیکلي«دا طالب دی. دا یې اصل څېره. دا یې دين دی او همدا یې د شریعت نمونه.
موږ چې کوم دین منو او د کوم پیغمبر سیرت مو لوستی، هغه دغسې نه و. دومره بې رحمه، ډبرزړی او ظالم نه و. هغه مهربانه، د انسانیت خیرخواه او زړه سواندی و. هغه مشرکین او حتا د خپل تره حمزه رض قاتل نه واژه. هغه سراسر عفوه او مهرباني وه.
د حقانیې او بنوریې شاګردانو، رب مو د استادانو په ګور لعنت کړه، چې تاسې یې روزلئ او ستاسې وحشت ته یې جهاد وایه.»

په سعودي عربستان کې د اسلامي علومو د پوهنتون استاد ډاکتر سراج الدین محمد لیکلي«طالب هيڅ نه دی بدل شوی، طالب هماغه جاهل دی، هماغه وحشي دی، هماغه ظالم دی، مونږ پښتو کې متل کوو، چې د جولا منډه موګي پورې وي، د طالب منډه هماغه د ګاونډي د ادرس پورې وي، طالب کې اصلا دا ظرفيت نشته، چې د هغوی له ګرفته ځان خلاص کړي، دا که طالب کې اصلا دا اراده پيدا شي.
اوس يې په ډېر وحشت سره يو انجنير وژلی، له انجنير پوښتي، چې مونږ پر حق يو که حکومت؟
انجنير د شرعې او عقل مطابق مسؤولانه ځواب ورکوي: هغه څوک په حق دي چې په شريعت عمل کوي، او د الله په دين روان وي.
د دوی جاهل او ظالم بيا ترې پوښتي، انجنير هماغه ځواب ورکوي.
دغه جاهل وحشي او ظالم ترې بيا همدغه پوښتنه کوي، او اصرار کوي: مونږ په حقه يو، که تاسې بيدينه کافران؟… بيا ډز ډز سړی ووژني. رب تعالی دې شهادت قبول کړي، قسم په الله چې همدغه مقتول شهيد په شريعت باندې له دغه جاهل وحشي او ظالم څخه ډېر پوه دی، لکه څنګه يې چې له خبرو ښکاري.
رب تعالی مو په الهي ابابيلو هلاک کړه.»

افغان مومند، چې د طالبانو وحشت لیدلی وايي«طالب د وحشت په غېږ کې زېږېدلی، د پردو د ګټو لپاره جنګ کوي. دوی به الله پاک شرموي. همدا ذلت يې هم ډېر دی چې کوچنيان يې د بل په واک کې پراته دي.»

د ښاغلي مومند اشاره د طالبانو د مشرانو کورنیو ته ده چې په لاهور، کراچۍ او نورو پاکستاني ښارونو کې اوسي.

د ګڼو په نظر د طالبانو اعمال له اسلام سره هیڅ تعلق نه لري او یوازې د ګاونډي پاکستان پروژه پر مخ بیايي خو عملاً د دې ډلې اعمالو په نړۍ کې اسلام ته ضرر رسولی دی. د طالبانو اعمالو ډېر خلک له ملایانو بېزاره کړي. ولایت خان لیکلي«د جنازی سړی مو دې نه وي پروا نه کوي چې دوی ورک شي.»

د طالبانو تر وحشت وړاندې هیڅکله په افغانستان کې چا داسې خبره نه وه کړې.
نصر پوپل کښلي «د عربو د ناوړه دستور جهاد په نوم به نور څومره افغانان دا وحشیان شهیدان کړي.
راځي یو شو او دا وحشي بوټی ټالیب نور له دې خاورې ورک کړو.»

دا ویدیو دې هغوی نه ګوري چې زړونه یې نازک دي.

6 thoughts on “د طالبانو له لوري د یوه انجنیر پر بې رحمانه وژلو خلکو غبرګون وښود”
  1. عربي وحشت همدغه ته وایم. د دې جنایت ترشا هم حتما د کوم ابوزناکار فتوا پرته ده ثواب یې هم مالوم دی. دغه وحشی د اسراییل ندی راغلی نه د روس او امریکا و جاپان راغلی چې لږترلږه خو امید ولرو چې اخر به ځي، غم دا دی چې دا مو دکور سړی دی، دامو ورور دی، دامو دتره زوی دی، دامو د ترور زوی دی دامو ګاوڼډی دی دامو کلیوال دی دا مو دهمدی وطن سړی دی او بده لادا چی غواړی همدا بربریت په ټول افغانستان رانازل کړي

  2. د طالب او ټالیب ترمنځ فرق
    مونږ افغانان باید دوه مفهومه له یو بل نه تفکیک کړو . یو طالب ، ملا ، مولوي ، مفتي او دیني عالمان چې دوي ټول د اسلام د مقدس دین لارښوونکي او وارثان دي . د هغوي احترام پرټولو مسلمانانو واجب دی. دوي له سیاست او جنګ سره سروکار نه لري . هغوي د الله پاک مقدس کتاب قرآن او د رسول الله ص احادیث او نور شرعي احکام مونږ ته بیانوي او خپله هم عمل پرې کوي.
    بل ټالیب او د پنجاب په لاس جوړ شوي تروریستان ، انسان وژونکي ، قاتلان ، دبشریت ، اسلام او تمدن دښمنان دي. دوي د یوڅو مبارکو آیتونو او احادیثو په زده کولو او د خلکو په سترګو کې د خاورې شیندلو لپاره کله کله هغه استعمالوي او د اسلام د مبارک دین تر پوشش لاندې د مسلمانانو او د اسلام د مقدس دین د بدنامي لپاره هغه کارونه کوي چې اسلام او مسلمانان خو لاڅه د پخواني تمدن وحشي انسانان هم پرې شرميږي.
    ټالیب یوه پنجابي پروژه ده چې د افغانانو د وژلو لپاره جوړه شوېده ، دوي د ښوونځیو ، روغتونونو ، عام المنفعه تاسیساتو او لویو لارو په ورانولو سره غواړي افغانان د تل لپاره له بشري او اقتصادي پرمختګ نه لرې وساتي.
    ښوونکي ، انجنیران ، دولتي مامورین او سربازان وژني ، د ولس ترمنځ ډار او وحشت خپروي، د ولس او دولت ترمنځ ارتباطات قطع کوي او په زور ، ډار او وحشت سره خلک د خپلو ناوړو کړنو تابع کوي.
    آیا اسلام همداسې وي؟
    آیا په اسلام کې قضا ، څارنوالي او محکمه نشته ؟.
    آیا په اسلام کې د جرم د ثبات لپاره شهود ، اسناد او مدارک ضرور نه دي؟
    آیا هر وحشي او لنډغر ټالیب د یوه مظلوم د وژلو حق لري؟
    د افغانستان ټولو مظلومو هېوادوالو او ولسونو باندې غږ کوم چې مرګ حق دی او د هرې ورځې مرګ نه به دا بهتره وي چې ټول د خپل دولت او د ښاغلي دوکتور محمد اشرف غني تر قیادت لاندې خپل ولسمشرپه ملاتړ را ټول شئ . زمونږ د تاریخ او عصر د دغه وحشي ، ځناور تروریست ټالیب په مقابل کې ودرېږئ . حق زمونږ سره دی او مونږ به پردغه باطل او طاغوتي ټالیبې پروژې باندې بریالي کیږو.
    و ماعلینا الاالبلاغ
    احمد الله بریال

  3. This is 100% against Holy Quran and Mohammad(PBH) teachings. I hope Mr Stanakzai see this video and punish this dirty crazy creatures (i will not call them animals because animals have more respect than these kind of creatures)

  4. د ښاغلی محترم بریال صاحب د فرمودې (د څلور اویا فیصده) په تائید او د ښاغلی اِم اِچ آ د فرمودې د اصلاح یا تکمیل پخاطر یو لنډ ټکی
    دا به سمه وی چي ومنو حیوان هم ځینی وخت دومره بېرحمانه کړنی نه تر سره کوی خو دا کیسه باید له پامه ونه غورځول شی چي
    موږ دوه ډوله څیرونکی حیوانان پېژنو
    لومړی هغه ډول حیوانان چي په غریزه ای ډول نور ژوندی موجودات څیری
    دوهم هغه ډول حیوانان چي تر غریزی اړخ ئې روزنیز اړخ قوی وی
    مانا
    دې ډول حیوانانو ته د نورو موجوداتو د څیرلو روزنه په ډېره ماهرانه توګه ورکړه سوېده
    ددې ډول حیوانانو اربابان ددې روزنی له درکه ډېری هراړخیزی ګټی پورته کوی بله دا چي دا اربابان د مؤقعیت له نظره څو پوړیزه اربابان دی چي تر ټولو لوږ لوژینر او حرامی ارباب ئې هغه دی کوم چي د (جان لاک) فکری مریدان ئې هم ځینی وخت لاسونه ور مچوی

  5. دا د اول نه معلومه خبره وه چې دا ټول د پنجابیانو اولاده ده، دوی خپله په اسلام ایمان نه لری نو د اسلام به څه دفاع وکړی، په افغانستان کې ۹۹ په سلو کې وګړی مسلمانان دی او دوی بیا د روس او امریکا نه د قدرت خیرات غواړی لکه اشرارو چې غوښته او بیا یی د پنجابی د ګټو لپاره ملی اردو د مینځه یوړه، دا خیرن ګل خانان بیا غواړی چې یو وار بیا خپل پنجابی پلار ته خدمت وکړی او د ۹۲ کال پیښی تکرار کړی

ځواب ورکول بریال ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *