د عامې روغتیا وزیر فیروزالدین فیروز

عبدالله پیکار، کابل –

د تعریف شویو پانګو په لړ کې تر ټولو مهمه پانګه بشري پانګه ده خو دبشر لپاره دپیدایښت له ورځې واخله دمرګ تر ورځې پورې مهمه پانګه بیا روغتیا ده .

د ګڼ شمیر پرمختللیو، مخ پرودې او حتی وروسته پاتې هیوادونو په عادي او پراختیايي بودیجه کې صحت لومړی یا دویم مقام لري، افغانستان هم تر ډیره وخته د عادي او پراختیايي بودیجو جوړولو پر مهال روغتیا يي سکتور په صدرفهرست کې نیولی و اما نن ورځ زموږ دعامه روغتیا وزارت د څو تنو اوباشانو د  قومي، سمتي، تنظیمي او مافیايي خرمستیو په ناتار کې را ګیر دی امازموږ په جګړه کې ښکیل او مجبور ولس په هیڅ توګه دغې مهمې حیاتي او ملي  مسئلې ته پام نه کوي.

د روغتیا وزارت چې شاوخوا نیمه بودیجه یې په تیره یوه نیمه لسیزه کې  د مافیايي او تنظیمي داړه مارانو له خوا تاراج کیدله د ښاغلي ډاکټر فیروزالدین فیروز په راتګ سره تر یوه بریده کنټرول شوه، نوموړی ډاکتر چې دپنجشیر ولایت اوسیدونکی دی یو مسلکي شخص او تر ډیره بریده لاتراوسه یوه  ملي څېره ده.

که څه هم ښاغلی فیروز ونه توانیده چې د عامه روغتیا وزارت د خورد او بُرد پر څوکیو ناست قومي، تنظیمي او مافیايي داړه ماران له خپلو منبصبونو ایسته کړي اما تر خپله وسه یې کوښښ وکړ چې دنوموړي وزارت مسلکي او کادري څانګو ته بې له تنظیمي، کمپایني، او قومي لیدلورو مسلکي، صادق  او علمي  کادرونه معرفي کړي، اما د وزارت  مهمې او تصمیم نیونکې څوکۍ  بیا هم د ډیرو منحوسو څيروپه لاس کې پاتې وې، ترڅو چې ولمسشر غني د څو تنو مافیايي او متعصبو لوټمارانو په اړه یوه قاطع پریکړه وکړه او څوکۍ یې ترې خلاصې کړي.

په جنسي او رواني ناروغیو ککړ مفسدان قومي ټیکداران، مافیايي لنډغر او تنظیمي اوباشان د مؤقتې ادارې له تأسیس څخه را په  دېخوا تر پرون ورځې پورې ددغه وزارت دواک پر ګدۍ مسلط وو ، ولسمشر غني چې وپوهیده وزارت چپه کیدونکی دی نو د اشدې اړتیا له مخې یې ددغو غلو او داړه مارانو دوه درې تنه ورټل او ددوی دندې یې تعطیل کړې، مافیايي ښامارانود خپلو سپیدار مېشتو او ارګمېشتو ټیکه دارانو  په سلا مشوره څو تنه شراچونکي ددې لپاره استخدام کړل چې د وزیر په شمول ټول هغه مسلکي کادرونه وداړي چې ددوی د غلا، اخلاقي او اداري فساد مخه یې نیوله.mafia-in-afghanistan

دروانې اونۍ په جریان کې د وزارت تر ټولو متعصب او مافیايي آمر له خپلو ټوپکمارانو سره د وزارت دروازه قبضه کړه او له سهاره تر ماسختنه یې د وزارت ټول مامورین، مریضان او حتی مېرمنې او ماشومان په وزارت کې یرغمال ونیول مګر دحیرانۍ خبره دا وه چې امنیتي ځواکونو پرې د ټولې ورځې په اوږدو کې هیڅ  غوږ ونه ګراوه .

د وزارت یرغمل کوونکی د عامه روغتیا د مخدارتو پر وړاندې د مبارزې  تنظیمي ونډه خوریو  امر و چې په تیره موده کې يې ددغه وزارت  په میلیونونو ډالر بودیجه حیف ومیل کړه ، ددغه رواني او تنظمي مریض دغلا ګانو دمخنیوي لپاره د صحت وزیر نوموړی  تبدیل کړ او په وزارت کې یې تر دې لوړه څوکۍ ورکړه خو جالبه دا وه چې د خورد و بُرد د نشتوالي له کبله ښاغلی امر اوچت شو او ټوپک ته یې لاس کړ، دخپلو تنظیمي داړه مارانو په ملاتړ په سرو سترګو راغی او په وزارت کې یې د ټولو اخلاقي نورمونو په خلاف په وزیر هم سترګې برګې کړې او ځینې ډاکټران یې هم وډبول.

د عامه روغتیا وزارت له شته ستونزو سره سره بیا هم له ۱۳۸۲  هـ ل کال څخه تر اوسه پورې  ګڼ شمیر پرمختګونه کړي دي اما دا هم په هیڅ توګه کافي او قانع کونکي نه دي.

  • په ۱۳۸۲ هـ ل کال کې دولادت پر مهال په هرو ۱۰۰ زرو مېندو کې ۱۶۰۰ مېندو ژوند له لاسه ورکاوه اما نن ورځ دا شمیره ۳۲۷ تنو مېندو ته راټيټه شوې ده .
  • په ۱۳۸۲ هـ ل کال کې د ټولو قابلو تعداد ۵۰۰ وخو اوس دا رقم ۵۰۰۰ ته رسیدلی دی.
  • په ۱۳۸۲ هـ ل کال کې یوازې ۹ ٪ خلک له صحي خدماتو برخمن و اما نن ورځ دا سلنه ۶۷ ٪ ته رسیدلې ده.
  • په ۱۳۸۲ هـ ل کال کې دنویو زیږیدلو ماشومانو دمړینې کچه ۲۵ ٪ وه اما نن دا شمیره ۱۰ ٪ ته رسیدلې ده .
  • په ۱۳۸۲ هـ ل کال کې دټولو صحي مراکزو شمیر ۴۹۶ و اما نن ورځ ۲۲۰۰ صحي مراکز په خدمت بوخت دي.
  • له نیکه مرغه اوس په ټول هیواد کې د صحي کارمندانو شمیر ۴۱۵۰۰ کسانو ته رسیږي چې ۲۰ سلنه یې مېرمنې دي.

په همدې ترتیب نوموړي وزارت پر تمباکو او نورو دخانیاتو باندې د لوړې مالیې دوضع کولو غوښتنه وکړه چې تر یوه بریده به ورسره وژونکي امراض راکم کړل شي، په مرکز او لرې پرتو سیمو کې یې مجهز  خصوصي   روغتونونه تشویق کړل او دمعتادانو لپاره یې پراخ کمپینونه پیل کړل.

په لومړي ځل دنوموړي وزارت له خوا د طبي تولیداتو ملي مرکز پرانیستل شو چې د باکیفیته درملو په جوړولو کې به اغیزمن رول ولوبوي.

په ورستیو کې دعامه روغتیا وزارت یو بل مهم ګام دا و چې  په لومړي ځل یې په دغه وزارت کې د نویو میتودونوپر بنسټ دعلمي تحقیقاتو، سروې ګانو، ارقامو دټولولو او څیړنو یوه فعاله او مسلکي څانګه رامنځ ته کړه چې د راتلونکي لپاره دغوره تدابیرو او پروګرامونو جوړولو تیوري ګانې وړاندې کړي، دولت ، مرستندویه سازمانونو اوهیوادونو ته هغه دقیق او منل شوي معلومات وړاندې کړي چې د سانتیفیکي څیړنو پر مبناء ارائه شوې وي.

مافیايي، تنظیمي او تعصبي کړۍ په خپل ټول توان دپورته ذکر شویو ټولو لاس ته راوړنو په مخ کې خنډ وې اما د یاد وزارت مسلکي وزیر یې له خپلو څو تنو رښتینو ملګرو سره په میړانه مقابله وکړه خو دا مو په یاد وي چې  شیطانان لا تراوسه هم ددغه وزارت پر بلۍ ګرځي او کوښښ کوي دلازم فرصت په پیدا کولو ددغه وزارت لاس ته راوړنې له خاورو سره خاورې کړي او دمظلوم ملت بودیجه خپلو نه ډکیدونکو جیبونو ته واچوي.

نو ځکه په ولس او ولس مشر غږ کوو چې دعامه روغتیا حیاتي وزارت وژغورئ!

4 thoughts on “د عامې روغتیا وزارت وژغورئ”
  1. وزیر له څو همرازو غلو نورڅوک نه شی زغملی اولکه څنګه چی تاسی په تبصره کی هم ورته اشاره کړی چی دمخدره توکوپه وړاندی دمبارزی ډیپارټمنټ په ملیونهاو ډالر حیف اومیل کړی نواوس کیدای شی جناب وزیر صاحب خپل یوهمرازی غل دی څوکی دپاره په نظر کی نیولی زه له ښاغلی ډاکټر صاحب سره چی سره چی تراوسه یی دمخدره توکو دمبارزی مسولیت په غاړه درلوده هیڅ بلدتیا نلرم اوحتی دهغه نوم هم نه پیژنم ولی دومره پوهیږم چی وزیر په هرډول فساد کی ککړدی اوددی لپاره یی یوخه دننګرهار دعامی روغتیا پخوانی ریسس ددلیل په ډول ذکر کولی شم چی هغه یوفاسد،چټل ، او چی څومره بدصفتونه یو انسان لری هغه ټول لری ولی بیاهم دوزیر ترټولوبااعتماده اورازداره شخص دی ، په کوم دلیل داسی وزیر پاک ، کارکن، اوداسی دنورخه صفتونه داسی وزیر ته ورکولی شو اصل حقیقت دادی چی وزیر غواړی چی ټول هغه مهم بستونه خپلو اندیوالانو اولوفر ملګروته ورکړی کوم چی له ده سره په فساد کی ککړ دی دابرخورد دقومی،سمتی ،تنظیمی تعصب او فساد پر خلاف کوم ګام نه دی بلکه دوزارت موجودمنابع چی په واقعیت کی دمظلومو افغانانو د خه خدمت ،ددنیا اواخرت دکامیابی امتحانی منابع دی ښاغلی وزیر صاحب یی غواړی چی دوزارت په دوران کی یی دفاسدوملګروسره یوځای هضم اوجذب کړی نور له دی پرته هیڅ هم نشته
    مننه

  2. نو باید داسی ووایو چه د بن تړون هم د سقاویانو ابتکار او عملا سقاوی تړون وو او تیر ۱۵ کاله اصلا اکثریت حکام غله وو او د ۴۰۰ لویو غلو لست چه تر اوسه افشا شوی ندی هغه هم کیدای شی ۳۹۵ یی د سقاوی مدرسی قهرمانان اود جناب عالی مقام ریښتونی پیروان وی او که نړی کی د غلو نړیواله سیالی دایره شی زه باور لرم دا ریښتونی بچیان یی د کرزی صاحب په دعا یی وړی.

  3. تر کومه چي زه ګورم د عامي روغتیا له وزیر څخه پنجشیریان سخت نفرت کوي، هغه ورځ چي ولسمشر هم ورغلی وو اکثرو پنجشیریانو وايي ویل چي ( از برای خدا یک پشتون را بیارید امی بیناموسه ګوم کنین) نو لدي نه معلومیږي چي وزیر اصولي شخص دی، په وزیر باندی د یو معتاد لخوا د ایچ ای وي په وایروس ککړه پیچکاري په وسیله حمله هم وايي یو پلان شوی کار وو چي په عامي روغتیا وزارت کي میشتې مافیا پکي لاس درلود، والله اعلم . په هر حال د خدمتګار شخص حمایت باید وشي که هر څوک وي.

  4. هرهغه څوک چې تر داکتر بشیر نورمل د استاد غضنفر شاګرد او د وزیر استادڅخه یی زیات خدمت کړی وی ماته دی وښايي خو سرنوشت یې د یوعادي داکتر څخه هم ورته بدتر کړ
    !

ځواب ورکول babrak ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *