تاند- د وسله والو طالبانو د خبرداري په نتیجه کې د لوګر ولایت د مرکز پُل علم لږترلږه ۱۵ ښوونځي بند شوي دي.

د لوګر د پوهنې ریاست د مسوولانو په وینا وسله وال طالبان وايي، تر څو چې په لوګر ولایت کې د دوی پر ضد د افغان امنیتي ځواکونو عملیات درول شوي نه وي، ښوونځي به پرېنږدي چې د زده کوونکو پر مخ پرانیستل شي.

دې ډلې تېره اوونۍ د محمد اغې ولسوالي ښوونځي په ورته پلمه بند کړل.

په محمد اغې ولسوالي کې، چې کابل ته د لوګر تر ټولو نژدې ولسوالي ده، د طالبانو له خبرداري وروسته شاوخوا ۱۵ زره زده کوونکي او زده کوونکې له زده کړو بې برخې شوي دي.

د لوګر د پوهنې رييس حسیب الله ستانکزی وايي، د طالبانو له خبرداري وروسته نجونو او هلکانو ونه کړای شول چې ازموینې ورکړي.

ده همداراز وویل، وسله والو طالبانو د پوهنې د ریاست کارکوونکو، ښوونکو او زده کوونکو ته خبرداری ورکړی چې ښوونخیو ته لاړ نه شي.

ځینې زده کوونکي چې ښوونځیو ته تللي وو، له بندو دروازو سره مخامخ شوي دي.

طالبانو په لومړیو کلونو کې د سلګونو ښوونځیو له سوځولو، ویجاړولو او بندولو وروسته په وروستیو کلونو کې ادعا وکړه چې له ښوونځیو او کلینیکونو سره دښمني نه لري او مخه یې نه نیسي.

طالبانو په لومړیو کلونو کې د سلګونو ښوونځیو له سوځولو، ویجاړولو او بندولو وروسته په وروستیو کلونو کې ادعا وکړه چې له ښوونځیو او کلینیکونو سره دښمني نه لري او مخه یې نه نیسي.

2 thoughts on “د طالبانو په خبرداري پسې د پُل علم ښوونځي بند شول”
  1. د مجاهدینو د راتګ سره له یوه مجاهد ه پوښتنه وکړه چی له جهاده دی څه حاصل کړل؟ هغه ورتهپه قهر شو او وی ویل: که ما او نورو جهاد نه وای کړی نو اوس به دی مور هم په ۱۲ صنف کی وای!ا
    حاجت نه شته دی کتاب او قلمو ته
    مونږ ملایان یی په به دمونو چلوونه
    مکتب د پوهی علم ځای دی
    خلک که پوه شی بیا به کړی انتقادونه

  2. د زده کړی او قلم او کتاب او مکتب او مدرسې دښمن = د انسانیت دښمن او د شیطان مرید

ځواب ورکول ببرک ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *