ملا صاحب، کلونه کېږي چې په ترکیه کې بې درکه یاست. کله چې لومړی ترکیې ته ورسېدې د سولې په اړه دې اخوا دې خوا لږ غږونه پورته کړل او بیا چې اماراتو ته د سولې د یو پروګرام لپاره لاړئ بس همغه مو شوه او بیا پسې ورک شوئ.

څرنګه چې تاسې د طالبانو د سیاسي کمېټې مشر او یاغړی وئ نو تاسو ته لږ سترګه دراوړېده چې ګوندې وي الله یې په زړه د رحم اوبه تویې کړي او نور د خپل وجدان او ضمیر په تنبه، توجیه او امر د افغانستان د سولې لپاره نه ستړې کېدونکي هڅې وکړي.

هره ورځ به خلک ستاسې لخوا زیري ته په تمه و، مګر کلونه تېر شول خو ستاسو پته ونه لګېده. یوازې په اخترونو کې د نورو په څېر یو دوه ټکي پیغام ولیکئ او بس.

اوس سوال دا دی چې ستا د غلي کېدو علت څه دی؟ آیا بېرته همغه د کراچۍ پخواني وختونه دریادېږي او په دې پښېمانه یاست چې بد مې وکړل چې د آی اس آی خلاف مې د سولې غږ پورته کړ. غریب سړی وم، خپله شوله به مې خوړه او پرده به مې کوله.

یا که د امریکا زور او ویره درپسې ده، چې که غږ دې پورته کړ نو هسې کانه به دروکړو لکه پاکستان چې ملاضعیف ته په پاکستان کې ور وکړه.

کله چې تاسو په پاکستان کې د طالبانو د سیاسي کمیسیون مشر وئ او هماغه مهال طالبانو زرګونو بېوزله او بې ګناه افغانان د اوس په شان وژل، ښايي هغه وخت مو د افغانانو وژل د اسلام لپاره بلل مګر اوس به درته ښه پته لګېدلې وي، چې دا وژنې او بې رحمۍ ټول د اسلام لپاره نه بلکې د پردیو لپاره دي. د خپلو تېرو ګناهونو د جبران لپاره باید لاس را بډ وهئ. ښايي ډېر څه ونه شئ کړای مګر یو طالب هم چې د افغانانو له وژلو منع کړئ ښايي ډېر ګناهونه دې الله معاف کړي او یا ډېر ثوابونه ترلاسه کړئ.

ملا صاحب، هره ورځ چې زموږ په کلیو او بانډو کې څه تېرېږي او هره ورځ چې په کندوز، بغلان، ننګرهار او هلمند کې بیګناه او بېوزله افغانان بې کوره کېږي او هره ورځ وژل کېږي دا انسان څه ان کاڼی هم ژړوي.

طالبانو ته وايم چې که تاسې مخالف لوری کافر بولئ، ګوډاګی یې بولئ، د امریکا او غرب غلام یې بولئ ویې بولئ مګر تاسې د دې ولس لپاره څه وکړل؟! په تېرو پنځلسو کلونو کې له وژلو، قتلولو، ډارولو او نیولو، له تعلیم او تحصیل څخه له منع کولو پرته یوه کارنامه را وښایاست چې تاسې طالبانو دې ولس ته وړاندې کړې وي؟. امریکا خو همداسې څوک غواړي چې اخ او ډب جوړ کړي څو دوی ته د پاتې کېدو پلمه پیدا شي.

طالبانو تاسې خو هر څه د اسلام په نامه کوئ. آیا د دې مظلوم ولس دا ناوړه حالت اسلام ته د منلو وړ دی!؟ آیا اسلام همدا وايي چې تاسې د خپلو جګړو لپاره بېوزله مظلوم ولس همداسې وځوروئ او همداسې یې در په در کړئ!؟ له علم او تحصیل څخه منع کړئ. همدا اوس ستاسي تر واک لاندې سیمو کې ۷۰۰ ښوونځي بند دي!! دا ښوونځي نه په پنجشیر او نه هم په بامیان کې دي بلکې په هغو ساحو کې بند دي چې تاسې پرې واک چلوئ.

ملا معتصم صاحب او هر طالب چې په زړه کې یوه ذره ترحم هم ولري باید نور د دې وضعیت دوام ونه زغمي. تاسې چې ځانونه د افغانستان اصلي او حقیقي بچیان بولئ نو په امریکایانو او نورو ملامتي مه اچوئ بلکې په خپله هغه څه وکړئ چې دغه ولس ته یو څه آرامي را وستلی شئ.

36 thoughts on “د طالبانو ملا معتصم اغا جان ته/ محمد هلال سمسور”
  1. مننه سمسورصیب که رانزدې وای نو مې درته دګوړې تورچي درته تیاره ولو ،خومتاسفانه چی رانه لیرې یاستو…کنا
    اودرته وايم چي نور تمه موله ټولوختلې ده …ځکه چي دوسولې په مفهوم اوګټوپوهیدل هم دعقل کاردی سمسورجانه زنده بادخونه پوهیږم چی اغاصیب چاربیرولی دی اوکه موقع ته ګوري ،خونوراولس له وسله والو ستړی شوی له بهرنیانوستړی شوی دی.
    بایداغاصیب که چرته وي ددې مظلوم ولسي اوددې بې واکه هیواد په اړه دي دقربانۍ قدم کښیږدي

  2. طالبان به کله دجګړې له ډګره مسلمانان راوګرځوی دوی اوس داکاریوه پيشه ګرځېدلې ده …اغاصیب دي یوفکرغوځښت په کارواچوي اویادي د دوی مشران پوی کړی.

  3. محترم سمسورصیب او اولیدونکواولوستونکو سلامونه اونیکي هیلي ..
    تاسوښه مهرباني کړې خو دهیواد واګي دبهرنیانوپه لاس کې دي ملااغاجان اخند خو پاکستانيانو په کراچي وویشت همدايي ګنا وه چي نوموړی پوهیدی خو د دوی هسي کسان نه خوښیږي چی مذهبپال وي یاوطنپال وي اویا پوهه ولري.الله ته به زارۍ کوو

  4. اغاصیب دالله لپاره دقربانۍ میدان ته راودانګه نورهیواد اوملت دواړه تباشوی دي طالبان هم اوس هغه طالبان نه دی چي موږ یي انتظار وکړو .

  5. موږ نور په مذهبي اوجهادي خلک اعتبارنه شوکولای تاسو فقط طالبان کرار کړی وطن نور ډیردی چي جوړ یی کړی

  6. سمسورصیب ښه ارزونه کړې اوډيرمعقول دلائل اوشخص يې انتخاب کړی الله پاک دی وکړي چي همداسی وشي ،ترڅودهیواد راتلونکی مو روښان مذهبي اوملي ارمانونه موپلی شی.مننه سمسورصیب

  7. وروره امارت راتلونکی دی لږ انتظار غواړي هلمند ننګرهار کندز اوځيني نور ولایتونه یوپه بل پسی دسقوط په حال کې دي نوربه جګړه ختم شی دپخواپه ډول به امن او امان وي.

  8. اسلام څلورسوه کاله مخکې موږته د زده کړې او سوله یز ژوند کولو امرکړی او دعامه پوهاوي په برخه کې هرځوان، عالم اوعام کس مسول دی، چې دسولې له پاره کار وکړي.”

  9. سوله اوثبات په علم اوپوهې پورې اړه لري،که دافغانستان خلګ غواړي دباثباتې ټولنې خاوندان شي نوکوچنيان اولويان دې وهڅويم
    چې علم او پوهې ته مخه کړي.
    سوله او ثبات په علم او پوهې پورې اړه لري، افغانانو ته پکار ده، چې واړه او زاړه ټول په علم او پوهه سمبال شي، ځکه بې له زده
    کړې سوله نه راځي او خارجیا ن هم افغانستان ته سوله نه راولي.
    یعني سوله په فکري ډول غواړو ترڅو خپله توپک کښېږدی

  10. خیرنورو ملګرو هم ښې څرګندونې کړې وي خو دومره وايم چي دبهرنیانو په شتون کې سوله له امکان څخه لیري ده اغاصیب دي اول دبهرنیانو حضورممنوع الوطن اعلان کړي اوبیرته راتګ دي ممنع الدخول اعلان کړي

  11. یوه لنډه غوښتنه که معتصم اغا اوحکمیتارسر ه یوځای شي اویا دابه عقل اواسلام څخه لیري خبره وي ځکه چي دواړه فکري حرکتونه نسبت ترنور ډیرلري.

  12. دسیمې په کچه ځیني هیوادونه دبرلاسي په موخه ډیرله پخوا څخه په دی هڅه کې دي چې په افغانستان کې دبي ثباتي فضا دخپلو ناوړه پلانونو او اهدافو لپاره جاری وساتي او نه غواړي چې افغانان دسولې او امن په فضا کی سوکاله او ارام ژوند وکړي دوی په دي فکر دکې دي چې دافغانستان دلاری خپلی پراختیا وي دسیسی عملي کړی خوتاریخ په ډاګه کړی ده چی دغه ډول شوم اهداف او دسیسي کومه پایله نه لری او دفغانستان دبی ثباتي سره د ټولي سیمي بی ثباتي مستقیمه اړیکه لری
    داچې زموږ هیواد دنړیوالو او سیمه ایزو هیوادونو دلاس وهنوله امله د تیرو څه باندی څلورو لسیزو راهیسی دبی ثباتی سره مخ دي بلاخره ددی ستراتیژیکی نقطی بی ثباتئ سیمی اونړی ته هم سرایت وکړ . ځکه وایی چی افغانستن دآسیا زړه دی او ددی هیواد بی ثباتئ سره ټوله قاره بی ثباته کیږی .
    دا بي ثباتې او نا امني دافغانستان نه بلکه دسیمي اونړیوالو مغرضو هیوادونو خپل محسول دی.
    نوټولې اسیاته په کارده چی دا اور راسره مړ کړي اغاصیب څخه مننه کوو چي په دې تکل راپاڅېدلی دی.

  13. موږ دامریکا یانو په شتونکې سوله نه غواړو ځکه چی دادتسلیمي معنی ورکوي هرڅو شهیدا کیږی اوکه هرڅه کیږی بیابه هم له اشغالګروسره جنګیږو.

  14. دوستان دنړی په هر ګوټ کې غوره کیدلای شي خوګاونډیان نشی غوره کیدلاې او نه هم ګاونډیان بد لیدلای شی نو ځکه په سولیزو او ښو اړیکو کې ګاونډیان دعمومي سوکالۍ لور ته ځی او باید دی ټکي ته زیات پاملرنه وکړي.
    څرنګه چی پوهیږو لمړي دشوروی اتحاد ښکیلاکې ځواکونو دتیرو څلورو لسیزو په لومړيو کې زموږ په هیواد لښکر کشي وکړه نورو لری اونژدي ګاونډیانو او نړیوالو زبر ځواکونو ته یي په دي هیواد کې دلاس وهني لپاره لاره خلاصه او زمینه یی ورته مساعده کړه .
    په همدی وخت کې دامریکا ،عربستان سعودی په مالی او دپاکستان دفوج په تخنیکی ، لوژستیکی او بشری همکاری دپردیو استخباراتی کړی دجهادي تنظیمونو دتمویل او تجهیز په جامه کې د دی هیواد پولو ته راداخل شول.
    هماغه وه چی دجهاد دبریا وروسته دګاونډیانو دمداخلو او په داخل کی دهغوی دجاسوسانو په تربیه کولو سره ددی هیواد دبدبختي ورځی پیل شوی دڅلورولسیزو دتیریدو څخه وروسته لاهم دا هیواد ددی ناخوالو سره لاس اوګریوان دی .
    بلاخره روس شکست وخوړ په ظاهر کی مجاهدینو خو حقیقت کی امریکا ( )او دپاکستان ( ) په خپلو پلان شوو اهدافو کي کامیاب او خپلو شومو اهدافو ته یی دخپلو روزل شویو ګوډاګیانو په اساس چی مختلفو تنظیمونوکی یی ځآی پرځآی کړی وه لا پراختیا ورکړه او لاهم ددوی لاس وهنه جریان لری .
    غواړو چي کله اغاصیب په دې هکله کله هم قدم پورته کوي نودې نکتې ته په پام سره .

  15. افغانان سولی ته اړتیا لری او سوله غواړی خو نړی او ګاوڼدیان بیا ددی سیمی په بی ثباتی کی خپل خیر وینی مګر داسی نه ده ځکه ددی سیمی ثبات څوکالي او په پښو دریدل دنړي لپاره دزیان پر ځای ډیر فوائید درلودلای شی .
    دسوله معنا او مفهوم دجنګ نشتوالی ته سوله وایی یا دفکری او دماغی ارامتیا شته والی چی دژوند دستونزو سره په کلکه مبارزه وکړه داخپله سوله ده
    پوی شواست کنه

  16. هغه اشخاص سولی ته لبیک وایی چی دمظلوم ملت مادی او معنوی ګټی ورته مقدمی وی تیری څه باندی یوی لسیزی وخوده چی پاکستان ،امریکا او طالبانو ګټی په سولی سره نشی ترلاسه کیدای که نه دارمریکا یی ځواکونو او ناټو دزیاتو هڅو او مصارفو سره پر مبنا امریکا او برتانیی ته دهغوی دتاریخی لاسپوڅی هیواد پاکستان رام کول کومه مشکله خبره نه ده .
    سوله یو نیک او ښه نوم دی سوله دالله تعالی په ځمکه دبندګانو لپاره دالله له لوری یو بی ساری لوی نعمت دی او دبندګانو ورته هر وخت اشد ضرورت دی سوله لمړی دافغانستان بیادسیمی او بلاخره دنړی ضرورت دی ځکه زموږ هیواد دنوری نړی جز او غړی دی زموږ په هیواد کی متاسفانه زورو او په نوی او عصری تکنالوژی سمبال اړخ جنګ ته ترجیح ورکړی چی دوینو تویلو ،خرابئ پرته بله لاسته راوړنه نه لری دسولی لپاره باید روانه نظامی ستراتیژی په سیاسی ستراتیژی واوړی او روانی کشالۍ ته سیاسی حل لار ولټول شی .
    داچی دافغانستان اقتصاد،زراعت ،مالداری ،برق اوصنایع دډیرو دوامدارو جنګونو په اثر لمینځه تللی اونور دسولی پروسی دکامیابیدو سره سم باید نوموړی بنیادی ضرورتونو ته خاصه پاملرنه وشی او دتیر په څیر بیا همداسی منزوی پری نښودل شی بلکله دسولی ترڅنګ اقتصاد،زراعت ،مالداری،صنایعو او نورو برخو کی باید داهیواد په پښو ودرول شی بی کارۍ ته دپای ټکی کیښودل اودیو په ځآن بسیا هیواد په څیر په سیمه کی تبارز وکړی دلته ده چی بیا به سیمه او نړۍ ددی ستراتیژیکې نقطی څخه هیڅ دخطر احساس ونه لری .
    نوسمسورصیب ښه مهرباني کړې ده اواغاصیب هم ښه په واک کې سړی دی الله دي وکړي چی ستاسوپه چیغه راوپاڅي .

  17. دپاکستان دملي امنیت متقاعد سلاکار دافغانستان لپاره دملګروملتونوله ځانګړي استازي سره په لیدنه کې ویلي چې هیواد یې هڅه کوی څوطالبان د افغانستان دولت سره دسولې خبروته وهڅوي.
    ناصرخان جنجو ویلي چې افغانستان کې سوله دپاکستان لپاره مهمه ده اوپاکستان کې به دسولې اوثبات لامل شي.
    دغه متقاعد پاکستاني چارواکي ویلي چې افغانستان کې دپاکستان ضدتبلیغاتوپه اړه اندېښنه لري اوویلي ېې دي چې دافغانستان خلکواوچارواکولخوا داډول څرګندونې کولی شي ددواړوهیوادونوترمنځ داړیکو دترینګلتیا لامل شي. نوموړي ویلي چې دافغانستان دولت په مشرۍ دسولې بهیر دسولې سیاسي بهیر ، افغانستان کې ددوامداره سولې اوثبات لپاره یوازینۍ ټاکنه ده.
    نوموړي ویلي چې پاکستان په دې برخه کې پرخپلې ژمنې ولاړ دی اوپه دې برخه کې له چین اوامریکاسره هڅوته دوام ورکوي.
    دپاکستان دملي امنیت متقاعدسلاکار ، دافغانستان لپاره دملګروملتونوله ځانګړي استازي په لیدنه کې ویلي چې هیوادیې هڅه کوی څوطالبان دافغانستان دولت سره دسولې خبروته وهڅوي.
    اوس نوته کز پرکښېږده چي دوی څومره څالاک اودلاک خلک دی ،دوی ددې لپاره دسولې بهیرپیلوي چي دسولي غوښتونکي معلوم کړي ،ترڅوبیايي دمعتصم په ډول ترور کړي اویا يي له صحنې لیري کړي اویادسولې په نوم پروسه یوه نمایش ډول ډراماتیکه خدعه کړي .
    عجیب ناډول اشخاص په افغان دولت کې زېږېدلي دي څوځلې خطاشوی بیاهم خطا شي دوی چي دومره کولای شي طالبان خبرو ته راوستلای شي نوجګړه همدوی کوي خودوی سره دي خبرې وشي.

  18. په پاکستان کې شپې په هلمند کې جګړې په قطرکې پتاسي
    دمثلث به څوک جوړکړې که یا؟
    پاکستان هلمندقطر
    داعش طالب القاعده
    امریکا ناټواروپا
    چین ایران روسیه
    کرزی غنی عبدالله
    داټول خپلې ګټې وټې لټوي ایاکیدای شي چي سوله راشي او ددوی ګټې دي خوندي وي؟

  19. سمسورصیب ښې خبرې ته دې پام شوي اواغاصیب په لومړي ځل ریښتاهم داسي انګیرل چي بس یوه چیغه غواړی کاربه ټول وسي خوبایدووایوچي سوله ترجنګ ګرانه تمامیدای شي ځکه چي سوله کې سړی ترهدف هم تیري اوترشخصیاتوهم اوس به طالب ترقدرت تیرشی که اشرف غنی خودواړه نه بلکي یوه ملي روغ جوړه به داوي چي طالبانوته دنوروملکرپه ډول یوه فکري مادي ورواغوستل شي چي حدیبه کې هم داسي جګړې اوسوله شوی تاسوسیرت ته مراجعه وکړی تاسو دګټې اوزیان کچه معلومه کړي تاسو دملت ارزومعلومه کړۍخواغاصیب تاسو ضرور یوڅه کولای شي ځکه چي تاسو ته اوس تجریبه شوی اوملت اوطالبان کي ځای لري نوبیایدلاس ترزنې نه کښنۍ.

  20. هههههه سمسورصیب معتصم ته معتصمه چيغه کړې ده خوهغه خدایزده چرته دپیل غوږ کې ویده شوی وی دکهف ملګري یي پیداکړی وي.

  21. محترم سمسورصیب په ۲۰۱۴کې داغاصیب په طالب نیوزویب پاڼه داخبرخپورشوی ؛چین ویلي چې دافغانستان ثبات او په دغه هیواد کې دسولې ټينګښت دچین لپاره ډير مهم او دارزښت وړ دي.
    په کابل کې دچین سفیر ډينګ ژیجون وایې چې دافغانستان ثبات او په دغه هیواد کې دسولې ټينګښت دچین په ګټه او چین ته ډير مهم دي .
    ښه ترچین به زموږ لپاره بل بې طرف ګاوندی اوقدرتمند هیواد وي کنه ولي تاسوله دې لارې کارنه شي کولای همدايي بیا هم لاره ده خونورګاونډیان نه

  22. داسي مالومیږي چې د ښاغلي معتصم خوله هم هغو کړیو وربنده کړه کوم چې په افغانستان کې له سولې سره دښمني لري.
    وروسته له هغه چې نوموړی په اماراتو کې بندی شو هڅې یې ټکنۍ شوې فکرکوم هلته امریکایي یرغلګرو او پاکستاني استخباراتو له خپله اثر او رسوخ څخه کار واخیست .
    خو بیا هم له نوموړي څخه هیله کیږي چې د ده په شمول ټول هغه طالب مشران چې د پاکستان له سیاستونو سره خلاف دي او د آی ایس آی له منافقتونو او پټو دسیسو څخه خبر دي باید پر هیواد او هیوادوالو رحم وکړي او رامیدان ته شي او خپل فرض ادا کړي.

  23. معتصم اغا زه ډېر له نږدې پېږنم ، رښتینی، هیوادپال او د ولس په درد دردمن مشر دی.
    باوري یم چې د هیواد او ولس په ګټه به هر رنګه هڅې وکړي داچي نن صبا یې د چوپ روژه نیولې ممکن حالات او شرایطو اړ کړی وي خو په هر صورت باید خپل مسئولیت اداکړي هیواد مو نن صبا د ده په څېر رښتینو او هیوادپالو طالبانو ته اشد ضرورت لري ، همدا دوئ دی چې د پاکستان په منافقتونو او د آی ایس آي په رذالتونو تر هرچا ښه خبر دی او تر هرچا یې په مخنیوي کې ښه رول لوبولای شي.
    الله دې توفیق ورکړي چې خپل ذمه واري وپېږنې او د خپل کړیدلي ولس لپاره د ښه راتلونکې لپاره لاس په کار شي.
    قاسم جان له کندهاره

  24. ولی نه سمسورصیب الله پاک دي درته نورهم دښه فکربدله درکړي که همدا وشي طالبانوته به هم په کې ځای پیداشي اودولت به هم په ارامه شي.

  25. موږ به ترهغو جهاد مبارزه کوو ترڅوبهرنیان او ددوی مزدوران وي تاسو ته دسولې ضورت نه شته خوکه مشران هرڅه وغواړي چي دوی خیربولي نوکیدای شی

  26. یاره تاندخوهسي دي لکه خړې اوبه هرڅه په کې اچوو هغه ورکیږي …داغاصیب په هکله مې تبصره لیکلې وه اوس نشته …بیابه داتانوونه ګورو

  27. دسولې احتمال اوس نشته ځکه چي طالبان په زورکې دي چی پردوی ځمکه تنګه شي بیاخپله سوله کوي بیا دي اغاصیب له هغې موقع استفاده وکړ.

  28. ملګرو په سوله مو هم نه پریږدي شمالي ټلواله د دولت په ټولواداري اوپخي نظام کې منجل شوې کیدای شي چي هلته به بیا سیاسي مشکلات اوسیمزاړدوړ وي.

  29. یاالله موږ افغانان نه شوپوی کولای چي په جنګ کې زموږ ګټه ده اوکه په سوله کې ته يي پوی کې الله ..څلویښت کاله تیرشوهرمشرراباندښه مشري وکړه خوبیایي موږ په یاد نه شو..

  30. سوله دپاکستان په پراپرټي کې نه شي کیدی خپله دي افغانان سره وویني هرڅه وشي ځکه چي جنګیالي هم نه غواړي چي جګړه وکړي هسي یوه بانه لټوي خوله یوه سره پنا سره .

  31. هره ورځ به خلک ستاسې لخوا زیري ته په تمه و، مګر کلونه تېر شول خو ستاسو پته ونه لګېده. یوازې په اخترونو کې د نورو په څېر یو دوه ټکي پیغام ولیکئ او بس.
    ههههه په اغاصیب يی ناشوني سوال کړی اوپرځای به وي چي نوموړی ولي غلی دی سره له دې خبرې چي همدا دسولې وخت دی چي جګړې زیاتي شوي اومرګ ژوبلې هم.

  32. اغلوراغلوښاغلو
    ستاسوښه نظرونه دي مګربیادرباندې داعتراض کوم چي تاسو ټول ولي سپینې مامدیني نه شی کولای اغاصیب دي یوځل دهیواد په غیږکې واړوي بیادي دې دسولې پروسه پرمخ بوځي دوی که ریشتیاکولای شي نوهمدا به دافغانانودقناعت وړ هم وګرځي اوله ځآيي مشرانوسره همږغی شي.خوزماپه فکرچي لویه جرګه راونه بلل شي دامسئله نه شي حل کیدای همداخلک دي دلويې جرګې غوښټنه وکړي..البته دامې نظر ده راته په قهرنه شي نورکه نه وي دبیان ازادي خوپټه شته

ځواب ورکول لټون ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *