جمعه/ اپریل ۲۸/ طالبانو پسرلني عملیات اعلان کړل

تاند- راپورونه وايي چې د طالبانو د مشرتابه شورا غړیو په خپل منځ کې په دې اړه خبرې پیل کړي چې ایا د سولې په پروسه کې ګډون وکړي او که ونه کړي.

په کوټه کې طالبانو ته نژدې سرچینې وايي چې د طالبانو د قیادي شورا غړي له څو ورځو راهیسې په دې موضوع پر خبرو بوخت دي.

په همدې حال کې د افغانستان د سولې عالي شورا هم تاییدوي چې د طالبانو د مشرانو ترمنځ د سولې پر موضوع خبرې پیل شوي دي.

د سولې عالي شورا د طالبانو ترمنځ د سولې په اړه روان بحث د سولې لپاره یوه شنه اشاره بولي او هیله څرګندوي چې هغوی به د سولې په ګټه مثبتې نتیجې ته ورسېږي.

د سولې د عالي شورا غړي د سولې خبرو ته د طالبانو په حاضرېدو کې د پاکستان او ایران رول مهم بولي او له هغوی غواړي چې له افغانستان سره په دې برخه کې مرسته وکړي.

د سې شنبې په ورځ د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي د امریکا د ملي امنیت له سلاکار او د بهرنیو چارو وزیر سره په جلا جلا کتنو کې ژمنه وکړه چې هیواد به یې افغان طالبان د افغانستان له حکومت سره د سولې خبرو ته حاضر کړي.

طالبانو تراوسه پورې رسماً څه نه دي ویلي چې د دوی شورا د سولې د خبرو د پیلولو په اړه په خپل منځ کې خبرې کړي یا نه دي کړي.

2 thoughts on “د طالبانو مشرانو د سولې د خبرو د پیلولو یا نه پیلولو پر سر خپلمنځي خبرې پیل کړي”
  1. د تاند خپرولو محترم مسئول ته
    غواړم چې ستاسی د تاند خپرونې سره قلمی همکاری وکړم. د مضمون در لیږل څنګه او له کومې لارې در ولیږم؟
    مننه

ځواب ورکول انجنیر دلاور حبیبی ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *