تاند- د افغانستان د عامې روغتیا وزارت وايي چې له هند او ایران سره موافقې ته رسېدلی چې افغانستان ته د لوړ کیفیت درمل صادر کړي.
د افغانستان په درملتونو کې اکثره موجود درمل پاکستاني دي چې هم خلک او هم ډاکتران یې بې کیفیته او حتي جعلي بولي.
له پاکستان وروسته هندي او په لږه پیمانه ایراني درمل هم افغانستان ته راواردېږي.
د افغانستان دعامې روغتیا وزیر فیروزالدین فیروز پرون /شنبه/ وویل له هند او ایران څخه د ښه کیفیت درملو د واردولو په برخه کې له دواړو هیوادونو سره موافقې ته رسېدلی دی.
ده په عین حال کې وویل، هڅه کوي چې له پاکستان سره په دې باب موافقې ته ورسېږي چې افغانستان ته د بې کیفیته او جعلي درملو د صادرولو مخه ونیسي.
ښاغلي فیروز د افغانستان په روغتونو کې ستونزې تایید کړې، ویې ویل چې دا ستونزې په څو کلونو کې نه شي حل کېدای.
ډېر ناروغان شکایت لري چې د افغانستان په اکثرو روغتونو کې ډاکتران او طبي عمله ورسره ځیږ چلند کوي، هغو ناروغانو ته توجه زیاته کوي چې پیسې او واسطې لري خو له نورو سره د چلند په مهال یې طبي اخلاق هېر وي.
د روغتونو نظافت ته نه پاملرنه او د طبي وسایلو کموالی د افغانستان د روغتونونو نورې ستونزې دي چې سترګې پرې نه شي يپټېدای.
له پاکستان سره څه کار لری ؟ د افغانستان ټول اتباع باید یو قاطع تصمیم ونیسی چی په هیڅ صورت سره پاکستانی درمل ولو که ډیر ښه کیفیت هم ولری وا نخلی او استعمال یی نه کړی. پدی کار سره به هم خپلی پيسی سپمولی وی اوهم خپله روغتیا.