تاند (چهارشنبه، د حمل۶) د افغانستان د حکومت د سولې د تماس ډلې نن د طالبانو له تخنیکي ټیم سره په داسې حال کې د سکایت کنفرانس وکړ چې د امریکا، سره صلیب او قطر استازي هم په خبرو کې حاضر ول.
د افغانستان د ملي امنیت شورا له طالبانو سره د افغانستان د اسلامي جمهوریت د سولې د لومړني تماس ګروپ د ویدیوکنفرانس په اړه په خبرپاڼه کې ویلي، په دې ویدیو کنفرانس کې پرېکړه وشوه چې د ولسمشر محمد اشرف غني د فرمان مطابق د زندانیانو سن، روغتیایي حالت او د کورونا وایرس پر وړاندي د بندیانو کمزورتیا ته په کتو، د مارچ تر ۳۱مي نېټې پوري سل تنه طالب بندیان د بشري خواخوږۍ له مخې په دې شرط خوشي شي چې طالبان تضمین وکړي چې دا کسان به بیا د جګړې جبهو ته نه ځي.
د ملي امنیت شورا خبرپاڼه همداراز وايي، په دې اړه د نورو بحثونو لپاره به د طالبانو یو ټیم له حکومت سره په راتلونکو ورځو کي مخامخ ګوري.
په دې کنفرانس کې د افغانستان د سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد، له تروریزم سره د مبارزې او منازعاتو دحل په چارو کې د قطر هیواد استازي مطلق القطاني او د سره صلیب د پلاوي مشر خوان پیډرو هم حضور درلود.
له بلې خوا د طالبانو د قطر د دفتر ویندوی سهیل شاهین وايي، دې ۵ اړخیز ویدیوکنفرانس ۴ ساعته دوام وکړ او په لړ کې یې د بندیانو د خلاصون پر پروسې مفصلې خبرې وشوې.
شاهین همداراز ویلي چې په ویدیوکنفرانس کې پرېکړه وشوه چې د بندیانو د خلاصون لړۍ به د مارچ په ۳۱ مه (د راتلونکې اوونۍ د سې شنبې ورځ) پیلېږي او طالبان به د خپلو بندیانو د تصدیق لپاره یو پلاوی د بګرام محبس ته لېږي چې د ورکړل شوي لیست مطابق د بندیانو په پېژندنه، تایید او خلاصون کې مرسته وکړي.
تر دې وړاندې د افغانستان د حکومت د تماس ډلې او طالبانو د روانې اوونۍ د یکشنبې په ورځ (حمل ۳) د بندیانو په تبادله د خبرو لپاره لومړنی ویدیوکنفرانس کړی وو.
د تېر ویدیوکنفرانس په اړه د افغانستان د ملي امنیت شورا ویلي و چې په لړ کې یې ټولو خواوو د افغانانو پر ضد د تاوتریخوالي پر کمولو، مخامخ خبرو او هراړخیز او دایمي اوربند خبرې وکړې.
نننی ویدیوکنفرانس د بیم الافغاني خبرو د پیلېدو او د افغانستان د سولې لور ته یو مثبت ګام ګڼل کېدای شي.
د افغانستان د اسلامي جمهوریت د تماس ډلې څه موده مخکې په قطر کې څو اوونۍ تېرې کړې خو له طالبانو سره یې ونه کتلای شوای.
ټاکل شوې ده چې د افغانستان حکومت د طالبانو ۵ زره بندیان خوشي کړي. په مقابل کې یې طالبانو ویلي چې ۱۰۰۰ بندیان خوشي کوي چې اکثره یې ملي امنیتي ځواکونه دي.
سلام
د پورته لیکنی په اوولسمه کرښه کی د( بین الافغانی ) د کلمی پر ځای د ( بیم الافغانی ) کلمه ښکاری
ظاهراً دا کلمه اشتباه ښکاری خو په حقیقت کی (بیم الافغانی) ډیر مناسب مفهوم دی
واقعاً چی نن سبا زموږ پر ټولنی د پراخ ( بیم ) فضاء خپره ده
رښتیا هم بیم الافغانی؛ځکه چی:
نفاق مهلک دی او دلیل یی هم د رب العزت کلام دی چی فرمایی:ولاتنازعوا فتفشلوا و تذهب ریحکم…..
بل دا چی رب العزت فرمایی :تعاونوا علی البر والتقوی ولا تعاونوا علی الاثم والعدوان….
خو مع الاسف زموږ لیډران،سیاسیون او نور مریض ،مغرض او اجیر موجودات فقط خپل جیب اوخپله ګیډه پیژنی نه ملی ګټو اونه د خدای او رسول امر ته پام کوی
ملت نه پوهیږی چی دا سیاسیون له دین نه بی خبره دی او که ایمانی نقص لری؟
اوس زموږ مؤمن ملت د څو ډول کروناوو سره مخ دی چی موجوده نړیواله کرونا وروستنی درجه لری
اول نفاق،دوهم فسااد او معاامله ګرسیاسیون ،دریم یی اوسنی کرونا ده
خو ا لله رب العزت نه دا غواړو:چی اول خو دی دوی ته هدایت وکړی ورنه قهار رب العزت دی منافق خائنین تباه او نابود کړی