عمران خان او ملا عبدالغني برادر

تاند- (جمعه، د میزان ۱۲مه) د ملاعبدالغني برادر په مشرۍ د افغان طالبانو د قطر د دفتر پلاوي د پنجشنبې په ورځ ناوخته د پاکستان له صدراعظم عمران خان سره ولیدل.

جیونیوز تلویزیون د ناڅرګندو سرچینو په قول وویل چې د پاکستان صدراعظم له طالب پلاوي سره په کتنه کې وویل چې په افغانستان کې د سولې پر اړتیا ټینګار کوي او باور لري چې په دې هیواد کې سوله د سیمې له سولې او ثبات سره مرسته کوي.

ده همداراز ډ‌اډ ورکړ چې اسلام اباد به په افغانستان کې د سولې لپاره خپلو هلوځلو ته دوام ورکړي.

خو تراوسه پورې پاکستان یوازې د امریکا او طالبانو ترمنځ د سولې پر اړتیا ټینګار کړی دی. د پنجشنبې په ورځ د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر او د آی ایس آی رييس له طالب پلاوي سره په خبرو کې د قطر د درول شوې پروسې د بیا پیلېدو غوښتنه وکړه.

جیونیوز وايي، د طالبانو پلاوي د پاکستان له صدراعظم سره په کتنه کې د سولې لپاره د پاکستان هڅې وستایلې.

د افغانستان حکومت له طالبانو سره د پاکستان د حکومت د کتنې پر څرنګوالي نیوکه وکړه او ویې ویل چې که پاکستان په رښتیا غواړي چې په افغانستان کې له سولې سره مرسته وکړي په خپله خاوره کې دې د ترهګرو مرکزونه بند کړي.

د افغان ولسمشر ویاند صدیق صدیقي ویلي چې پاکستان د طالبانو دغه سفر له افغان سولې سره هېڅ مرسته نه‌شي کولای.

د ښاغلي صدیقي په خبره، له یوې ورانکارې ډلې کوربه‌ توب د هېوادونو ترمنځ د ټولو اصولو او اړیکو خلاف عمل دی.

طالب پلاوي تر دې مخکې روسیې، چین او ایران ته تللی و.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي پر خپله فیسبوکپاڼه کښلي چې د طالبانو د قطر د دفتر د ريیس ملاعبدالغني برادر په مشرۍ یې د طالبانو له پلاوي سره نن کتلي دي. د طالبانو پلاوی داسې وخت اسلام اباد ته ورسېد چې د افغانستان د سولې لپاره د امریکا ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد هم پاکستان ته تللی دی.

2 thoughts on “د طالبانو پلاوي د پاکستان له صدراعظم سره ولیدل”
  1. خپل سرکار درته کافر ښکاري خو په انګلیسي انګړکې حرامي نیالګیوته په غیږ ورځئ، څه به درته ووایم پښتونه پهټانیه…ښه ده چې په خرتوب د بني آدم لکۍ نه راخیژي نورخلک خو خیر چې تابه څنګه ځان پسې کشوله

  2. د پاکستاني مقاماتو او د طالبانو له کتنو به څرګنده شي چې څه پایلې لري.
    که طالبانو سرتمبګي خوشې کړه ، د جنګ ، ورانکارۍ ، انسان وژنې او سوځونې پرځای یې اوربند ، خبرو ، مذاکراتو او د انسانیت د اصولو برابر کارونه شروع کړل ، نو مونږ به متیقین شو چې پاکستاني مقاماتو دوی ته سمه لار ورښودلې ده ، او که برعکس طالبان لا هم پرخپلو پاکستاني ګدو « خرو » سپاره ول ، په هغه صورت کې دوی د پنجاب او آی اس آی اجنتان ، د افغانستان دښمنان او پخواني ترهګر دي .

ځواب ورکول بریال ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *