تاند- د طالبانو له لوري د بادغیس د یوه قومي مشر د وژلو بوږنوونکې ویدیو خپره شوه.

د بادغس د پولیسو قوماندان تایید کړه چې قومي مشر حاجي الله داد د وسله والو طالبانو له لوري وروسته له هغه په خورا بې رحمۍ ووژل شو چې نوموړی د بادغیس ولایت په قادیس ولسوالي کې د طالبانو تر کنټرول لاندې ساحې ته لاړ.

امنیه قوماندان عبدالحلیم صابري رسنیو ته وویل چې حاجي الله داد د قادیس ولسوالۍ په خانه نشان سیمه کې له سیمه ییزو پولیسو سره همکاري کوله.

ده وویل چې د حاجي الله داد قاتلان پېژندل شوي او هڅې روانې دي چې ونیول شي.

صابری په عین حال کې ومنله چې د قاتلانو نیول اسانه کار نه دی ځکه چې طالبان په قادیس ولسوالي کې غښتلي دي.

د حاجي الله داد د وژلو بوږنوونکې ویدیو په انترنیټ او ټولنیزو رسنیو کې په پراخه پیمانه شېر شوې ده.

ویدیو، چې په ټولنه کې د بې رحمۍ د کلچر د دودولو او د خلکو د بېرولو لپاره خپره شوې، د قاتلانو بې رحمي نندارې ته وړاندې کوي.

دا ډول ویدیوګانې داعش زیاتې خپروي.

6 thoughts on “د طالبانو له لوري د یوه قومي مشر بوږنوونکې ویدیو خپره شوې”
  1. چې هرچا دا کار کړی وي دسختې غندنې وړ دی خو دا هم باید هیره نکړو چې ملي امنیت ډیرځله داسې ویډیوګانې جوړوي او دطالبانو پرخلاف ترینه تبلیغاتي کار اخلي یو وخت یې په عامو خلکو پسې مائنونه منفجر کول چې بیا به په طالبانو ورتپل کیدل خو ښه خبره داده چې پرافغانانو داسې ظلمونه نور دوام ونکړي باید پرهیوادوالو درحم او شفقت لاس راکش کړو دخپلو سیاسي موخو لباره یې قرباني نکړو

  2. ملامتيا پخپله زمونږ ده چي د الله د دين څخه مو ځان ليري کړي دي!!!!!!!!!!!!!!!!!!!!!!!!!!!!!!!!!!!!!!! الله تعالی دی مونږ ته هدايت راکړي

  3. چې د اربکي مرسته يې کړه ده، نو که غوښې يې په ژوندون پرې شي هم پرې کمه ده، پر تاسو يې څه، پوښتنه يې له هغو خلکو وکړئ چې لوڼه او مېرمنې يې ترې اربکيانو په زور بوتللې دي، ايا د خپلو خويندو او ښځو لپاره دا خوښوئ؟

  4. جنت پتنگ دا کار کری جنت الله پاک طالب جان دپاره پیدا کری دی نوره دوزخ ته زی ، دوی راتگ سره بیا واری الله پاک ودروی

ځواب ورکول منیب احمد ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *