تاند (کوټه) د وسله والو طالبانو د مشرتابه ترمنځ د تازه ناندريو په ترڅ کې د طالبانو د حکومت د سرپرستې شورا پخوانی مرستيال او د باندنیو چارو وزير ملا محمدحسن اخند له کاره ګوښه شوی او د طالبانو له لوري د نوموړي د احتساب لپاره ټاکل شوي کميسون ته ورپيژندل شوی دی.

تاند ته رسيدلي خبرونه وايي چې د طالبانو د سرپرستې شورا پخوانی مرستيال ملا محمدحسن بابړ په وروستیو وختونو کې د طالبانو په غورځنګ کې په یوه پياوړي څټه باندې اوښتی وو. نوموړی د خپلې نه پخلاکيدونکې تګلاري له امله د طالبانو اوسنۍ مشرتابه ته تر ټولو وړ سړی وو، ځکه طالبان دا مهال د دولت پرخلاف د خپلو جنګيالیو د لیکو د غښتلي کولو په هڅه کې دي او ملامحمد حسن اخند د هغوی د تنظيم لپاره مناسب سړی ګڼل شوی وو.

د طالبانو د حکومت له سقوطه راپديخوا نوموړی نامعلوم لوري ته ورک شو او په ۲۰۰۸ کال کې ناڅاپه ميدان ته راغی. د هغه د ورکې په اړه ډول ډول ګونګوسې وې، خو وروسته څرګنده شوه چې نوموړي د بلوچستان د ژوب په سیمه کې پراخه کرهڼيزه ځمکې اخيستي او هلته په کرکيله لګيا وو. نوموړی له څرګنديدلو وروسته سم له لاسه د رهبرۍ د شوورا غړی وټاکل شو او په را وروسته وخت کې ورته د جلب او جذب په نامه د یوه کميسون مشري وسپارل شوه چې کار يې د دولتي کارمندانو او اردو او پوليسو د منسوبینو تسلیمول وو. مولوي حمدالله چي په ناني سره مشهور دی د نوموړي معاون وټاکل شو.

د کوټې شورا ته نژدې یوې ډيرې باوري سرچينې تاند ته څرګنده کړه چې د جلب او جذب د کميسون د مشرتابه له ترلاسه کولو وروسته نوموړي هڅه وکړه چې جګپوړي دولتي چارواکي طالبانو ته تسليم کړي. خو د سرچينې په وینا د افغانستان ملي امنیت د طالبانو دغه کار ته متوجه وو او په لوی لاس یې په حکومت او اردو کې ځينې لويي څيرې د یوه پلان له مخې له ملا محمدحسن اخند سره د تسليمۍ لپاره په تماس کي کړلې. دغه دولتي چارواکي اوږده موده له ملامحمد حسن اخند سره په تماس کې پاتې شول او څو ځله یې په اماراتو او سعودي کي له نوموړي سره لیدني کتنې هم ترسره کړې.
خو د دې پرځای چې ملا محمدحسن افغان چارواکي تسليمي ته اړباسي، امنيتي مسؤلينو د بيلابيلو تکتیکونو له لاري د ملامحمدحسن اخند په شخصيت کي نفوذ وکړ. د همدغه نفوذ پرمټ يې نوموړی د لومړۍ درجې له دولتي مشرتابه سره معرفي کړ.

د طالب سرچينې په وینا پاکستاني امنيتي چارواکو د ملامحمد حسن د مشکوکو کړو وړو په اړه څو واره طالبانو ته خبرداری ورکړی وو، خو طالبانو له دې امله بابيزه پرې ايښی وو چې د نوموړي بديل يې نشوای موندلای. خو د سرچينې په وینا د ملامحمدزي اخند په مشرتابه کي د طالبانو امنیتي کمیسون ته د پاکستاني امنيتي چارواکو له لوري د مخابروي تماسونو ځینې داسې ثبوتونه سپارل شوي چې نوموړی په کابل کې له چارواکو سره د سولې په پلانونو خبري کوي او د خپل کړي کار راپور ورته وړاندي کوي.

د دغو شواهدو له څيړلو وروسته نوموړی د تحقيقاتو لپاره د طالبانو امنيتی کميسون ته ور وغوښتل شو او پر هغه يې له دښمن سره د تماس تورونه ولګول شول، خو ملامحمد حسن اخند دغه تورونه په سختي سره رد کړل او څرګنده یې کړه چې که کوم تماس يې نیولی وي نو د مخالفینو د تسلیمولو په موخه به یې نیولي وي، خو کله چې نوموړي ته د هغه ټلیفوني مکالمې ور واورول شوې نو رنګ یې ژيړ شو او چار او ناچار یې ومنل.

له دغو تحقيقاتو وروسته ملا محمدحسن اخند په سملاسي توګه د رهبري شورا له عضويت او د جلب او جذب د کميسون له رياسته لېري شو او د دغو او مالي اختلاس د نورو تورونو د څيړلو لپاره ځانګړي ټاکل شوي کميسون ته ور معرفي شو.

تاند ته پورته یادې باوري طالب سرچينې څرګنده کړه چې د طالبانو د حکومت د سقوط په وخت ملا محمدحسن بابړ ته یوسل اتيا ميلیونه هغه پاکستانۍ روپۍ ورپاتې شوې چې د پاکستان خلکو طالبانو ته د بسپنې په نامه ورکړي وې خو وروسته نوموړي له دغو پيسو یواځې دولس ميلیونه کلداري د طالبانو د اقتصادي کميسون په واک کي ورکړې او د نورو په اړه یې وويل چې هغه په جهادي کارونو کې مصرف شوي دي. خو د افغان حکومت له چارواکو سره د تماس د تورونو د څیړلو په وخت کي طالب امنیتي چارواکو د غو پيسو د کره مصارفو ثبوت هم له ملامحمدحسنه وغوښت او له خپلې لارې يې خارجي تحقيقات هم پيل کړل.

د سرچينې په وینا طالب څارنوالانو ته جوته شوه چې ښاغلي ملا محمد حسن په ژوب او کلاسيف الله کې سلګونه جريبه باغونه او کرهڼيزه ځمکه رانيولي ده او هلته يې په بيلابيلو سیمو کي څلور باوړۍ ورباندي لګولي دي. همدا راز نوموړي د کوټې په چوڼۍ، چمن هاوسنګ، خروټ آباد، بای پاس، اسحاق اباد او نورو سیمو کې ګڼ شمير کورونه، ځمکي او ودانۍ رانيولي دي او د طالبانو له بل مشر ملاصمد سره یې د تریاکو په کار کي هم شتمنۍ لګولي ده.

وسله والو طالبانو تر دې دمه په دې تړاو هيڅ ندي ويلي. په کابل کې د ملي امنيت یوې سرچينې د طالبانو د لومړۍ درجې له ځینو مشرانو سره تماسونه تائيد کړل خو د ملامحمدحسن بابړ د پيښې په تړاو یې له څرګندونو ډډه وکړه.

د طالبانو د مشرتابه په لیکو کي دا ډول اختلافونو او د هغوی له لوري ژورو اختلاسونو د عامو جنګیالیو زړونه له خپلو مشرانو مات کړي دي.

7 thoughts on “د طالبانو په منځ کې د اختلافاتو او ناندریو په لړ کې ملا حسن اخند له دندې ګوښه کړای شو”
  1. زما په فکر د غنی په راتګ سره اوس هغه وخت را رسیدلی ده چی هر سړی باید حسابی ورکړي او بل هغه ټیټ رتبه جنګیالی اوس پوه دی چی مشران یی څه کوی دا مونږ ته ثابته شوه جهاد چا وکړ شهیدان چا ورکړل مګر د دنیا په لوړو پوهنتونو کی د چا زمنو زده کړی وکړی او په کابل او نورو ځایونو کی د چا لوړی ودانۍ ده دا نو اوس بیخی په اثبات رسیدلی ده

  2. زما د معلوماتو له مخي پورتني راپور سراسر غلط دي او هیڅ حقیقت نلری .
    دا دبهرنیو استخباراتي اداردو یو نوي پلان دي چي داسلامي امارت مشران بد نام کړي

  3. واه واه دادی لا بله دربه موږ فکرنکاوه چی زموږ دامارت په کسانو کی دی داسی کس وی چی هغه دی ټول عمر دپی سو پربوجیو خوبونه کوی اودبرمو اوباوړیو اوبنګلو خوبونه دی ورسره وی موږفکرکاوه چی دازموږ جهادی مشران دی دوی تراوسه نه دی خبرچی طالبان په څنګه سختو شپوورزوکی وخت تیروی حی دقدرت لیوه نیانو تاسوتراوسه دهغه مظلوم طالب پحال نه یاست خبر هغه شهیدان کونډی یتیما اوزخمیان اودربه دره طالبان چی دشپی اوورزی په سړه ډوډی ګوزاره کوی هغه مو سترګو تنه دریږی الله تعالی دی دغه بی وسه وس نورهم درڅخه واخلی چی نورطالب جان غوندی ګوزاره وکړی

    1. da talib da zra khrosh os owanala che maad omar khar da angriz aw panjab da spy gholam de. os da ta maaloma swa che talib jan laka spay panjab ta lakay shorawy aw khpala khor pa panjabi molaiano kozhda kawy tr so da ta pa hera monday ke dalaly danda wrkawal se

  4. زه د محمد حسن بابړ څخه دا غوښتنه لرم چی بس ده بالا نور افغانان په یو اوبل نامه مه وژنی څوک په یو او څوک په بل نامه وژنی ټول نازک نازک طالبان په یو او بل رقم ختا ایستل خپله مو د طالبانو د حکومت د سقوت وروسته هم پیسی راوړلی او اوس خدای خبر دی چی ده دی حکومت او امریکایانوڅخه به مو څومره پیسی اخستی وی.او بل دا چی د ملا دادالله اخند په شهادت کی هم د محمد حسن بابړ او ملا نانی لاس وه پر هغه به مو څومره پیسی اخستی وی .محمد حسن بابړه زه ستا څخه دا پوښتنه کوم چی ستا دا دومره پیسی ده څه وی چی په کلاسیف الله او په کویټه کی مو دا جیدادونه په را نیولی دی د کوټی په چمن هوسینګ او په سټلایټ ټاون کی یه څو کوره شته چی د هر یوه قیمت یه یونیم میلون کیږی .

ځواب ورکول دطالب جان دزړه خروش ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *