لیکوال: سمیع یوسفزی –

ژباړه: خان ولي خان بشرمل

کله چې ما د طالبانو رسمي چارواکو ته زنګ ووهه، نو دوی وپېژندم، په داسې حال کې چې ما له ډېرې مودې راهیسې له دوی سره نه و لیدلي. ما اوریدلي و، چې طالب مشران په قطر کې اوسېږي، همدا علت و، چې ما تصمیم ونیوه، څو ځان تر دوی ورسوم.

دوی له ما وغوښتل، چې غرمنۍ یا ماښامنۍ سره ګډ وخورو. کله چې ما د امپراتورۍ پلازمېنې دوحې ته پرواز وکړ، نو تصمیم مې ونیوه، چې له دوی سره به کېنم. خو کله چې ما ددې مست ښار د سیند پر غاړه قدم کېښود او دوی مې خبر کړل، چندانې خوند یې ورنکړ.

کله چې دی (طالب مشر) زما مېلمستون ته را ورسېد، نو په اضطراب او تشویش کې ښکارېده. په تړتړۍ ژبه یې راته وویل؛ آی. …. ګوره چې زما نوم په خوله وانخلې!!!! بیا وروسته یې همدې لهجې ته ادامه ورکړه، هو. …. ګوره چې څوک در څخه خبر نشي، چې زما او ستا ترمنځ ناسته شوې او بل دا چې کامره، انځور او نور هر څه دې له ځان سره کېږده.

یو څو ورځې وروسته زه پخپل ګاونډ دوحه کې، چې د دنیا ټولې اسانتیاوې پکې برابرې شوې دي هغه ځای ته ورغلم، چې د طالبانو اکثریت مشران پکې مېشت وو. په خُرما ونو پوښلې کوڅه کې مې لا څو قدمه نه و اخستي، چې د نظامي دریشي یو ساتونکي ودرولم او د استوکنځي پېژندپاڼه یې راڅخه وپوښته، زه بېرته را وګرځېدم.

په ټول ژوند کې په طالبانو د راپور لیکلو پر مهال دومره سخت نه وم منع شوی، څومره چې د سرکشه افغان طالبانو دغه نظامي ساتونکي منع کړم.

طالبانو به هېڅکله هڅه نه کوله ځانونه یا ظاهري کړه وړه دومره پټ کړي، بلکې دوی د دوحې په هغو سړکونو عادي تګ راتګ کاوه، چې د نړۍ له ګوټ، ګوټ څخه ورته د مختلفو نظریاتو لرونکي کسان ځي را ځي.

دوی د طالبانو په څېر لوی، لوی پټکي، اوږده کالي او ږیرې درلودې او په سړکونو به په عادي ډول ګرځېدل راګرځېدل.

خو ګورئ پام مو وي، چې له دوی څخه د هېڅ ډول پوښتنې د ځوابولو هیله ونه لرئ. دوی ته ناپېژانده کسان خوند نه ورکوي.

د دوی کورونه لکه پنځه ستوریز هوټلونه

افغانان تل زیار باسي، چې د غني اقتصاد څښتن هېواد (قطر) کې د ټرک (لوی موټرو) مزدوري وکړي او یا نور درانه ماشینونه وچلوي، خو طالبان بیا ولې دلته دا هدف نه لري، بلکې د بل هدف لپاره مېشته دي؟

موږ ښه خبر یو، چې په ۲۰۱۳ ز کال کې د طالبانو مشرانو ته اجازه ورکړل شوه، چې د خپل سیاست لپاره یو رسمي دفتر پرانېزي، څو د سیاسي خبرو اترو لپاره ترې استفاده وکړي او له امریکا سره له همدې ځایه په اړیکه کې واوسېږي.

خو دا کار افشا شو او خبرې ناکامې شوې، اما هغه طالبان چې له کورنیو سره یو ځای دې هېواد ته د خبرو لپاره را استول شوي و اوس هم د قطر د امیر او خلکو درانه میلمانه ګڼل کېږي.

د هغه کس په اړه مې چې په لومړیو کې یادونه وکړه، راته وویل: موږ خوشاله یو چې دلته ښه ژوند لرو او ددې امکاناتو د برابرولو په بدل کې د قطر له امیر څخه د زړه له کومې مننه کوو.

د یادونی ده، چې طالبان بیا هغه افغانان نه خوښوي، چې په قطر کې ژوند کوي، ځکه چې هغوی اوس هم د طالبانو هغه وحشتونه او خاطرې په یاد لري او کله چې یې له اوسني عیاش ژوند سره پرتله کوي، ترې خوابدي کېږي.

دوی په لویو ماڼیو، موټرو، صفا سپینو کالیو او قیمتي چشمو کې ګرځي را ګرځي. یو افغان سوداګر چې له دېرشو کالو راهیسې په قطر کې مېشت دی وايي: طالبان په قطر کې زموږ په څېر د خوراک څښاک لاسته راوړلو لپاره خوله نه تویوي.

دا خو پرېږدئ، ددې ترڅنګ د قطر دولت طالبانو، د طالبانو میلمنو او د دوی کورنیو ته وړیا روغتیايي اسانتیاوې، له ژوند څخه د خوند اخستو اسانتیاوې او آیر کنډېشن (هوا یخونکي ماشینونه) لرونکي کورونه، چې پکې وړې وړې ښکلې کېږدۍ هم شته په وړیا ډول مهیا کړي دي.

همدا ډول یو بل افغان، چې عربانو د طالبانو خدمت لپاره ګومارلی وایي: د دوی د کورونو تشنابونه د دوی د استوګنې له خونو لوی او په عصري وسایلو سمبال دي.

یو بل افغان د نوم نه ښودو په شرط راته وویل: د طالبانو کورونه له محلونو کم ندي.

یو بل افغان ډیپلومات وایي: د طالبانو کورونه ټولې اسانتیاوې لري، دوی ته هر ګهیځ دولتي موټر راځي او ورڅخه اوامر اخلي، چې د خوراک څښاک لپاره ورته څه راوړي؟ عموماً په دغو خوړو کې د سیزن میوه، ترکاري، غوښه او نور اړتیا وړ شیان شامل وي.

له ګوانتنامو را خوشي شوي کسان ستړي ښکاري

ددې ډول استازیتوب لپاره تر اوسه څه ندي ترسره شوي، چې کومه نتیجه دې ورکړې وي. تر اوسه د دوه اړخیزه بشپړ سوله ییز پلان تشکیل یو خوب ښکاري. دا پداسې حال کې ده، چې اوس هم د طالبانو یو شمېر رسمي مشران او استازي وایي: دواړه لوري د رسمي خبرو اترو لپاره تیاری لري، اما د رسمي نیټې په اړه یې څه نشو ویلی. همدا ډول د قطر ډله یوه موضوع خپله بریا بولي، چې یو نه یو ډول پایلې به هم له ځان سره ولري، هغه په مې میاشت کې د باو برګېډال په بدل کې له ګوانتنامو څخه د پنځو مهمو مشرانو خوشي کېدل ښیي. دا هغه وخت و، چې برګېډال ته تر خوشي کېدو وروسته هم له خپلې دندې د تېښتې له امله نظامي محکمې سزا اوروله.

بل لور ته هغه مهم طالب مشران، چې له ګوانتنامو څخه را خوشي شوي دي په همدې قطر کې د امریکا په خوښه ژوند کوي. په دوی شرط لګول شوی دی، چې له خوشې کېدو وروسته به تر یوه کال پورې په قطر کې اوسېږي. له دې پرته دوی په نړۍ کې د اوسېدو لپاره هېڅ ډول ځای نلري. افغانستان او پاکستان هم دوی نه غواړي، بلکې ترې ډار لري چې کېدای شي بېرته د جګړې میدان ته وګرځي.

بل لور ته امیر هم ځان ته تر ډېره بریده ښه دلایل لري، چې دی ولې دغه طالب مشران له ځان سره ساتي؟ ده چې کله له ګوانتنامو زندان څخه د پنځو طالب مشرانو په خوشي کولو کې منځګړتوب کاوه، هدف یې دا و چې د امریکا په زړه کې یو ډیپلوماتیک ځای پیدا کړي. همدا ډول نوموړي تر یو ځایه د امریکا ستونزه هم کړه، ځکه چې معامله یې ورته په بریالۍ توګه ترسره کړه. بله ګټه یې دا وکړه، چې اسلامي نړۍ او سخت دریځو ته یې وښودل، چې له طالبانو سره هم خواخوږي لري. د همدې دلایلو له وجې یې اوس دغه طالب مشرانو ته شاهي ژوند برابر کړی دی.

رښتیا خو داده، چې اوس هر طالب غواړي، چې ځانته لس پنځلس نور طالبان پیدا کړي او پدې ډول پدوی هم دغه شان مهربانۍ وشي.

پدې وروستیو کې ویل کېږي، چې له پخوانیو بندي طالبانو څخه به نور ۳۵ تنه یې ډ‌ېر ژر دوحې ته ورسېږي او هلته به ځای پر ځای شي.

خو یو شمېر یې بیا شته، چې همدغه عیاش ژوند هم د ګوانتنامو په زندان نه ورکوي او ناخوښ برېښي.

داسې راپورونه هم شته، چې پدغو پنځو طالب مشرانو کې دوه یې غواړي چې قطر پرېږدي او بېرته د جګړې ډګر ته وګرځي. خو کېدای شي بېرته د جګړې ډګر ته ګرځېدل به ورته یو څه ستونزې هم جوړې کړي.

یو له دغو کسانو څخه ملا فضل اخوند دی، چې په طالبانو د امریکا د برید پر مهال د پوځ مشر و او د جګړې مشري یې کوله. نوموړی ملا اختر محمد منصور یو بې واکه مشر ګڼي.

بل لور ته د طالبانو یو بل مهم قوماندان ویلي، چې د منصور ډله غواړي سرکشۍ ته د پای ټکی کېږدي، خو همدې قوماندان غربي استخباراتو ته خبرداری ورکړی دی، چې هغه ورځ لرې نده، چې که فضل له قطر څخه را خوشي شي له داعش سره به یو ځای شي.

زما ډېر کم وخت کېږي، چې له یو طالب استخباراتي سړي سره مې سر و، خو هغه اوس په استخباراتو کې ندی، بلکې د سړک پر سر میوې او ترکاري خرڅوي.

نوموړی زیاتوي: زما کور له خاورو جوړ دی او پرون شپه باران و، خو زه ورخطاء وم، چې هسې نه د کور چت مې راباندې را پریوځي. وروسته مو د قرآن کریم د ایتونو په تلاوت شروع وکړه، چې هسې نه کور را ړنګ نشي. که څه هم زه پوهېږم چې د قطر طالبان زما له ژوند څخه هېڅ خبر ندي.

د پاکستان سرحداتو ته نږدې د طالبانو ملګري وايي، موږ په قطر کې د طالبانو په استازیتوب له خبرو اترو څخه مایوسه شوي یوو.

یو بل ۳۰ کلن طالب چې د کندوز ولایت اوسېدونکی دی، وايي: هغه طالبان چې په قطر کې د خوند ژوند تېروي، که چیرې نشي کولای بېرته دې راشي او زموږ په څېر ژوند دې راسره تېر کړي. خو بیا هم د دوحې په ګرمه دشته کې اوسېدونکي طالبان باید د بحران لپاره سوله ییزه حل لاره پیدا کړي.

6 thoughts on “د طالبانو مشران په قطر کې د عیاشۍ ژوند تېروي”
  1. اللهم لک الحمد ولک الشکر
    خدایه ! دا ستا دشمنان څومره د مسلمانانو، علماؤ ، مجاهدینو، ‌‌ طالبانو په خوشحالۍ ، راحت او ستاسو په ورکړل شويو نعمتونو خفه دي.
    په دې دنيا کې څومره انسانان ستا د نعمتونو نه برخمن دي هغو ته د هيچا پام نه دى خو د ګوتو په شمېر يو څو زمونږ مشران علماء سپين ږيري په يوه اسلامي ملک کې اوسېږي ، حالانکه کورونه هم د بل چا دي موټرې هم دبل چا دي .

  2. ښاغلیه لیکواله ! یا خو چا ډالر درکړي چه تخریب وکړه او یا خو ډیر بخیل ئې .هغوی دافغان (پښتون) سیاست پوهان دي .زړه دی ده چه یو پښټون مشر دی په ډیران(طویله) کې ژوند وکړي اود یوه پنجشیري یا هزاره دپه قصرونوکې ته خبر ئې چه دګل مرجان ښځه چیرې اسیږي…؟؟؟؟

  3. ze de wahshi Taalib difaa ne kawam.

    kho de Khalide Khalid de tabsire pe taaied waa yem chi Pakhtanoo likwalo aw resa –

    nayeoo tal hasa kare chi khpal pakhtaane takhrib kri. his yewe pakhton

    Fahim Qasim de dawlat aw daarayei pe are sa wa ne wayel , kho pakhtanoo pe

    si ye likane kawali chi domra pasisay ye toil kri.

    paa te sho Sami Yousefzai ghoari, chi de talibanoo aw Afghan hakumat ter

    manz de soli khbaro mashari de Pakistaan ISI wakri. daa saray de Pakistan de

    Istikhbaarato lepare kar kawi. dai ghoari hagha paisay chi Qatar pe Talibaano

    lagawi hagha di ham de Pakistan jib te war shi.

    predai chi Talib de kha jwand maza wakri no be de soli pe qadar poh shi.

ځواب ورکول shahed ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *