د طالبانو د قطر دفتر

تاند- د طالبانو دوه مهم مرکچي استازي د افغانستان د حکومت له استازو سره تر مخامخ خبرو مخکې له قطر څخه اسلام اباد ته رسېدلي دي.

ویل شوي چې د طالبانو دا دوه استازي اسلام اباد ته د فبرورۍ په شپږمه د افغانستان، پاکستان، امریکا او چین د درېمې څلوراړخیزې غونډې په درشل کې رسېدلي وو.

د هغوی نومونه شېرمحمد عباس ستانکزی او قاري دین محمد ښودل شوي دي.

ښاغلی ستانکزی د طالبانو د قطر د دفتر رييس دی او قاري دین محمد د قطر د دفتر غړی دی.

خبرې سرچینې وايي چې د طالبانو دغو دوو مرکچیانو له ځان سره د خپلو هغو استازو یو لیست هم وړی چې د طالبانو له لوري د خبرو صلاحیت او اجازه لري.

تمه کېږي چې روانه اوونۍ د افغانستان د حکومت او وسله والو طالبانو ترمنځ مخامخ خبرې وشي.

باوري سرچینې وايي چې د سولې د خبرو په باب د طالبانو په دریځ کې نرموالی راغلی دی.

5 thoughts on “د طالبانو مرکچي استازي تر مخامخ خبرو مخکې اسلام اباد ته رسېدلي”
  1. سوله دخدای تعالی ج خوښه او خیر یی بللی ده نوځکه مسلمان باید داسلام داحکامو پر بنیاد سولی ته داسلام او مسلمانانو دخیر دپاره باید سولی ته غاړه کښیږدی نه خپلو شخصی او ګروپی تمایلاتو ته .

  2. ورور می مرور دی او همسایگان می د دشمن کور ته ورغواری خدایه ج دی رحم وکری په دی غریب ولس ای زما گل گل وطنه لاس می خالی دی دشمن خندا کوی

  3. طالبان د پاکستان خلک دی او د پاکستان لپاره په آگاهانه او یا غیر آگاهانه دول کار کوی. اوس به نو پاکستان تمرین ور وی چی سنگه خبری وکی او سه شرطونه کیژدی.

  4. الله دی وکی سوله راشی،بس دی ترڅو به در په در ګرځو،هر څه په قابو کی راوستل اسان دی چی یو ځل سوله وشی،

ځواب ورکول محمد نسیم "سهاک ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *