ارشیف

رفيع الله روشن  

طالب مشرانو د هغو دوه سوه تنو نومونه روښانه او نشر کړل څوک چې به د روانې عیسوي میاشتې (اپریل) پر پنځلسمه نېټه د قطر په پلازمېنه دوحه کې د افغانستان د سولې لپاره په جوړېدونکې مذاکراتې غونډه کې ګډون کوي.  

د هېواد د ښې راتلونکې لپاره د دایمي سولې په هدف د دواړو لوریو ترمنځ له مخامخ ناستې او جوړ جاړي موږ په کلکه ملاتړ کوو او نېک فال یې ګڼو.

هر هغه څوک چې د افغانستان او افغان ولس د خیر او فلاح په خاطر یوه تېږه پر بلې ږدي هم موږ یې درناوی کوو او اتل یې بولو. افغانان نور د خپلو او پردیو له لوري وژ ل کېدلو،د کافر،ملحد ،جاسوس ،نوکر او قسماقسم ټاپو له لګولو څخه او په دې تور له کورونو څخه له اېستلو تنګ او ستړي شوی دی،دوی  نور لوږه او تنده زغمي خو جنګ نشي زغملی ، یوه ورځ ژوند غواړي خو په سوله او امنیت کې یې غواړي.

څو اړين ټکي:

موږ د طالبانو لخوا د انعطاف او ځينو موردو کې د انشعاب هرکلی کوو خو ځينو اړینو مسایلو ته یې اوس هم توجه را اړول غواړو چې شاید لابه هم د دوی ورته فکر نه وي او یابه سترګې ورباندې پټې او غوږونه کڼوي.

اول: د دوی له لوری په اعلان شوي لېست کې د داسې کسانو نومونه هم شته چې هغوی ته دین، ایمان، وطن، ناموس، ازادي او ژوند یوازې پيسې دي چې که پيسې ورته وښودل شي له کلیمې هم انکار کوي، چې داسې خلک نه په سوله او نه په مخالفت کې پرمختګ کولی شي او نه هم د ولس او هېواد لپاره ګټور وي.

دوهم. داسې کسان هم پکې دې چې همدا اوس د هېواد او خاورې په پلورلو بوخت دي او خپله روزي ورڅخه په لاس راوړي، کله چې څوک خپل کور په پرديو پلوري هغه به د بل د کور څه پروا وکړي.

دریم: په دې لېست کې هغو خلکو ته هم برخه او ونډ‌‌‌ه ورکول شوې څوک چې همدا اوس د افغانیت او اسلامیت له نوم او اصلونو څخه منکر دی.

څلورم: داسې اشخاص هم پکې لیدل کېږي چې همدا اوس عملاً له دولت او طالب دواړو سره په جګړه بوخت دي .

پنځم: لېست له هغو کسانو څخه هم مشتمل دی څوک چې هره ورځ د دې هېواد د میندو نازولي اولادونه اختطاف کوي او بیا یې د څو پيسو لپاره وژني او همدارنګه هغه خلک هم پکې دي چې انساني قاچاق کوي او هر ‌‌‌‌‌‌ډول جرم ته لاس اچوي.

حل لارې:

نو که چېرې طالبان په حقیقت کې سوله کول غواړي او د هېواد او خلکو د ښې راتلونکې لپاره فکر کوي په دغه لېست دې یو ځل بیا هم تجدید نظر وکړي لا هم ‌‌‌‌‌‌ډېرې ورځې لري.

له بل طرفه دې د تلپاتې سولې لپاره جګړه ودروي او دواړه لوري دې عاجل اوربند اعلان کړي داسې خو امکان نلری چې دوی په ارام او اسوده ځایونو کې د بندو او یا خلاصو دروازو تر شا یوازې چینې وهي او دلته دې پردي اولادونه قتلوي اوربند حتمي او د مثبو پایلو لپاره ‌‌‌‌‌‌ډېر اړین دی.

نوره باید افغان وژنه او ورور وژنه بس شي او ټول د یوه ملي فکر او رېښتینولۍ پر بنا عملي ګامونه واخلي او د خلکو د ارام ژوند لپاره ټينګه اراده او قوي هو‌‌‌‌‌‌ډ وکړي.

ټول باید د ټولو لپاره جامع فکر او ملي دریځ ولري، ملي ګټو ته باید کار وشي او شخصي او ګوندي مسایل او خبرې دې شاته او لېرې وغورځول شی.

په ټوله کې بايد د افغانستان او افغان ولس د ارامښت او په امنيت لپاره ګډې هلې ځلې وشي او له داسې اقداماتو اوعملي ګامونو څخه باید هر اړخيز ملاتړ وشي ځکه چې سوله هغه اړتيا ده چې ټول يې لري.

که زړونه سره یو کړو او لاسونه سره ورکړو

دا کاڼي به لعلونه شي دا بوټي به لونګ شي

2 thoughts on “د طالبانو په لېست کې څوک د کوم ظرفيت له مخې ټاکل شوي؟”
  1. خو د دولت له خوا به هم هماغه د جهاد د جنتونو صاحبان چی مخونه یې تر ځینې طالبانو هم تور دی او د افغانستان د نن ورخې ناروین زیږونکی دی!ا دا خره او هغه خره به د نوی غوبل پیلامه وی نه اسلام او سوله!ا

ځواب ورکول Babrak ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *