د عامې روغتیا وزیر فیروزالدین فیروز

تاند- د افغانستان په عامې روغتیا وزارت کې د پراخ فساد د خبرونو له خپرېدو سره په یو وخت د دغه وزارت چارواکو خپل ۶۴ کارکوونکي په فساد کې د لاس لرلو په تور لویې څارنوالۍ ته معرفي کړل او ۳۰ تنه نور یې برطرفه کړل.

د عامې روغتیا وزیر وايي، اکثره له کاره لېري کړای شوی او څارنوالۍ ته معرفي شوي کسان د عامې روغتیا د وزارت ريیسان او مدیران دي.

فیروزالدین فیروز وویل:«لومړی مو یو شمېر کسان، چې په فساد کې شریک ول، لېري کړل، بیا مو د ۶۴ تنو نورو دوسیې د هیواد عدلي او قضايی اورګانونو ته ولېږلې.»

ده زیاته کړه، له دې وروسته که په دغه وزارت کې چا اداري فساد وکړ، رشوت یې وخوړ، نیول کېږي به او څارنوالۍ ته به معرفي کېږي.

تر دې مخکې له اداري فساد سره د مبارزې د څار خپلواکې کمېټې په خپل یوه څېړنیز راپور کې ویلي و چې د عامې روغتیا په وزارت کې اختلاس او شخصي استفاده عادي کارونه ګڼل کېږي.

د عامې روغتیا وزارت اړوند تېلو، دارو درملو او امبولانسونو څخه شخصي استفاده او له ناروغانو سره ناوړه او توپیري چلند هغه موارد دي چې د فساد د څار ادارې یې اندېښمنې کړي دي.

د اداري فساد پر وړاندې د مبارزې د څارنې او ارزونې ګدې کمېټې موندنې ښيي چې له دې ور هاخوا د دغه وزارت په ډېرو برخو کې درغلي، جعل، اختلاس او زورواکي هم معمول ده.

د یادې کمېټې تخنیکي سلاکار میټیوو رادېک د سې شنبې په ورځ په کابل کې خبري غونډې ته وویل چې د عامې روغتیا په وزارت کې فساد د دغه وزارت پر فعالیتونو د خلکو باور کم کړی دی.

4 thoughts on “د عامې روغتیا وزارت ۶۴ کارکوونکي څارنوالۍ نته معرفي شول او ۳۰ نور برطرفه شول”
  1. الله ج دی وزیر صاحب ته توفیق ورکړی چی یاد وزارت له فساد څخه پاک کړی او لکه څرنګه چی د مقدسی سپینی چپنی هدف همدا ده چی د طبی پرسونل وجدان هم باید همداسی سپین وی نو په دی اساس هیله لرو هغه کسان چی په دی وروستیو وختوکی یی غیرقانونی اسناد ترلاسه کړی او اوس مهال ورڅخه د قانون په چوکاټ کی ګټه اخلی باید رسوا او قانونی چلند ورسره وشی ترڅو هغه خلک نا امیده نه شی چی په حقیقت کی زحمت ایستلی او وخت یی ضایع کړی ده

  2. ,زه فکر کوم چی وزیر صاحب پدی موضوغ کی جدی دی او الله ج دی هرڅوک که وزیر وی مامورقاضی وی همداسی جدی یی غوړم تزڅوفساد له منڅه یوړل شی اوحقدار ته حق ورکړل ش

  3. اوښ که لوړ دی د شودو تمه تری مه کړه! په بار دروند یی باروه په وړلو روږد دی
    وزیر او معین دی دخپلو ناندریو چټلی پاکه کړي
    دا غلطه غبره ده چی وزیر اومعین د فساد مخه نیسي دوی د فساد مسیر ته تغیر ورکړ او د خبلو کورنو ترمخ یی تیر کړ ترڅو پوره بوره خدمتونه سرته ورسوي

  4. رښتیا هم فساد په صحت کی د ملت له ژوند سره لوبه ده ،ویل کیږی زموږ په ګاونډ کی په لسهاوو د درملو هغه فابریکی چه بی کیفیته او حتی مضر مواد د درملو تر پوښ لاندی یواځی خپل ګاونډی او ورور هیواد افغانستان ته د بی ایمانه تجارانو له لاری رالیږی چه تاجر خاین او حکومت کنترول نلری یا د کننترول چوکی اخیستل شوی او په هغی بااندی د فساد جوال حاکم دی .
    د نورو دښمنانو تر څنګ ، جاهل او بی ایمانه عناصر هغه څه دی چه کور په کور د مریضانو ژوند تهدیدوی او بیا اکثریت هغه مریضان چه د دوا پیسی یی هم د بل نه قرض یا په سود اخیستی وی که حکام پدی برخه کی خپل مسؤلیت ادا کړی شی دابه د ملت د صحت د ساتنی لوی جهاد وی
    الله رب العرت دی پدی ملت رحم وکړی کومه برخه ده چه هغه فساد ملوثه کړی نه وی او هر چیری چه فاسد حاکم وی ، فاسد فساد تولیدوی نه خدمت او صداقت ، نور پدی ملت رحم وکړی تر څو خدای دربااندی رحم وکړی خوشبختی او سعادت یواځی په منصب او پیسو کی نده د انسانیت او مسلمانی لار تر دی لوړه ،باعزته اوسعادت لری

ځواب ورکول Faiyaz ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *