د کابل نه  ۹۷ کليو مټره جنوب لويديځ لورته د غرونو په منځ کې هغه دره  پرته ده ، چې امريکايي ځواکونو د افغانستان تر بل هر  ولايت  پکې ډيره مرګ ژوبله وليدله .

په ۲۰۱۱ م کال کې دغه سيمه  په بشپړه توګه  د طالبانو تر کنټرول لاندې راغله چې اوس د کورنیو او بهرنيو طالبانو ستر ه  هډه بلل کیږي.

د وردګو ولایت د تنګي په دره کې وسله وال طالبان ښه په ډلو فعالیت لري خو د دفاع وزارت ویاند ظاهر عظمي وايي : ((ميدان وردک  ولايت په بشپړه توګه زموږ د ځواکونو تر کنټرول لاندې وو))

 په سيمه کې نه یوازې کورني طالبان کرځي بلکي بهرني طالبان هم شته چې زه هم په ناڅاپي  ډول  د هغې ۴ نفري  عربي  ډلې طالبانو سره مخ شوم چې دوې ورځې وړاندې مې  د لوګر ولايت په څرخ  ولسوالۍ کې لیدلي و او له  له مرکې کولو یې ډه ډه کوله.

1په سيمه کې ډير خلک له دې  ندي خبر چې د دوی په کلو کې عرب، تاجک او تُرکي طالبان هم کښته پورته  کیږي، ځکه دغه بهرني طالبان نه يواځې په جامه افغانان وو بلکې د مخ کاسې يې هم کټ مټ افغان طالبانو ته پاته کېدلې. د دغو ډلو يوه ، طالب هم نه غوښتل چې  د ژورنالیست  سره خبرې وکړي.

په ۲۰۱۱ کال کې امريکايانو دغه دره د مرګونو کرښه  نومولې وه، ځکه په همدې کال  د شپنيو عملياتو په ترڅ کې د دوی يوه چينوک الوتکه هم د کيناستو پر مهال طالبانو د مسجد له بامه په راکټ ويشتلې وه چې پکې  ناست ۳۸ تنه ووژل شول او له ډلې څخه یې  ۱۷ تنه سمندري پوځیان و.

په تنګي دره کې د طالبانو  د يوه سيمه ييز قوماندان  سعد الله مصعب په  خبره چې  په دغه دره کې  له ۲۰۰۷ نه  خال خال طالبان پیدا شول، خو کله چې امريکايان دغه سيمې ته ولاړل د طالبانو حضور هم زيات شو. وخت ناوخته به دواړه لوري په جګړه  کې  ښکيل  ول . دغه توند نظامي قوماندان وايي : [امریکا يان اوس نشته او پرته له تېښتې یې بله لار هم نه در لوده]

دغې سیمې ته د وسله والو طالبانو له خوا ملکي مسؤل ۲۷کلن سیدالرحمن بدري ټاکل شوی؛ هغه کس چې د نورو طالبانو په خبره  نېږدې ۷ مياشتې وړاندې د بېپلوټه الوتکې  له لوري  ټپي شوی وو.

بدري د خپلو جنګونو وحشتناکه کيسې کولې؛ نوموړي د ملي اردو د يوه عسکر د وژلو کيسه هم وکړه ده وويل: (( د ملي اردو عسکر  مې ځکه پرته د کمیسون له اجازې وواژه چې په سيمه کې  خلک خوشال شي او د طالبانوغوصه سړه شي.))

د سيمې خلک د بدري له قتلونو او ظلمونو څخه  خبر دی ،همدا  وجه ده چې د کامرې پر وړاندې  دده له ويرې  سپڼ هم نه وهئ.

په دغه سيمه کې د  ځینو کابل میشو کسانو دعوې هم  حل فصل کیږي، د یوه پنځه کلن زوی پلار شامحمد چې غوښتل يې خپلې ښځې ته طلاق ور کړي، د کابل نه  د طالبانو  سيارې محکمې ته راغلي و، نوموړي وويل :

(( که په کابل کې  خپلې ښځې ته طلاقه ورکوم، اول خو هغه محکمې ته نه را سره ځي او بل هلته فساد ډير دی، ژر فیصله نه کیږي، بله خبره داده چې زما خسر خيل همدلته دي  طالبان  کولي شي چې په يوه  جلب خط هم ښځه حاضره کړي هم يې پلار))

که څه هم په وردګو لوګر او ځینو نورو سیمو کې وسله وال طالبان په ډلو ډلو کرځي، پرېکړې او جګړې  کوي خو د دفاع وزارت ویاند ظاهر  عظمي  وايي (( د طالبانو نظامي سټراټيژي  په بشپړه توګه له منځه تللې ده ))

عظمي زياتوي  کیدای شي  طالبان ځیني سټراټیژيکي سيمې ونیسي لکه تنګي دره خو دوی دومره ندي غښتلي چې په کابل بريد وکړي او دا هم ناممکنه ده چې دوی افغانستان کنټرول کړي.

که څه هم په دې وروستيو  کې د افغانستان په ګوټ ګوټ کې د طالبانو بريدونو زور اخیستی وو خو دنوي حکومت سره د امريکې  امنتي تړن طالبان  په ويره کې کړي ، د طالبانو په سيمو کې د یو شمېر کسانو په خبره چې طالبان له امنتي تړون ورسته  ورخطا شوي دي.

3 thoughts on “د طالبانو ښارګوټی/ عزيزاحمد تسل”
  1. ګران ورور عزيز احمد جان تسل؟
    ستا ليکنه می ولوسته دژوند تير شوی واقعات دخپلی ډنډی په هکله راته په سترګو کی نيغ به نيغه ودريده .
    ۱/لکه څنګه چه جنرال عظيمی راپور په غلطه تهيه کړي او ستا دخپل دسترګو دليدلی په حال رد کړی .اورځ په ورځ دوضعی دخرابۍ سبب ګرځی دا دوظيفی غله او دخپلی چوکۍ دساتلو په خاطر ملی ګتې تر پشو لاندي کول دي .داجرم نه بلکه ملی خيانت بل کيږی ځکه چه لوړ پوړې اوياتصميم کننده مقامات غو لوي او ددشمن دپاره شراېط مساعده ول دی.دی ته دنستوړې مار اونسبت هغه دشمن ته چه مخامخ درسره جنګيږی نهايت خطرناکه دی.
    ۲/په تير شوی حکومتو کی همداغسی اشخاص په امنيت دولتې کي تنظيم شوي وه چه راپور يو څه مګر دپردی تر شا نور څه وه چه باعث دسقوط او دمنځه وړلو داردو دقطعاتو وګرځيده.
    دمثال په توګه دنجيب الله درژيم دقندهار دقول اردو دامنيت مدير ډګروال اسماعيل چه مسلح بی شماره مجاهدين ئ قول اردو ته داخل دطرفينو دبی شماره تلفاتو په نتيجه کی قول اردو سقوط ونه کړ مګر مادی او معنوې تلفات ئ په ځای پريشوده او خپله ئ هم فراراو دمقابل لوری په صفو فو کی ودريده .
    دلوړو مقاماتو څخه هيله مند يم چه خپل صفوف له دغسو دوه مخو انسانانو څخه تصفيه کړی بهتره به وی.

  2. دامنیتي تړون وروسته چې طالبانو کوم عملیات وکړل او لاروان دي په تیرو ۱۳ کلونو کې یې سارې نه لیدل کیږي دامنیتي تړون په لاسلیک کولو طالبان ډیر غصه دي احساسات یې راپاریدلي دي صفونه یې نور هم منظم شویدي سنګرونو ته یې نوي ځوانان جلب شوي او هره ورځ بولیس اربکیان او اردو عسکر له طالبانو سره یوځای کیږي دتیر په پرتله یې ښې وسلې هم پیدا کړیدي چې ټولې له دولتي ځواکونو نیول شویدي اوس خو طالبان زغره وال موټر اوټانکونه لري نو ددوی لپاره دوار خطاییي سوال نه پیدا کیږي .

  3. ګرانو ورنو د وردګو ولایت د چک ولسوالی هم کڼی ستونزی لری چی څوک ورته پاملرنه نه کوی د بیلګی په توګه د چک ولسوالی د شیخ یاسین د کلی کوچنی کلینک داکټر یی د هفتی څلور ورځی کور کی تیروی او نده یی یو نرس په مخ بیایی او خلک هم د دی کار نه هیڅ شکایت نه کوی دا دخلکو بی پروایی ده چی شکایت نه تری کوی

ځواب ورکول جنرال حبيب الله جلالزوي ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *