د هند د کوچنۍ وچې د نوميالي پښتون سياستوال، ورځپاڼه ليکونکي او ژباړونکي عبدالصمدخان اڅکزي- چي په خان شهيد بلل کېږي- مشرې لور پرون له دې نړۍ سترګې پټې کړې.

ارواښاده «ولي عهد» نومېده، خو په کورنۍ کې په «خور بي بي» مشهوره وه، د عبدالصمدخان اڅکزي يواځينۍ لور وه او د ډاکټر احمدخان اڅکزي، محمدخان اڅکزي، محمودخان اڅکزي او ډاکټر حامدخان اڅکزي مشره خور وه.

نوموړې هغه مهال چي پلار يې د سياسي مبارزو په ترڅ کې پر هند د انګرېزانو په واکمنۍ کې او بيا د پاکستان د واکمنو له خوا په زندانونو کې ساتل کېده، د خپل پلار ډېر خدمتونه کړي، د خپلو وروڼو د ښوونې او روزنې او کورنۍ چارې يې په بشپړ مسووليت سره تر سره کړې دي او له خپل پلار سره يې په بېلابېلو سفرونو کې  ملګرتيا کړې ده

ارواښاده «خور بي بي» په ١٩٧٠م کال کې د بلوچستان د ايالتي اسمبلۍ له جوړېدو سره لومړنيو انتخاباتو ته د ښځو لپاره ځانګړې څوکۍ ته کانديده شوه، خو د څو رايو په توپير سره اسمبلۍ ته منتخب نه شوه.

په ١٩٧٣م کال کې د خپل پلار عبدالصمدخان اڅکزي تر شهادت وروسته «خور بي بي» د خپلې سياسي کورنۍ د يوې فعالې مېرمنې رول تر سره کړ او د خپل ورور محمودخان اڅکزى د ملي او سياسي مبارزې د ملګرتيا او په کورنيو چارو  کې د هغه د مرستې هوډ يې وکړ او تر مرګه يې د پښتنو په ملي تحريک کې د يوې باتجربه او هوښيارې مېرمنې په توګه د خپل پلار پر کور بې واده خپلو هڅو ته دوام ورکړ

د ارواښادې «خور بي بي» د جنازې مراسم د شنبې په ورځ ماسپښين د کوټې ښار شمال لوېديځ لور ته د «ګلستان» سيمې په «عنايت الله کارېز» کلي کې تر سره شول او د خپل پلار څنګ ته خاورو ته وسپارل شوه. اروا يې ښاده

By Quetta

8 thoughts on “د عبدالصمدخان اڅکزي يواځينۍ لور وفات شوه”
  1. انا لله وانا اليه راجعون ـ ـ ـ د پښتونخوا ستر مبارز شهید عبدالصمدخان اڅکزي مشره لور اود پښتون قام پتمنه خور بي بي دې خدای وبخښي ، خور بي بي د هغو پتمنو څخه وه چې خپل ژوند ېې د خپلې درندې کورنۍ دپاره وقف کړئ وو ، په دې سیله د جنوبي او خيبر پښتونخوا د عزت او پت علمبردار مشر محمود خان اڅکزي او د هغو درنې کورنۍ او پښتون قام ته د زړه له تل څخه تسليت وایو ، جنت الفردوس دې ځای او روح دې ښاد وی آمين

  2. دګران مشرمحمودخان اڅګزي خورچه خپل عمریی دپښتنودحقوقودپاره دپښتون قوم ویووالي ته وقف کړیوو اوپدی لاره کي دخپل ورورسره اوږه پراوږه ولاړه وه لدي فاني نړی څه سترګي پټي کړي (انا لله واناالیه راجعون)خدای دي وبخښي زه یی ورونودوستانواودپارټی غړوته تسلیت وایم ددي یاد دي تل ژوندی وي . آمین

  3. قدرمن ايډمن صېب،

    غواړم چې ستاسو پام و يو توري ته واړوم. په پښتو کې دوه توري ــــ يواځنۍ/يواځنی ـــــــ او ـــــ يوه دوې/يوه دوی ــــــ بېل بېل متلبونه لري.

    يواځنۍ/يواځنی ــــ په ډېرو کې يوه/يو ــــــ لپاره استعمالېږي. او يوه دوې/يوه دوی د هغه کس لپاره استعمالېږي چې پخپل حيثيت کې بل ملګری ليا ساری نه ولري.

    اشرف د فلاني يوه دوی زوی دئ. متلب اشرف بل ورور نه لري
    اشرف د فلاني يوه دوی اولاد دئ. متلب اشرف نه ورور لري نه خور.

    اشرف پخپلو وروڼو کې يواځنی لوستی ځوان دئ. متلب وروڼه لري خو هغه نور ټول نالوستي دي.

    که چېرته دا خبره په دې ډول وکړل سي

    چې اشرف د خپل پلار يواځنی زوی دئ

    د دې دا متلب دئ چې د اشرف نور وروڼو د اشرف له پلاره سره سره د يو بل چا هم ور شريک دي.

    نو په بره خبرتيا کې که ــــــ يواځنۍ په يوه دوې ــــــ بدله کړل سي سم متلب به ولري.

    د خان شهيد يوه دوې لور وفات شوه.

ځواب ورکول محمد نبی ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *