ملا عمر په خرقه مبارکه کې

تاند- د طالبانو مشر ملا محمد عمر اخوند په یوه پیغام کې د افغانستان له حکومت سره د سولې د خبرو ملاتړ کړی او د هغو هدف یې «د افغانستان د نیواک پای ته رسېدل» بللي دي.

ده ویلي:«د مسلح جهاد تر څنګ سیاسي فعالیت او له سوله ایزو لارو خپل مقدس هدف ته رسېدل یو مشروع امر او د نبوي سیاست اهمه برخه ده، زموږ مبارک پیشوا حضرت رسول اکرم صلی الله علیه وسلم لکه څنګه چې دبدر او خیبر په میدانونو کې له کفارو سره په جګړه بوخت و، ورسره په څنګ کې یې د مسلمانانو په نفعه د عهد تړلو، د کفارو له استازو سره د جرګو، د پیغامونواو سفیرانو استولو او حتی په بیلابیلو مواقعو کې له محاربو کفارو سره د مخامخ خبرواترو سیاست هم عملي کاوه، که موږ شرعي لارښوونې په دقت وګورو نو وینو چې له دښمن سره لیدنې کتنې او یا په ځینو مواقعو کې سوله ایز تعامل منع نه دی، بلکې منع دا دی چې د اسلام له عالي موقف څخه تنزل وشي او شرعي اوامر تر پښو لاندې کړای شي، نو بناء موږ سیاسي فعالیتونه او دنړۍ له بېلا بېلو هیوادونو او خپلو افغانانو سره تماسونه اولیده کاته د دې لپاره کوو چې د هېواد اشغال پای ته ورسي»

ده دې ته اشاره نه ده کړې چې ولې یې په تېرو ۱۴ کلونو کې د افغانستان له حکومت سره د سولې له هرراز خبرو انکار کاوه.

ملا عمر په دې پیغام کې پر مسلمانو مشرانو ږغ کړی چې سره یوشي او تر هغو «جهاد» ته دوام ورکړي چې بهرني پوځیان له افغانستانه وځي.

ویل کېږي چې په افغانستان کې د داعش مخ په زیاتېدونکي نفوذ طالبان اندېښمن کړي دي.

د طالبانو مشر په دې پیغام کې، چې نن /چهارشنبه/ تر کوچني اختر مخکې رسنیو ته لېږل شوی، د پاکستان پلازمېنې اسلام اباد ته نژدې په مري کې د افغانستان د حکومت او طالبانو د لومړنیو مخامخ خبرو یادونه نه ده کړې.

ملا عمر په خپل پیغام کې دا تور رد کړی چې ګنې طالبان د پاکستان او یا ایران ګوداګیان دي. ده دا هم ویلي چې طالبان د عصري علومو او پرمختګ مخالفت نه کوي او په دې برخه کې شوی تورونه بې اساسه دي.

6 thoughts on “د طالبانو مشر د افغانستان له حکومت سره د سولې د خبرو ملاتړ وکړ”
  1. اي بي …
    پدى لسو کلنو کې دې ولې داخبرې نه کولې اوس چې دې مور مېړۀ دې درتۀ آمر وکړ خدا
    ى او رسول در په ياد شو مونږ دې ښه پيژنو اوس

  2. It looks like the previous administration did not want peace with the Taliban. Ghani Sahib is winning, he is smart and knows how to win the battle and he will bring peace if the so called opposition leave him, no doubt about it. Afghan people finally got the right leader, long live “Ghani Baba”.

  3. په هر حال دا یو شه اقدام ده.هرکلی یې کوو
    مڼه دي وي له ولي دي وي .کور یې ودان.
    اول پوښتنه دا ده چې ملا عمر ژوندی ده؟
    په داسي حال کې چې وروڼه او زوی یې د ژوند او مرګ په اړه بې خبره دي.د ګوند غړي یې بې خبره دي
    ملاصاحب له نامعلوم ځایه رسنیو ته پېغامونه لیږي
    یقیني کړه چې دا د ای ایس ای لوډوسپیکر ده.که یې له یوې خوا د سولي د خبرو ملاتړ کړی.له بلي خوا یې د جګړې په دوام ټینګار کړی
    دی مبارک فرمایې:چې تر څو ټول خاریجیان له افغانستانه نهوي وتلي.د خبرو تر څنګ به دمسلمانو افغانانو وژني او ځوروني ته هم دوام ورکوي.چې شه بیلګه یې په خوست کې تاسې ولیده
    د افغانستان څارنوالئ او قضایې اورګانونه له فساده ډک دي
    له امنیتي اورګانونو خاص د ملي اوردو له ځواکونو مو غوښتنه دا ده .جې صحرايې محکمي جوړي کړئ
    له نیولو وروسته یې ژر ترژره په حق فېصله وکړئ
    نور د ای ایس ای په پېغامو او شبنامو اعتبار مکوئ
    نه ملا عمر وو او نه شته

ځواب ورکول RAZMOHAMMED KAMAWALL;MY DEAR AFGHAN BROTHER &SISTERS ASSALAMOALIKUM; ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *