عبدالستار سعادت

چارلي چاپلين د سينما په تاريخ کې يو نابغه تېر شوى؛ سره له دې چې په سينمايي برخه کې پرمختللې ټکنالوژي رامنځته شوې، خو د هغه هنر يې په تور او سپين فلم کې د زمان د مرور تر قاعدې لاندې راوستى نه دى او لا زيات مينوال لري.
د هغه په سينمايي آثارو کې د طنز په ژبه ژوره تراژيدي او فلسفه پرته وي.

هغه يو فلم کې په يوه کارخانه کې مزدور وي، کار يې په ﴿رېنج﴾ د ﴿نټونو ﴾ کلکول وي، د وخت په تېرېدو سره يې دا عادت ګرځي، دومره په کې غرق شي چې نور نو هر څه ورته ﴿نټ﴾ ښکاري، ﴿رېنج﴾ يې په لاس کې وي او پرې تاوه وي يې…

تر دې چې د خلکو پوزو ته يې هم وراچوي. چارلي د انساني اصالت مسخه کېدل او ماشيني کېدل نقدوي، خو؛ زه چې دا فلم ګورم، ځينې خلک مې سترګو ته درېږي. ځينې کسانو د کلونو راهيسې يوازې انتقاد کړى چې دا يې عادت شوى دى. د دوى حواس حتى دوى سره مرسته نه کوي، باصره حس يې هر رنګ ورته تور ښکاروي.

د شکايتونو کمسيون چې په هېواد کې يې د روڼوالي او اعتماد جوړونې بنسټ کېښود، د دوى له ﴿رېنج﴾ څخه يې ﴿پوزه﴾ نه ده خلاصه. کله شک او کله ناروا انتقادونه کوي؛

دوى سره يې حافظې هم ملتيا نه کوي، هغه ورځې يې هېرې دي چې په لسګونو زره رايې د تړلو دروازو تر شا باطلېدې. هغه حالت يې هېر دى چې فيصلې به د زورواکو په کورونو يا تر دې بد، شهزاده سراى کې کېدې.

مونږ شفافيت رامنځته کړ، د انتخاباتي عدالت هيلې مو راژوندۍ کړې؛ د علني غونډو کلتور مو رامنځته کړ، د زر او زور طلسم مو مات کړ.

د رېنج خاوندان دې خداى روغ کړي، خو؛ تر دې يوه بله بده او ناولې او حتى بې شرمه ډله هم شته، هغه د تېرو ټاکنو مجريان دي. هغه کسان چې انتخابي څوکۍ يې په شهزاده سراى کې خرڅولې، هغوى هم په مونږ نقد کوي.
هغه کسان چې د دې ملت په اراده يې معاملې کولې، مونږ ته نصېحتونه کوي.

داسې انتقادونه زورنکي وي، که په دې ملک کې داسې انسانانو ته د مجازاتو کلتور نشته، دوى خو دې خپلې څېرې چاته نه ورښيي.

—————————

ښاغلی سعادت د افغانستان د انتخاباتي شکایتونو د خپلواک کمیسیون ريیس دی.

19 thoughts on “د عادت له مخې/ عبدالستار سعادت”
  1. Sadat Saib Allah de mal shah, kha kar kaway. Da adalat tskha kar akhlay. Yawazay da khalko khedmat kawah. Da zorwako, hasidano aow da Kameeson pokhawano majnono charwako khyial ma sata. Da dagho khalko pa haqlah ba tareekh aow da Afghanistan wolas qazawat kawayee. Da kameeson majnono charwako pa tero intekhabato ke da darghalay mesal qayem kar.

  2. قدرمن سعادت صایب سلام و علیکم و رحمت الله
    الله ج دې تاته توفیق درکړي چې ناولې رايې له ولو بیلې او درغلي کوونکي وشرموې. ډیر افغانان له هغو څخه یو زه په دې باور یو چې تاسو د زړه له تله غواړۍ هیواد او ولس ته خدمت وکړئ. که څه هم ما تاسو مخامخ نه یئ لیدلي خو ستاسو بحث مو په ګردیو میزونو کې اوریدلی او لیدلی، ماشاالله تل مو په ډیره زړه ورتیا د حق لوری نیولی او ښه، پرځای مسلکي او منطقي بحث مو کړی دی. اوس هم افغانان ستاسو څخه ډیره هیله لري. الله ج مو بریالی او سرلوړی لره او د هیواد او ملت ته خاینین دې الله ج مخ توري لري. آمین ثم آمین.

  3. هېڅ اندېښنه مه کوئ. ولس له تاسو سره دی. کږې خولې په سوک سمېږي.

  4. ښاغلی سعادت صیب، لکه چې پخپلې مرکې کې مو ویل چې انسان باید د عمر ډېر حریص نه وي، په رښتیا چې ډېره د غیرت خبره مو کړې. په دې هېواد کې چې زموږ د نیکونو میراث دی باید هم د تا په څېر نور داسې خلک پيدا شي چې باطل ته نه او حق ته هو ووايي، که څه هم چې له ګواښونو سره هم مخ وي.
    په ننګ مړ خو څه مړ نه دی د بې ننګه ژوند جفا ده
    لاس به وانخلم له ننګه که په ننګ پاته دنیا ده
    چې سر ورکړي احمدشاهه د هغو مینه رښتیا ده
    او په پای کې وایم چې الله دې له هره مصیبته په امان او سرلوړی وساته

  5. سعادت صاحب ته سلامونه او بریالی ووسی!
    داډلی او ټپلی ټول ملت ته معلومی دی، ددوی تاسو سره فردی مشکل نشته دومشکله لری یو دوی مفسدین دی او مفسد خوښوی او تاسو په ایمانداری او رښتینوالی سره خپله دنده تر سره کووی، دوهم دغه پاټکیان اوپښتون دښمنه عناصر ستاسو له پښتونوالی سره هم ستونزه لری ملا معنوی خو هسی یو مفسد سړی وواو تیر ټاکنی په رسوایی سره پای ته ورسولی ، ملت ته ستاسو صداقت معلوم دی هسی خوهم ده …. په خوله دریاب نه مرداریژی، دوی دی خپلی ناری او سوری وهی ، انشالله داسی ورځ به راشی چی داهیواد بیرته دملی خایینیو له لاس دهیواد اصلی بچیانوته ورسیژی، بریالی ووسی.

    مسافر

  6. ګران ورور سعادت !
    نن یی که څوک منی او که نه ، خو حقیقت دادی چی هغه د څیړلو طریقه چی تاسو شروع کړی په هغه تبصره او بیا نیوکه د لیونیانو کار کیدای شی. بله د زړو چارواکو د تبصرو او پدرانه نصیحتونو ده ، هغوی په هره رسنی کی د خبرو په بدل کی د فی دقیقی په حساب حق الزحمه اخلی. دوی غواړی د هغو بیچاره خلکو په سترګو کی خاوری واچوی کوم چی تر اوسه لا هم د بت پرستی په ناورین اخته دی . په دی زمان او پیړی کی چی څوک لا زاړه او وراسته بوتان لمانځی یا خو یی په شعوری ډول د څه کړو هوډ کړی او یا نا خبره دی په هر صورت الله پاک دی پر دوی او مونږ رحم وکړی..

  7. سعادت صاحب!
    ستا لویه ګناه دا ده چې پښتون یې.
    ګنې ستا پر قانوني کارونو، ښه نیت، پاکۍ او صداقت کې شک نشته.
    خلکو د تېرو پارلماني انتخاباتو شپې هېرې کړې دي چې معنوي صاحب څه نادودې چې په کې ونه کړې.
    موږ نور څه نه شو کولای، خو معنوي ملاتړ مو درسره دی.
    دغسې په صداقت او شفافیت لاره وهه، تاریخ به دې په اړه ناسم قضاوت نه کوي. دا د تهمتونو ګردونه به کېني او ستا ځلانده کارنامه به خلکو ته جوته شي.
    بریا دې غواړم

  8. ګران سعادت صاحب،
    ستاسو خبرې ما د شمشاد د تلویزیون له لارې چې د ښاغلي خپلواک ساپي مېلمه وئ ، په ډېر دقت او زير سره واورېدلې. ستاسو د خبرو څخه ما داسې انګېرنه وکړله چې تاسو یو پاک او هوډمن ځوان یاسئ . زه پوه شم چې حتی د افغانستان په اوسني چاپېریال کښې هم صادق او پاک نفسه انسان موندل کېږي چې د حق څخه په کلکه دفاع کوي، حق ته حق او باطل ته باطل وایي . زه تاسو ته د بریالیتوب هیله کومه او ستاسو څخه په درنښت هیله کومه چې نور ځوانان هم و هڅوئ چې صداقت او ایمانداري خپل د ژوند معیار وګرځوی ترڅود حقیقت ډیوه د پیسو د واک په پېر کښې نه یواځې مړه نشي بلکه لا ځلانده شي او هغه تورتم وجدانونه چې باطل حق او حق باطل ګڼي د څپلې ځلا په زور د حق منلو ته مجور کړي .
    ستاسو د لا بریالیتوب په هیله.
    په درنښت
    اېنجینیر عبدالفتاح رووفي – هالنډ

  9. سعادت جانه وروره الله ج دی درته نور استعداد هم درکړي داسې ډیر کم خلک پیدا کیږي چې دباطل په وړاندی د حق غږپورته کړي او بیا په داسې وخت کې چې حق ویونکي ډیر کم پیداکیږي، اوس دا یو دود او عادت جوړ شوې چې زورور هر څه وايي باید ورسره ومنل شي. او یا فیفټي فیفټي شي، او وايي چه چاره نشته ولې نشته دحق په لاره کې ځان قربانونکي سره الله ج مرسته کوي . او دټولو څخه بهتره دا چې خپل وجدان او رب العلمین ته خو به خجالته نه وي. الله ج دی درسره مرسته اوکړي دامتحانونو ورځې دی دي دټول افغان ملت وروڼو او خویندو سترګي یواځې همدا تاته دي هیله ده چې سعادت ورور مو دخپلو خویندیو او میندو ارمانونه هم پوره کړي نور خو ددی کړیدلي ژوند څخه ډیرې تنګې شوي یو.

    په پښتنه مینه

  10. سعادت صایب نیکې هیلې او سلامونه
    ستاسو په ښو اجرااتو ټول ملت ویاړي او تاریخ به هرو مرو ستاسو پر زړورتیا او روڼ توب وویاړي، تاسو په رښتیا هم د یوې رڼې ټاکنیزې پرووسې بهیر جوړ کړ او ټول ملت ته مو دغه کار په عمل کې ثابت کړ. هیله ده چې ټولې سرغړوونې سمې تر مایکروسکوپ لاندې وګورئ او هیڅ ډول کوچنۍ درغلي هم درنه پټه پاته نشي.

    نن مې هغه پخوانی بې مانا تش په نامه معنوي کتلو چې ببولالې یې ویلې، ما ویل نو نشته، انصاف نشته کنه دغه خاین انسان او ده ته ورته ډیر خاینان باید اوس د تورو تمبو تر شا پراته وی. د رنج والا مو ډیر ښکلی مثال ورکړی، د هغوی اوس عادت دی، لکه بیکاره ښځه هسې له د ابرو او عزت له خاوندانو سره ځان بندوي ځکه چې خپله خو هیڅ ډول عزت نه لري خو د عزت د خلکو په لمن تور داغ لګول غواړي.

    غم مه کړه ټول ملت ته انتخاباتي فاحشه داسې مالومه ده لکه په سیمه کې د هیرا منډيي.

    ستاسو د بریا په هیله.

  11. عزتمند ورور سعادت صاحب ؟
    الله دي دخبل فضل اوكرم بأندي به أمان كي وساته همدا ستا لور ا فتخارات او ديره غته معنوي سر مائه ده فسبوك وكوره جه أفغانان دستا به ادرس خه شايسته او دافتخار دك كلمات استعمال وي ته خو خه كوي جه ستا اولاد به ستا به دي افتخارا تو وياري زوندي او موقفه أوسي وسلام
    جلالزوي

  12. Salam dear,

    We are all proud of you and admire your bravery to stand up to these corrupt criminals.

    You are a symbol of what makes afghan a great nation, fearless and intelligent.

    Let me correct others, being pashtoon is your strength not weaknes.

  13. سعادت سیب! له مونږ سره هغه الفاظ نشته چی تا اوستاسی جرات او شهامت پری وستایو. خو یوازی دومره وایم چی اوس افغان ولس ویښ شویدی، اوس افغان ولس هغه ولس نه دی چی د چا په خبرو، تنظیمونو، وعدو، منحوسو ایډیالوژیو او … باندی وغولیږی. اوس په افغان ولس کی دا وړتیا او شهامت شته چی خپل راتلونکی پخپله وټاکي. ولی بیا هم مبارزی ته اړتیا شته، لږ تر لږه پنځو یا لسو نورو کلونو ته اړتیا لرو چی ځان له دی منفور څهرو او ددوي له منفورو نظریاتو څخه خلاص کړو. مونږ به خوصله نه بیالو او میدان به ورته نه پریږدو. هغه ستا خبره مرګ یو ځل راځی. ځکه ورته میدان پریښودل هغه څه دی چی دوي یی غواړی، تر څو زمونږ روڼ سهار خدای مه کړه بیا تیاره ماښام کړی.

  14. salam sadaat sahib Allah di tala nor ham taqat darki tar so hamdasi da prosa makhki yosi ao pati sho entaqad newal.da da zeno kasano adat di tasi pa di ma khafa ki gai afghan Wales stasis tr Sha walar di ao pa tasi bandi fakhar kawee che dasi qadroona Afghanistan ki LA shta ao Allah di tasi deer omer darki.

  15. سعادت صیب !زمونږ ویاړ او شمله یی، خدای پاک د ډیر عمر درکړی، تل بریالی او سرلوړی اوسی ، ستاسو اوسنی دریځ او په دنده کی شفافیت افغانانو ته هیله او انرژی ورکوی دهیڅ ګواښ تر اغیز لاندی رانه شی افغانان اوس دوست او دښمن ډیر ښه پیژنی ، هیڅ وخت به دغه تورمخی ، بدرنګی او خیرنی څیری چی تل یی په ننګ او ناموس سودا کړی،تل دخپل جیب او چوکی په فکر کی دی ،دهرچا ډول ته څڼی اچوی، خپل شوم هدف ته ونه رسیږی ، دافغانانو سترګی تاسو ته دی هیله من یم چی تر اخیره به همداسی دهرډول ګواښونو په وړاندی دغره غوندی ولاړ وی او حق به حقدار ته وسپاری. ،

ځواب ورکول Mirwais ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *