نجیب الله آزاد

د چهارشنبې په ماښام د موبی ګروپ (طلوع، طلوع نيوز، لمر، ارمان او اراکوزيا) د مامورينو پر موټر ځانمرګي بريد په هېواد او له هېواده بهر دسياسي او مدني فعالينو غبرګونونه راوپارول. په دې کې هېڅ شک نسته چې د يادې پېښې قربانيان د لسو زرو افغانيو په بدل کې غريب ملکي وګړي (د ګرافېک چارو کارمندان) وو او د دوی سره تر سره سوې پېښه رېښتيا هم د غندلو ده لاکن ايا دا وګړي او اوس د دوی د وير پر ټغر د موبي ګروپ نور کارمندان په دې خبر دي چې دا خلک د کومې تګلارې قرباني سول؟

د دې پېښې وروسته د هېواد ډېريو صوتي او تصويري (په ځانګړې توګه موبي ګروپ) رسنيو ياده پېښه تر پوښښ لاندې نيولې، لاکن ايا ياده پېښه د خپل نوعېت يوازېنۍ پېښه ده؟ او که چېرې د موبي ګروپ ځواب دا وي چې ځای هغه سوځي چې اوور په بل وي او وير او ژړا د مقتول په کور کې وي نو د موبي ګروپ شبکه بيا شخصي کور او د وير ځای نه دی، شخصي پانګه که څه هم دحکمي شخص له حقوقو څخه برخمنه ده لاکن د معنويت له مخې د خپلو مکلفيتونو پر بنسټ له اډينس ( خپلو لېدونکو او اروېنوکو) سره خپله دا پانګه شريکوي او د دې حق بيا له لاسه ورکوي چې خپلې شخصي منافعو ته دې پر ملي منافعو ترجېح ورکړي.

د موبي ګروپ طلوع د اينه تلوېزيون څخه وروسته په هېواد کې دوهم شخصي تلوېزيون و چې خپل نشرات يې پيل کړل او په تېرو پينځلسو کالونو کې په هېواد کې د زرګونو خونړيو پېښو لکه په کال ۲۰۱۱ کې د کندهار په ارغنداب کې پر واده برېد (چې ۸۵ کسان پکښې شهيدان سوال)، په ننګرهار کې پر ودونو د بمباريو، په پکتيکا کې د واليبال په ميدان کې چاودنه، د شاه شهيد پېښه او ان د بشپړ ولايت (کندز) د سقوط شاهد پاتې سوې لاکن دا ټولو پېښو ته يې نيم ساعت کورېج (پوښښ) هم ور نه کړ خو کله چې په پرونۍ پېښه کې د دوی اته کسان هدف وګرځېدل (الله دې ښه ورسره وکړي) نو د دوی ټولې شبکې دا يوه پېښه تر پوښښ لاندې ونيوله چې په دې لړ کې يوازې د پنجشنبې د سهار له اته بجو بيا د شپې تر دوولسو بجو دوی د مدني فعالينو، د ولايتي شوراوو، د ژورنالستانو، د سياسي کارپوهانو او واليانو څخه ۸۹ کسان خپل مېز ته راوبلل او ياده پېښه يې په (کلکو ټکو) په وغندله.

خو په هر صورت، ياده پېښه د انساني کراماتو په چوکاټ کې هېڅ ډول هم د توجېح وړ نه ده لاکن هېره دې نه وي چې ياده پېښه د طلوع او يو (يک) تلوېزېون د ژورنالېزم له اخلاقو او بې طرفې څخه د وتلو عکس العمل دی، د کندز له سقوط وروسته کله چې افغان ځواکونو کندز بېرته ونيو نو طلوع او يو تلوېزيون بې له کومو شواهدو بې بنسټه راپورونه خپاره کړل چې ګواکې طالبانو په کندز کې پر ښځو جنسي تېری کړی که څه هم طالبانو په خپله دفاع کې هېڅ ډول غبرګون و نه ښود لاکن کله چې د کندز ولس دا غږ پورته کړ چې له ېوې خو د اربکيانو، له بلې خوا ته د افغان ځواکونه او بيا د طالبانو له لورې زموږ هر څه تباه سول خو موږ خپل د زغم ټټر خلاص ونيو لاکن اوس يادو رسنيو زموږ پر هغه څه وار وکړ چې موږ يې خپل ژوند بولو او هغه زموږ ناموس دی، طالبانو داسې هېڅ څه هم نه دي کړي کوم چې يادو رسنيو خپاره کړل،. په دې لړ کې د کندز سپينږيري ولسمشر غني ته راغلل چې ګواکې ولسمشر به نه يوازې يادې رسنۍ اړ کړي چې د خپل خپور کړي راپور په هکله پښنه وغواړي بلکې د هغوی به عدلي او قضايي ارګانونو ته په لاس ورکړي، لاکن کله چې ولسمشر په دې کړنه بريالی نه سو نو طالبانو دواړو (طلوع او يو) تلوېزيونو ته خبردارۍ ورکړ چې د کندز له ولسه دې رسمي بښنه وغواړي خو يادو رسنيو دا خبرداری له پامه وغورځاوه نو طالبانو يادې شبکې بې طرفه و نه بللې او په کابل کې يې د خپل نظامي ټارګټ په نوملړ کې يې شاملې کړې.

دلته د طالبانو دا اقدام هم هېڅ ډول اسلامي او يا هم افغاني سرچينه نه لري ځکه چې طلوع د تېرو ديارلسو کالونو راهيسې هر ډول فحاشي، تبعيضي، نفاقي او کلتوري يرغل کوي لاکن د دوی بيا نن ورته فکر سو او په پای کې يې اته کمزوري، بېچاره او د هر ډول اجرايه، او مشورتي مشرتابه څخه بې خبر مظلوم وګړي د خپل ظالمانه هدف ښکار کړل.

طلوع، يو (يک) او ورته نورې رسنۍ بايد د اساسي، رسنيز قانون او هر ډول ژورنالېستيک اخلاقو په پام کې نيولو سره سم خپلې کړنلارې او تګلارې پلي کړي کنې د ډېريو افغانانو، عبدالجبار ثابتانو، معدني فعالينو او طالبانو د خپل ډول نيوکو، غبرګونونو او بريدونو سره به مخ سي.

د سر لوړي او سوکاله افغانستان په هيله…

————————————-

د هرې بلې لیکنې په شان، چې د لیکوالو په نوم خپرېږي، دا لیکنه هم د تاند د دریځ ښکارندويي نه کوي.

5 thoughts on “د طلوع کارمندان چا ووژل…/ نجيب الله ازاد”
  1. هغه ورځ چې ما ته دوه تنکې ماشومان او دری ځوانان په غولي په وینو لړلي بې سا(بې روحه) پراته وو،اوهغه ګړئ چې امریکې په ما بمونه اچول اوما پښې لوڅې یوه خوا بله خوا ځغستل،ایا دنڅا ــ سندروــ عیش اوعشرت تلویزیون له ما څوک خبر کړل اوامریکا ئې وغندله؟؟؟۰
    نه ـــ ولې ځکه چې زه اوغانه وم اویم۰۰۰
    یوازې یو الله(ج) پوهیږي چې څوک شهیداوڅوک نه شهید ۰ خوبیا دې هم جمله عالمیان وبخښي۰
    د سر لوړي او سوکاله افغانستان په هيله او مړه دې وي دافغانستان دښمنان۰

  2. ZAMA ZRA KHO HIS DA NA AKHLI CHE DA BA TALIBANNO KARAI WEE, ZAKA TALIBAn ASLAN WOJOD NA LARI. KA TALIBAN PO REKHTIA SHTA, NO DOI BA DA KAR DE DOI DE TASIS NA KARAI WA. DE TOLO BADBAKHTAYO AMEL TOLO TELEVISION DA. ZABA HISKALA POR DOI BANDE ZRA WANASWAZWAM AW KA SOG WARSARA KHWAKHOGE KHAYE HAGHA AFGHAN NADAI.

  3. د طلوع تلویزیون د مظلو مو کار مندانو چې د یوې مړۍ ډوډۍ د پیدا کولو لپاره یې خپل خواږه ژوندو نه له لا سه ور کړل د هر انسان لپاره غمیزه وه خو دا بیچاره انسا نا ن د هغو پردیپا لو د شو مو او بیګانه انسانی ، اخلا قي او اسلا مي ضد اهدا فو ښکار شول چې دا مسلما نه او با عزته ټو لنه یې په هیڅ ډول منلو ته تیاره نه ده، په فزیک کې یو اصل د عمل او عکس العمل په نا مه مو جود دۍ او دا خا صیت الله (ج) د کا ینا تو په تکویني قا نو ن کې وضع کړۍ دۍ چې هیڅ شۍ ترې مستثنی نه دۍ، خو دلته دا عکس العمل د مظلو مو او بې اسرې انسا نا نو د وینو په قمت تما م شو ، کله چې په ځنګل کې اور بل شي بیا نو وچ او لامده دواړه سیزي، زموږ غمیزه داده چې دلته د وچو پر ځای لامده سوزي

  4. واقعيت همين است تلويزيون طلوع با پا ليسي غلط نشراتيش كه طرح ان در ايران و اسرايل ريخته شده زمينه پخش فساد أخلاقي تعصبات قومي ولساني را فرآهم ساخته و به ترويج فرهنگ وزبان ايران خدمت مينمايد اين شبكه مزدور نشان داده كه شبكه است كه هميش بر ضد منافع ملي بوده و هيچگاه به نفع وطن كار نكرده است
    بعد از حكومت كرزي به سخنگوي رياست إجرائه مبدل گرديده است
    زماني كه بر تلويزيون هاي ديگر حمله صورت گرفته حتي صدايش را بلند نكرده
    وأين فعالين به اصطلاح حقوق بشر و ازادي بيان نيز خاموش بودند
    دو روز قبل از اين حادثه المناك حادثه ننگرهار بود كه دران سيزده تن جان بأختند ولي نه طلوع ونه مدافعان حقوق بشر نه ملل متحد ونه امريكا اين حادثه را تقبع كردند
    تبعيض از كجا تا كجا مانند اي حادثه غزني محشرًبرپا كرد ولي حادثه ميدان وردگ بهسود حتي برگي را تكان نداد
    با اين طرز برخورد تنها عقده و تعصب زاده ميشود و قوم برادر هزاره را كه رهبران شان در زمان حكومت مجاهدين در پهلوي ديگر جنگ سالاران به جنايات نا بخشودني دست زده اند وبأيد در برابر ملت محكمه شوند بيشتر در أذهان مردم بد جلوه ميدهند وبس
    منحيث يك انسان از كشتن افراد ملكي در هرجا از هر قوم وزبان كه باشد متأثر ميشوم براي كارمندان طلوع كه مردم غريب بودند سخت متأثرم ولي بايد گفت اينان قرباني أهداف معرضا نه مسولين ومالكان شان شدند
    بايد طلوع بر نشراتش تجديد نظر نموده واز پخش فساد أخلاقي و تعصبات قومي و مروج ساختن اصطلاحات ايراني دست بر دارد ًبيشتر باعث بدبختي كارمندانش نشود
    با حرمت

ځواب ورکول Syed ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *