تاند- د طالبانو په منځ کې د اختلاف لومړنۍ نښې نن /جمعه/ وروسته له دې څرګندې شوې چې د طالبانو د تحریک د وفات شوي مشر ملا محمد عمر اخوند مشر زوی د خپل پلار پر ځای د ملا اختر محمد منصور ټاکنه رد کړه.
د ملا عمر زوی ملا یعقوب نن څو ساعته وروسته له دې د ملا منصور له مشرۍ سره مخالفت وکړ چې د طالبانو د تحریک له لوري په یوه خپره شوې خبرپاڼه کې د ملا اختر محمد منصور د مشرتابه ستاینه وشوه او هغه د ملا محمد عمر اخوند پر ځای امیرالمومنین وبلل شو.
ملا یعقوب او د کوټې د شورا درې غړي پرون د ملا عمر پر ځای د نوي مشر د ټاکلو لپاره د شورا له غونډې د اعتراض په دود ووتل.
ملا یعقوب اسوشیتید پریس خبري اژانس ته ویلي:«زه د مشر په توګه د ملا اختر محمد منصور له ټاکنې سره مخالف یم.»
د کوټې د شورا دوو نورو غړیو مولوي حسن رحماني او ملا عبدالمنان نیازي ازادي راډیو ته ویلي چې دوی د ملا اختر محمد منصور له مشرتابه سره اختلاف لري او د مشرتابه د نوې شورا او نوي منشور د جوړېدو غوښتونکي دي.
همداراز ویل شوي چې طیب اغا، ملا ذاکر او ملا حبیب الله هم د ملا اختر محمد منصور د مشرۍ مخالف دي او هڅه کوي چې نوې شورا جوړه او نوی مشر وټاکي.
دوی ویلي چې هڅه کوي له ملابرادر سره تماس ونیسي ځکه چې نوموړی له محمد عمر سره نژدې و او ټول طالبان بېرته رایوځای کولی شي.
ملا برادر په پاکستان کې بندي دی.
د نوې شورا د جوړېدو په باب د دوی له غوښتنې داسي ښکاري چې د شورا اکثریت د ملا اختر محمد منصور د مشرۍ ملاتړ کوي.
که څه هم ملا اختر محمد منصور او هم د ده د مشرتابه مخالفان د افغانستان له حکومت سره د سولې د خبرو او پخلاینې ملاتړ کوي خو وېره ده چې د طالبانو په منځ کې هرراز درز به د سولې هیلې نیمګړي کړي.
د طالبانو په منځ کې د اختلافاتو د خبرونو له خپرېدو سره په یووخت افغان امنیتي ځواکونو نن د هلمند د نوزاد ولسوالي، چې وړمه ورځ طالبانو نیولې وه، بېرته ونیوله.
د طالبانو ترمنځ د اختلافاتو زیاتېدا نه یوازې په جګړه کې د دې ډلې د جنګیالیو روحیه کمزوروي بلکې د سولې په هرراز خبرو کې د دوی موقف زیانمنوي.
د چارو د کتونکو په باور له یولاس طالبانو سره د افغانستان د حکومت روغه جوړه د افغانستان په ګټه ده ځکه چې د سولې ټینګښت تر ډېره تضمینېدای شي خو که نیم طالبان سوله وکړي او نیم مخالفت ته دوام ورکړي حتي که د مخالفانو شمېر لږ هم وي، افغانستان بې ثباته ساتلی شي.
یادونه
که طالبان د خپل مشرتوب په سر له یوبل سره اختلافات لری نو ښه به داوی چی د کابل له تجربی نه کار واخلی او یو دوه سری امارت جوړ کړی په یوه خوا کی به ملا اختر محمد منصور« امیر المومنین» وی ، په بله خوا کی دی ملا یعقوب آخند « اجراییه» رییس وټاکی ، بس د دوی مشکل به لکه زمونږ په شان حل او هرڅه به نیم په نیمه وی.