ملا اختر محمد منصور

تاند- د امریکا دفاع وزارت اعلان وکړ چې د وسله والو طالبانو پر مشر ملا اختر محمد منصور یې هوايي حمله کړې ده.

په همدې حال کې یوه امریکايي چارواکي وویل چې ملا اختر محمد منصور احتمالاً وژل شوی دی.

د پینتاګون مطبوعاتي رييس پیټر کوک وویل چې دا حمله پرون /شنبه/ د افغانستان پولې ته څېرمه د پاکستان په خاوره کې شوې ده.

ده وویل چې د امریکا متحد ایالتونه د حملې د نتیجو په اړه څېړنه کوي.

خو یوه امریکايي چارواکي، چې د عملیاتو په اړه یې د څه ویلو اجازه نه لرله، وویل چې په برید کې منصور او یو بل تن چې له ده سره په موټر کې سپور و، احتمالاً وژل شوي دي.

ده دا هم وویل چې دا برید د بې پېلوټه الوتکو له لوري شوی.

2دغه چارواکي زیاته کړه، دا عملیات د احمدوال ښارګي په جنوب لوېدیځ کې شوي او د امریکا د متحدو ایالتونو ولسمشر بارک اوباما په اجازه شوي دي.

په همدې حال کې رویټرز خبري اژانس د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د یوه چارواکي په قول ویلي چې امریکا د پاکستان او افغانستان حکومتونو ته د حملې په اړه خبر ورکړی و. خو ده ونه ویل چې امریکا تر حملې مخکې که وروسته خبر ورکړی.

 د متحدو ایالتونو د کانګریس غړیو د منصور پر ضد حمله وستایله.

د دیموکرات ګوند غړي ادم شیف، چې د استازو جرګې د استخباراتي کمېټې مشر دی، وویل چې د منصور وژنه به طالبانو ته یو لوی ګوزار وي، خو د دې لپاره به کافي نه وي چې د امریکا متحد ایالتونه په افغانستان کې خپلې هلې ځلې ودروي.

د امریکا د مشرانو جرګې د وسله والو خدماتو د کمېټې ريیس جان مکین وویل، په دې خوښ دی چې منصور له منځه تللی خو ده په عین حال کې د طالبانو خلاف د نړیوال ايتلاف د حملو د زیاتېدو غوښتنه وکړه.

9 thoughts on “د طالبانو مشر ملا اختر محمد منصور د امریکا په حمله کې وژل شوی”
  1. دا خوبه ډیر ښه کار شوی وی که دا لعنتی سپې مردار شوې وي. د افغانستان د مظلومو خلکو وینې يې تويي کړې وی او خدای دی وکړی چې دا خبره رښتیا وی. خدای دی دا نور هم پسې ولیږی. خدای به ددی بیګناه مظوم ولس ددی ظالمانو څخه خلاص کړي

  2. دا ارمان به ګورته یوسئ الحمدلله امیرالمؤمنین حیات دی
    دامریکا غلامان دې پداسې خبرونو سره خپل ځانونه غولوي او هغه فشار چې د عمري عملیاتو په لړ کې په مزدور رژیم او دهغه په بادارانو راغلی دلرې کیدو هڅه ده
    پدې باید پوه شئ چې داسې خبرونه به هیڅکله ستاسو مورال بایللو پوځیانو او مزدورانو کومه ګټه ونه رسوي

  3. ملایان پدی طریقه نه ورکیگی ٫ دملایانو اوطالبانو لپاره خدای بخلی مستفی کمال اتاترک په شان کس ته ضرورت شته چی د ملا او طالب مرگ حلال اعلان کری.

  4. جناب فهيم صاب داخلاقو شبکه دي ډيره کمزورې ده ځکه چي داسي نازېبا او دادب څخه ليري الفاظ درسنيو دلاري څخه خپرول دانسانيت کار او عمل نه دی ………… انسان ته الله جل جلاله قدر ورکړی دی .

  5. تاریخ ښودلې ده چې د ازادي غور ځنګ او حرکت د اشغالګرو او دهغوی د ګوډاګي رژیم په پرو پاګنده او وژنه هيڅ وخت له پښو نه غورځي او بدلون نه پکښې راځي ! د ملا عممر مجاهد (رحمت الله ) په مړينه او دملا منصور وژنه دصليبي د ترور په حمله کې دازادي په حرکت او جهاد هيڅ کوم خنډ نشي جوړولی ! اولس خپل دازادي حق غواړي اوتاريخ ښوودلې ده چې اولسونو داشغالګرو ځالې له منځه وړې او ګوډاګيانو ته یې سزا ورکړې دي!!
    ژوندي د وي طالبان وروڼه او هغوی چې له خپلواکي سره مينه لري !

    نالت په فاسدو دالر خورو او د فساد په مکروبونو چې دافغانستان حکومت ترې جوړ دی

  6. ایا طالبان افغانان یا مسلمانان دي؟ په افغان او مسلمان کې خو ډير غیرت وي، مګر په دوی کې نشته نو ځکه زما شک دی. دده په هکله امریکا ته معلومات د پاکستان ای اس ای ورکړي او دده نه مخکې د ډیرو طالبانو په اړه داسې معلومات ورکړل شوي او په نتیجه کې یې وژل شوي. خو په دوی کې غیرت پيدا نشو او اوس هم د پاکستان غلامي کوي. جاهلو وحشیانو تاسو د پاکستان لپاره د پيسو جوړلو کارخانه یاست، هم درباندې خپل ورونه وژني او هم تاسو وژني او پيسې ګټي، خو تاسو کې غیرت پيدا نشو، هغه وایي کار پوره هندو غره دا متل لکه چې تاسو باندې جوړ شوی.

  7. دا بی حده زیات بیګناه انسانان چه غیر حق مړه کیږی او خپل ګناه نه پیژانی ددغه بیګناه انسانانو قتل عظیم ا لشان ذات په قران مجید کی ورته سخته سخته جزا ټاکلی (فمن قتله مو منا متعمدا فه جزاه جهنم خا لدین فیها ابدا ) غضبا الله لعنت الله دلته که څوک رښتیا مسلمان وی خپل دین او مذهب او ایمان یی خرڅ کړی نه وی افغانستان څوک شهیدان شول څوک معیوب شول او څومره به نور دغه شوم اعمال روان وی دغه راته که څوک ووایی چه دچا په اجازه دغسی شوم اعمالو ته دوام ورکول کیږی خدای ج خو دغه اعمال غندلی او جازهیی ورته ابدی جهنم ده ټاکلی نو دلته که څوک دخدای امر نه منی هغه ته څه وایاست ؟او هغه انسانان چه ددغه شومو اعمالو غیر انسانی اعمالو فتوا ورکوی هغه ته څه وایاست (وا لله خبیروو بما تعملون ) هر څوک په هر عنوان چه افغانستان خلک او دولت کفر ګڼی هغه کفر دی رازی داسلام نه سپر جوړول بها نی کول پریږدو افغانسان جوړ کړو پاکستان ته او ایران ته سره یو شو دغه زموږ ابدی دښمنان دی.

ځواب ورکول سلیمان ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *