بصیر عاصم  
د امریکایانو په باب دا ویل کیږي چې یو ځل څوک نه را نیسي (پیري)  خو را نیسي یې هم د هغه اهمیت ته په کتو په لوړ قیمت يې رانیسي خو بیا یې تر هغه چې د دوی په زیان نه وي نه غورځوي  . موږ دلته په اففانستان کې ښه مثالونه لرو چې امریکایانو په لوړ قیمت رانیولی دي ان دوی ته د زیان په صورت کې یې هم هغوی ته د زیان رسولو ځان لیری ساتلی دی.داچې څوک پر نړۍ واکمنی کوي د یو داسي کړنلارې توقع هم ځني کېدلای شي چې  څنګه نورو ته پر امریکا د باور او ډاډ احساس  ورکړي او د یو داسي دوستانو په څېر ځانونه ور معرفي کړي چې ان د نه همکارۍ په صورت کې هم دوی ته دوست دی او یا د نه همکارۍ په صورت کې د انتقام هیڅ اصل نه لري.
پاکستان چې تل د غرب بلخصوص د امریکا تر تاثیر او مستقیمي غلامۍ لاندی پاته شوی دی د بادار د کړنلارو پر خلاف  د ملي ګټو د ساتلو په هدف د داسي لارو چارو کار اخلي چې نه یوازې په سیاسي ، جغرافي ډګر کې یې سختي ماتي لیدلی دي ورسره په اقتصادي توګه یې هم ځان د نړۍ په ورسته پاتو کې خپل ځای نیولی دی .
دوی بیله دې چې  د یو کلي معقولو اصولو په چوکاټ کې عمل او کړنلاره جوړه او تعقیب کړي په ډېر بیباکه او غیری معقوله  توګه  جزيي مسایل تعقیب او پر اساس یې عمل کوي. دوی د اففانستان پر خلاف جګړه کې داسي یاغي طالب مشران له منځه یوړل چې د دوی سره به یې په ډیرو لږو جزيي مسایلو اختلاف درلودی حال داچې هغوی د دوی د پاره د خپل وطن پر ماشوم، بوډا ، ښځو ، او ځوانانو یوه زره رحم ونه کړ  یوه منظمه د قتل عام پروژه یې مخ ته وړل.
داچې دوی  په خپل لاس د جوړ سوی امارت او د هغوی د سفیر او افرادو سره وکړه ټولو ته معلومه ده خو د دوی ورستیو احمقانه کړنو تر هغه لا ډېر د عقله لیري ده چې مخکې یې کړی وه. دوی هغه ویاندویان چې د دوی لپاره په بصری ، صوتی او ټولنیزو رسنیو کې د  سفیرانو رول لوباوه او د ترهګرو د هر قتل عام عملي اقدام یې به یې توجیه کاوه یو په بل پسي د ترور هڅې پیل کړې چې ځني یې ناکامه او تر دې وخته یې یوه کامیابه شوه هغه هم یوازې ددې د پاره چې افغان حکومت  بدنامه ، د سولې پر وړاندی بې ارادې او د بیان د ازادې په نه رعایت تورن کړي. هغه هڅه چې پاکستان یې د یادو اهدافو په خاطر کوي که ډېر اغېز هم ولري خو د افغان ولس او نړیوالې ټولنې ته د نه امنیت په خاطر  به لږ ډېر بې اهمیته وي خو پاکستان به  د خپلو دغو وفدارو ملګرو وژل جبران نه کړای سي چاچې د دوی د ګټو په خاطر شپه او ورځ پر ځان یوه کړې وه .
ریاض تسنیم وایي
 په دوی به په کومه خوله تپوس د خپلې وینې وکړي
دا چې په خپلو قاتلانو عاشـــــــــقان دي خلګ
بصیر عاصم
One thought on “د طالبانو پر ویاندویانو ورستي بریدونه‎”
  1. ښائسته او واقع بینانه لیکنه ده
    زه له هره نظره یو مُفلس کس یم
    بد خواړه او بده هوا او سوری جیب او ناروغی او ځینی خواشینی کوونکی شیبی او ناخوالی می ډیر نه ځوروی
    خو
    د منطق او تعقل او واقعیت څخه د لیری خبری اوریدل می بد ځوروی البته بل چا ته هم اجازه ورکوم چی زما د غلط منطق په وړاندی هم بغاوت وکی
    ځینی وخت ځینی تلویزیونی بانډارونه ګورم کوم چی په شمشاد یا لمر یا طلوع کی د دوو درو میلمنو په ګډون تر سره کیږی
    د ځینو رابلل سوو کسانو فکری موضع را ته د هضم د زغم تر کچی وتلی وی او اکثراً ددوی بیانونه دومره را ته احمقانه وی چی د خښم او عصبانیت له وجی د کنداری سپین سرانو او بوډاګانو د کنځاوو یوه کاپی تر خوله را وباسم او د تلویزیون خونه زړی ته ور پرېږدم او ولاړ سم په دالانچه کی کښېنم او کتاب متاب یا لپ تاب مپ تاب را واخلم
    خبره می دا وه چی
    طالب او د طالب شتون یو تریخ واقعیت دی امّا په تلویزیونونو کی د ځینو کسانو بیانونه د طالب په طرفداری ډېره احمقانه بڼه لری
    همدا د چهارشنبه ماښام د شمشاد په ننداره کی دری کسان را غونډ وه
    د یو کس نوم ……..هوتک ؤ
    د تئاتر د لوبغاړی غوندی په تصنعی احساساتو ئی غوښتل چی لیدونکی او اوریدونکی د اتلس کاله مخکی د تئاتر د صحنو جعلی څرنګوالی د اصلی څرنګوالی په بیه رانیولو ته وهڅوی
    ډیر احساساتی ګډ ؤ البته بیان ئی د تناقض څخه ډک ؤ
    د پروګرام څښتن چی ډېر نجیب او شریف شخص ښکاری هم لیاره ترې ورکه سوه البته په منځ کی ناست کس تر ډیره آرام او متین صحبت تر سره کړ امّا جنرال صاحب چی زما ئی نوم هیر سو صحبت کولو ته ډېر وخت نه درلود ځکه د مثبتی دیکتاتوری( د هغه په وینا) پر څوکی ناست او په اتلس دقیقی کی ئی د هیواد ټول مفسد لوړ پوړی چارواکی یا اعدام کړه یا تبعید البته د منځ کس چی نوم ئی را نه هیر سو د جنرال صاحب پلاس د اعدامونو د حُکم اسناد پدی اتلس دقیقی کی د نړیوالی ټولنی او بشری حقوقو د مرکزونو غوږونو ته ورسول
    په هره توګه
    د طالب او د طالب د کړنو تائید او توجیه د زړورو کسانو کار نه بلکه د متهورو کسانو کار دی

ځواب ورکول غلام حضرت ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *