محمد عاصم صميم

د تېرې جمعې په ورځ (۸ – ۲ – ۱۳۹۶ه ش) افغان طالبانو خپل پسرلني عمليات رسماً پيل کړل او دغه سږني عمليات يې د خپل دويم مشر شهيد ملا اختر محمد منصور نامه ته منسوب اعلان کړل.

د تېر کال عمليات هم طالبانو خپل لومړي مشر مرحوم ملا محمد عمر مجاهد ته منسوب کړي وو او د «عمري عملياتو» په نوم یې پای  ته ورسول. دا چې د طالبانو تېر کلني «عمري عمليات» څومره کامياب او څومره نيګړتياوې يې درلودې، دا بېله موضوع ده او د دې ارزيابي به هر چا ته معلومه وي. خو د طالبانو سږني عمليات له پخوانيو عملياتو سره يو څو ټکو کې فرق لري:

۱ – مخکې کلونو کې خو ټول عمليات د مرحوم ملا محمد عمر مجاهد تر قوماندې لاندې پيل کېدل، بيا تېر کال د شهيد ملا اختر محمد منصور تر قوماندې لاندې خپل مخکني مشر ته منسوب د (عمري عملياتو) په نامه پيل شول؛ خو دغه عمليات د نوموړي په مشري کې سره ته ونه رسېدل او د طالبانو نوي مشر ملا هبة الله اخندزاده يې پاتې کال تر وروستي پړاوه ورساوه. اوس بيا «منصوري عمليات» د يو نوي شخص «ملا هبة الله» په مشرۍ کې پيل کيږي، نو ځکه کېدای شي له پخوانيو عملياتو سره څه نا څه فرق ولري: الف – يا به خپل ټول پام نظامي هڅو ته خاص کړي.

ب – يا به خپل سنګر بدل کړي او له سوله ايزې لارې خپلو موخو ته رسېدل به مهم وګڼي. ج – يا به داسې جامعه تګلاره غوره کړي چې هرې برخې او شعبې ته به پکې له خپل ارزښت سره سم ځای ورکړي. يعنې هم خپلې نظامي هڅې پر مخ يوسي، هم سياسي، دعوتي او ټولنيزې.

۲ – دا ځل «منصوري عمليات» په داسې پړاو کې پيليږي چې وار دمخه لا د حکمتيار په مشرۍ حزب اسلامي خپل سنګر بدل کړ، له نظامي هڅو يې لاس واخيست او پر ځای يې له سوله ايزې لارې خپلو موخو ته رسېدل د وخت مهمه تقاضا وبلله. اوس به نو ګورو چې طالبان په ممکنه دريو تګلارو کې کومه يوه غوره کوي.

۳ – سږ کال له پاکستان سره هم زموږ تګ راتګ او اړيکې ډېرې سختي شوې. هلته موجود مدارس چې پخوا به له طالبانو ډک ؤ اوس د پاسپورټي سيستم له امله ټول شاړ دي، همداراز هلته د طالبانو څه نورې حلقې، مرکزونه يا هغه مشران چې کورونه يې پاکستان کې ؤ؛ خپلو هڅو ته د پخوا په شان دوام نه شي ورکولای.

۴ – سږ کال داسې امکان هم ليدل کيږی چې د طالبانو له خوا يوازې نظامي هڅو ته دوام ورکولو او سولې ته بالکل بې رغبتي درلودلو په حال کې به ولس هم ډېر ناراضه شي. ځکه وموليدل چې حزب اسلامي له سولې کولو وروسته د ولس له ډېر تود هرکلي سره مخ شو، ان تر دې چې هغو کسانو هم له دې پروسې ملاتړ وکړ چې نه ورسره د اسلام غم ؤ نه د حکومت، خو د امنيت او پرمختګ لپاره يې دغه هڅې ډېرې ګټورې وبللې.

موجوده صورتونو ته په کتلو سره طالبانو ته کومه تګلاره لازمه ده؟ د طالبانو له نويو عملياتو سره سم دفاع وزارت اعلان وکړ چې د جګړې پر مهال عامو وګړيو ته د ضرر نه رسېدو لپاره يې ډېرې ښې تګلارې ټاکلې دي او د ضرورت پر وخت کې به ډېر ژر له ايتلافي ځواکونو مرسته غوښتل کيږي.

حکومت خو دا دی د سولې په هکله هيڅ ونه ويل، وار دمخه يې لا د جنګ تابيا نېولې. خو ايا جنګ نور په ګټه دی که په تاوان؟ او که جنګ کيږي بايد له چا سره وشي؟ دا دوه هغه پوښتنې دې چې طالبان بايد په پوره غور سره په دې اړه خپله پرېکړه وکړي. جنګ خو که داسې روان وي لکه اوس چې روان دی، نو په پوره يقين سره ويلای شو چې نه به طالبان د حکومت په نسکورولو بريالي شي او نه به حکومت د طالبانو په له منځه وړلو. ځکه د طالب او پوليس مقابله له ارګه ډېره لرې په کليو کې روانه ده او هغه هم په داسې بڼه چې له هرې خوا د وسله والو له وژل کېدو وروسته فوراً هغې سيمې ته نور وسله وال ورلېږل کيږي.

نو معلومه شوه چې دا جګړه به همالته په کليو کې همداسې روانه وي، ځکه دواړو خواو ته ډېر وسله وال پنډ دي او هره ورځ د بې روزګارۍ له امله ډلې ډلې ځوانان دواړو خواو ته روان دي. نو لازمه ده چې طالبان د وخت له غوښتنې سره سم يا بالکل له سوله ايزې لارې خپلو موخو ته ځان ورسوي، يا يوه داسې جامعه او معقوله تګلاره غوره کړي چې هره شعبه يې ولس ته د منلو او د هېواد په ګټه وڅرخي. يعنې نظامي هڅې يې بايد په دې ډول وي چې: له کليوالو پوستو لاس واخلي، د يوې خاصې سيمې او قلمرو له نيولو ډډه وکړي او جګړې ته په داسې ډول دوام ورکړي چې حکومت سره د عمومي جګړې پر ځای په هغوی کې تقسيم وکړي، هغه کسان چې حکومت پرې ولاړ دی او حکومت کې دننه هم د اسلام ضد هلې ځلې کوي؛ هغوی دې په خپل لومړي هدف کې ونيسي، هغه کسان چې حکومت کې رتبه هم لري خو د کوم پردي هېواد ايجنټان وي او ټولې کړنې يې د هغوی پر ګټه څرخي؛ دا دې په دوهم قدم کې راونيسي او هغه کسان چې د خپل ولس له کلتور او ملي ګټو سره جګړه کوي ورپسې دې هغوی راونيسي. بيا که له دې وروسته نور هم داسې خلک پاتې شول چې په لار نه سمېدل ورپسې دې بيا هغوی هم راونيسي. نو که طالبان خپلې جګړې ته داسې سيستم جوړ کړي نو تر ډېره به يې هڅې بريالۍ او زر نتيجه ورکونکې وي. او په کليو کې بايد طالبان د جګړې پر ځای دعوت وچولوي او په دې توګه ورو ورو کلي او ولسوالۍ د خپلې لارې تابع کړي.

ګاونډيانو او نورو هېوادونو سره دې داسې اړيکې ولري چې د دوی ازادي تر پوښتنې لاندې رانه ولي او بالآخره دې ورو ورو په ټولنيزه کچه ځان يو کامياب او بريالی جهت معرفي کړي. دا تګلاره يقيناً طالبانو ته د بريا څرګنده لاره ده، ځکه ټولو دښمنانو ته هيڅوک په يو ځل ټټر نه شي وهلی. که د نبي کريم صلي الله عليه وسلم سيرت مطالعه شي، نو خپله به دا مطلب ترې حاصل شي چې د دښمنانو تر منځ هم وېش لازمي دی. نبي عليه السلام له ځينو قبيلو سره سوله کړې او له نيمو سره يې جګړه کوله، خو اصلاً يې ټول تر خپل هدف لاندې نيولي وو او ورو ورو يې بالآخره ټوله جزيرة العرب تر خپلې ولکې لاندې راوسته.

One thought on “د طالبانو «منصوري» عمليات به څومره بريالي وي؟”
  1. د منوصوري عملیاتو لویه موخه: د افغانستان ویراني، د مسلمانانو وژنه، دمکتبونو بندول،د خلکو په تیارو کې پاتې کېدل او په پایله کې د اسلام د مقدس دین بدنامه کول دي

ځواب ورکول dawud ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *