ملا نصرالدین به یوه هګۍ په دوه روپۍ را نیوله، په اوبو کې به یې جوش کړه، و به یې رنګوله، بېرته به یې په یوه روپۍ پلورله.

چا ورته وویل چې ملا صاحب دا دې څه ریشخند روان کړی، ته خو له جېبه تاواني یې، ده مبارک به په ږیره لاس را تېر کړ، په عاجزۍ به یې وویل؛ څه وکړو، بې کاره ګرځېدل هم بد کار دی.

د اخېرت پر طرف د طالبانو د مړیو جوپه جوپه روانې قافلې او د پنجاب په اشاره د طالب د مرګونو احمقانه کاروبار سړي ته د ملا نصرالدین بیزنس ور یادوي.

ښار ونیسه، دوه ورځې یې وساته، په یوه یوه چوک یې پنځه پنځه سوه مړي ورکړه، د خلکو کرکه، لعنتونه او ښېراوې په غاړه واخله او بیا یې بېرته پرېږده او اعلامیه هم پسې ورکړه چې موږ دا دی د خلکو د تلفاتو د مخنیوي لپاره په خیر خیرت له کندوزه را ووتلو.

نو د خدای دښمنه! چې د خلکو د تلفاتو د مخنیوي لپاره له کندوزه راوتلې خو دا فکر به دې اول کړی وای، له سره به کندوز ته ننوتلې نه.

د کوم څه وېره چې ته په مکر څرګندوې، هغه خو پېښ شوي دي. بس ستا تشدد هر وخت تر زوره دی او ترحم دې تر بې وسۍ.
چې زور دې و نه رسېږي، نو د خلکو تلفات بهانه کړې او چې نښه خطا ولګېږي، بیا له مسوولیته منکر شې.

دوه کسان د پېښوریانو د اجړاګانو مېلې ته تللي وو، دواړو په اجړاګانو پیسې شیندلې، سره په سیالي ول، وروسته له دې یوه سره پیسې خلاصې شوې، چې جېب ته یې لاس کړ، پیسې یې خلاصې وې، دې بل ته یې وکتل چې هلک خو لا پیسې شیندي، وایي ورو یې دا بل تر لاس ونیود، را کش يې کړ چې مه کوه، مه کوه، تره مې را ګوري.

نو طالبانو هم چې خپل ټول کارتوس په انسانانو وورول، ټوله مېړانه یې په دې وحشیانه سیالۍ مصرف کړه، اوس ملګرو ته وایي چې مه کوه، مه کوه، بد کار دی، عام خلک خوږېږي.

د طالبانو کیسې ټولې همداسې نخره او نادرې دي. دوی د افغانستان جنګ د امریکایانو خلاف جهاد بولي، خو دیارلس کاله چې امریکایان جنګېدل، دوه تنو والیانو یې د شهادت جام نوش جان نه کړ، اوس یې د مسلمانانو افغانانو پر خلاف په جنګ کې په دری میاشتې کې دوولس والیان د جنتونو سرداران کړل.

هیڅوک نه ورته وایي چې وا ملا صاحب، تا خو ویل چې د امریکایي خلاف جهاد دی، د امریکایي خلاف خو تا یوه ورځ جبهه‌یي جګړه و نه کړه، یوه ورځ دې پر یوه ځای شل مړي ور نه کړل، د افغانې زوی ته څنګه داسې زمری شوې چې هره ورځ په یوه یوه جبهه کې سل سل مړي ورته پرېږدې او په ړنګه بګړۍ په اسخلاتونو شا ته ورڅخه غورځې؟

په طالبانو کې که له هوښیار سړي د وروستیو تاوانونو پوښتنه وکړې، خوله پټه ونیسي، سر وخوځوي او روان شي، ځکه په دې خبره یې سر خلاص وي چې طالب نو د چا زوی دی، خبره خو د چوهدریانو، لنګ پوښانو، پان خورو ده، خو چې له بې عقل طالب سره دې سر او کار شي، ستا به هم عقل کار ورته پرېږدي، ته به وایې بې عقلي هم ساري ناروغي ده.

نور خلک چې هوښیار شي، خلکو ته خیر رسوي، اختراعات کوي، مفکورې او نظریات وړاندې کوي، طالب چې هوښیار شي، ضرر یې دوه چنده شي.

کله چې د عزم په نامه د طالبي ځانوژنې سږنۍ لړۍ پیل شوه، هوښیارو طالبانو یې په درېیمه ورځ ناره پورته کړه چې هلکه پرې خراب مو کړو، را بس یې کړئ. تر دې عزم مزم تېر شئ، هغه پخوانی د ټام اینډ جېري لوبه مو ښه ده، هسې دا دولت په ځان پسې مه را بیداروئ.

غم دا دی چې هوښیار طالبان که څه هم تر بې عقلو ډېر موذیان او امارت ته ګټور دي، خو په امارت د عقل دښمنۍ خاصیت دومره قوي دی چې عقلمند طالب یې هم لا ځپلی او خنثی کړی دی.

هوښیارو طالبانو هوایي خبره نه کوله. دلیل یې درلود. د عزم د ځانوژنې د عملیاتو په دریو لومړیو ورځو کې دومره طالبانو د توتو په خوراک پیل کړی وو چې د ټول امریکایي جهاد(!) په یوه کال کې یې هم نه و کړي.

بالآخره، حسب معمول او طبق عادت، د هوښیارو طالبانو منطق مغلوب او د کمعقلو خبره زور شوه. طالبان د فتوحاتو په هوس، د غنیمتونو په مینه او د هاموېګانو د سوارلۍ په شوق کې دومره غرق وو چې د هاموې او رینجر د یوې اوونۍ په سوارلۍ پسې یې سرونه ورکول. د ډېرو د رینجرو د سوارلۍ ارمان تر دې حده پوره شو چې د همدې رینجرو تر سېټونو یې کولمې هم را وځړېدې.

هغه یوه بل یې د کندوز ښار ته له ننوتلو سره سم خپل دری ورځنی پلان د سیلفي له لارې رسنیو ته بیان کړ چې ګواکې پل او پلکچک جور میکنیم، مدرسه جور میکنیم. د ظالم زویه، نو چې جور می کنی، پس چرا ویران میکنی؟

هلته لوی لوی پلونه ورانوې او دلته بیا بېرته پلچکونه جوړوې. په انسان خو دستي د کافر او منافق ټاپه ولګوې، په دې پله او پلچک کې بیا تقوادار او ګناهګار څنګه معلوموئ؟

هغه ورځ وایي، یوه طالب بل ته ویل چې یاره څه مو غوښتل، دولت ویده ښامار و، له یوې او بلې خوا به مو چوخواهه، چټي مو په ځان پسې را بیدار کړ. که مو کندوز ته سقوط نه وای ورکړی، چاردره به یې ولې را څخه نیوله او که مو د غزني د سقوط اوازه نه وای ګډه کړې، پنځه قوماندانان به مو په یوه وار د آخېرت په سفر ولې رخصتېدل.
دا بې حسه، ویده او غافل دولت دی، که تاسې – بې ادبي معاف- سومبۍ ته خلی نه وای ور وړی، لس کاله نور هم نه را بیدارېده، خو اوس مو لکه چې په ځان پسې راویښ کړ.

یوه بل طالب بیا له صاف زړه خوله پرانیسته وایي، ملا وروره امارت بیا کله د کندوز د نیولو تکل درلود، خو له بې‌نظمۍ او بې‌سروسامانۍ په خطایي ورڅخه ونیول شو، اوس نو وایي ټالیب هم، لکه یو سړی چې چې په لېوه سپور شوی و، تر غوږونو یې نیولی و، خلکو ورته ویل چې دا څه کوې، د خدای په غضب ککړ شې، پرېږده لېوه پرېږده، خو سړي په کوکو ژړل، نارې یې وهلې چې زه خو به یې پرېږدم، خو که یې پرېږدم اوس مې لېوه خوري.

که له مسخرو تېر شو، د کندوز سقوط ولس او ملت ته په تاوان سربېره یوه ګټه هم وکړه.

ګټه دا وه چې یو خو یې د طالب انارشي په ملت له سره ولیده چې هماغه خرک دی، هماغه درک دی. چا هسې جک وهلي دي چې ګواکې طالب بدل شوی دی. طالب لا هم هماغه د انډیوالانو رمه ده چې د غنیمت په نامه د عامه شتمنیو لوټ او تالان ته فتح او په ښارونو کې د ژوند فلج کولو ته شریعت وایي.

پېښوري دوکاندارانو ته به چې حق او ناقه سړی ورغی، سودا به یې بیه کوله، یوه به یې بل ته وویل: مړه اخوا که، اغشتو والا نه دی، تنګولو والا دی.

د طالب په اړه هم اوس ټول خلک همدا وایي چې مړه اخوا که، نیولو او ساتلو والا نه دی، د ګډوډي جوړولو او ولس ازارولو والا دی.

طالب د کلیو جرائم پېشه ځوانان لکه لېونۍ څڼېورې مېږي په ښار را خوشې کړې، ښار پرې ګډوډ کړي، بیا یې د افغان ځواکونو ترحم ته پرېږدي چې یوه میاشت یې د ښاروالۍ والا له واټونو څخه له را ټولولو عاجزه وي.

په وروستیو کې د طالب تر ټولو ستر تاوان د ویده افغان امنیتي ځواک را بیدارول او هغوی ته د یوې منظمې جګړې مشق ورکول وو. افغان امنیتي ځواک په تېرو دیارلسو کلونو کې، په جګړه کې د تېر ولسمشر د نه دلچسپۍ له امله په هایبرنېټ او نیمه ویده حالت کې ساتل شوی وو.

که څه هم هره جګړه فاحعه ده، خو کومه تاواني جګړه چې طالب په خپل وروستي زور او توان وکړه، د افغانستان د امنیتي ځواک لپاره یو جګړه‌ییز مشق او تمرین وو.

د طالب وروستیو جګړو امنیتي ځواک بیدار، منظم او متحرک کړ چې زور به یې تر خوار طالب وځي.

‫#‏سرخط‬ ورځپاڼه
‪#‎Sarkhat‬

د مجيد قرار پاڼه دلته لایک کړئ:
Majeed Qarar

Promote Your Page Too

د مجید قرار د فیس بوک ملګرتیا لپاره دې لینک ته ټک ورکړئ:
Majeed Qarar

Create Your Badge

By میر

7 thoughts on “د طالب وروستی زور، د امنیتي ځواک لومړی تمرین/مجید قرار”
  1. السلام علیکم، ماشالله قرارصاحب!‌‌‌‌‌‌ډیره ښکلی تبصره وه ، له اوله تر اخره می ولو ستله، خو د بعضی دولتي چارواکو لاس درلودل هم ورکښی احتمالي نه وه، مطلب د خارجیانو د شطرنج دانې مو باید له یاده ونه وځي، او بل دکندز خوشی کول او بیا یی بیرته نیول ماته د مسلې اصلي د حل لاره نه ښکاري، او پدی لیکلو د دی نورو راویښول خو لا خوب دی او خیال،او بله دا چی د کندز جګړه ماته د موصل د ښار کن‌‌‌‌‌‌ډوالی را یادوي چی همدا لوبی ورکښی د بل په زور اواشارو روانې وې ښار یی لوټې لوټې کړ، داسی نه چی همغه لوبه دلته هم عملي شي؟

  2. Well said qarar! Although Iam a dari speaker but I manged to read and understand it, keep it up bro, youth generation needs to think and understand well what u saying,
    Wish u all the best

  3. Manana … qarar sahib ..
    Waqi che hmdasi da .. Allah de nor hm tofiq darki .. che di mulla BABBBBAR la nakhwalo mo khalak khabrawe ..
    Manana Qarar sahib

ځواب ورکول rahmat ullah ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *