آرين

زما  د يوه پخواني دفتر بهرنی مشر افغانستان ته راغلی چې د ټاکنو په اړه تحقيق او د بېلابېلو ډلو سره مرکې وکړي. تيره ورځ چې د اپريل ۲۶ نېټه وه زه هم له ده سره يوې خصوصې غونډې ته تللی وم او هلته مې د ژباړې چارې هم پرمخ وړلې. ټاکل شوې وه چې زموږ مجلس بايد نيم ساعت کې پای ته ورسيږي خو دغه مجلس له يو ساعت هم زيات وخت ونيوه.

په مجلس کې پوښتنه د عبدالله عبدالله د رايو په اړه وه، موږ د مجلس له کوربه پوښتنه وکړه چې عبدالله عبدالله دومره زياتې رايي له کومه کړې؟؟؟  هغه لومړی په خندا شو او بيايي وويل چې داځل د عبدالله عبدالله ټيم په ډير مهارت پرمخ لاړو.

نوموړي زياته کړه چې عبدالله عبدالله درې قسمه پاليسي جوړه کړې وه:

لومړی ارګ سره معامله:  ارګ سره د معاملې پاليسۍ لپاره  يې يونس قانوني او په ارګ کې نور د شورا نظار غړي ټاکل شوي وو.

دوهم ولسي کمپاينونه: ولسي کمپاينونو لپاره رسنيو ته پيسې ورکړل شوې وې، په زيات شمير پښتنو سيمو کې د ولاياتي شورا کانديدانو او يو شمير قومي مشرانو  ته پيسې ورکړل شوې وې. او نورې قانوني لارې ….

دريم د تقلب پاليسي: د دې لپاره معنوي صېب ترڅنګ د ټاکنو په کميسون کې اوسني او پخواني ماموين ګومارل شوي وو.

د درې واړو پاليسيو موخه داوه:

لومړی: ټاکنې باید په لومړي پړاو کې وګټل شي او په هېڅ صورت دوهم پړاو ته لاړې نشي، ځکه په دوهم پړاو کې يي ګټل بیا ستونزمن وي.

دوهم: په لومړي دور کې داسې ستراتېژي جوړه شوې وه، چې د عبدالله عبدالله پلویان باید د پښتنو د رایو په تناسب درغلي وکړي. ( هغه رایه چې اشرف غني ته تلله) د پښتنو ټولې رايي څه د پاسه یو میلیون حساب شوې وې او عبدالله عبدالله همدومره تقلب وکړ. د عبدالله عبدالله شفافې رايې د دوستم او یو شمېر هزاره قوم له رايو سره برابري حساب شوې وې.

دريم: په شمال کې هر نفر باید یوه رایه د عبدالله عبدالله د بريا لپاره او یوه رایه د اشرف غني د مخنيوي لپاره وکاروي.

څلورم: په شمالي ولایتونو کې د ډاکټر اشرف غني ټیم ته بايد داسې کسان د کمپاین لپاره ورمعرفي شي چې د اشرف غني په پرتله عبدالله عبدالله ته زیات وفادار وي او په خپله ګټۀ يې استعمال کړي. دوی به هم نظارت ونه کړي او هم به د عبدالله عبدالله د ټیم د تقلب پرضد عکس العمل ونه ښيي.

پنځم: د نورستان په شان ولایتونو کې باید زیاتې پیسې مصرف شي، ترڅو هلته ولایتي اداره د دوى په ګټه درغلي وکړي. د نورستان تول نفوس یو نیم لک ښودل شوى دى، خو د ټاکنو کمېسيون معلومات ښيي چې په نورستان کې شاوخوا ۸۸۰۰۰ رايي کارول شوي دي. یعنې د نورستان ۱۴۷٪ فیصده نفوس په ټاکنو کې ګډون کړی دی. د رایو ورکوونکو شمیره یی د نفوس له شمیره ۷۰ سلنه کمه ده.

شپږم: په هغو ولايتونو کې چې د جمعيت او نظار شورا غړي واکمن دي، د ټاکنو په ورځ د صندقونو د ډکولو لپاره دې د هغوى له نفوذ څخه استفاده وشي او په هغو ولايتونو کې چې هلته په چاوراکو نفوذ نه لري، ساحوي ناظمان او د کمېسيونونو مشران بايد په پيسو واخيستل شي.

عبدالله عبدالله عملا همداسې وکړل، له ټاکنو مخکې يې ځينې ولايتي کمېشنران او مسوولين د چکر لپاره دوبۍ، تاجکستان، قزاقستان او نورو هېوادونو ته بوتلل، ځينو ته يې قيمتي ډالۍ ور وړې او ځينو ته يې په حکومت کې د لوړو پوستونو وعدې وکړې.

اووم: ملا معنوي په دې پلمه چې په ټاکنو کې پراخه تجربه لري په اسانۍ سره کولای شي چې د ټاکنو د کمېسيون د مشر يوسف نورستاني په شان کمزورى رئيس تر خپل اغیز لاندې راولي او له خپل نفوذ څخه په استفادي د تقلب رايي سپينې کړي.

معنوي تېره شپه هم په تلوېزيونونو کې ویلي و، چې د کمیسون له پریکړې ملاتړ کوي خو د شکایتونو پر کمیسون هېڅ باور نه لري ځکه هغوی نه پوهیږي.

اتم: کرزی او په ارګ کې ناست يو شمير چارواکې هم د دوی د ستراتيژۍ سره همغږي وو. ارګ هم د کميسون پايلو ته خوښ دی ځکه دوی غواړي چې د عبدالله عبدالله په مخکي کيدلو سره د پښتنو او د غني د ملاتړو عکس العمل معلوم کړي. که عکس العمل يي جدي و نو دوی به هم په ټاکنو کې له اشرف غني ملاتړ وکړي او يا به بې طرفه پاتې شي او که عکس العمل يي کمزوری و نو بيابه ارګ د شمال ټلوالې سره په همغږۍ د مصلحتي حکومت او يا مخلوط حکومت تر نامه لاندې يوه بله ډرامه پيل کړي.

ارګ همدارنګه هڅه کوي چې عبدالله عبدالله و هڅوي چې دوهم پړاو ته خنډونه پيداکړي، ګواښونه وکړي، پايلې ونه مني، د شکايتونو کميسون تر فشار لاندې راولي، د دواړو کميسونونو بې پرې والى و ننګوي او حالات بحراني کړي.

داسې هم امکان شته چې د شکاياتو پر کميسون زيات فشار د دې لامل شي چې د يوې دسېسې له لارې يي نيم غړي استعفا ورکړي او ټوله پروسه  و ننګوي…

10 thoughts on “د عبدالله او ملا معنوي د ټاکنو ستراتېژي افشا شوه!”
  1. آرین صاحب په ډېر مناسب وخت کې مو د داسې څه په اړه لیکلي چې که پښتانه نه هم ویښېږي چې ویښ شي. حیرانتیا دا ده چې ولې د داسې حالاتو وړاندوینه نه کېږي او تدبیر ورته له وړاندې نه نیول کېږي؟ او که ووایو چې تلي مې دربخښلي خو دا ځل خو باید د دې خاینانو او د هغو د همکارو غلو د مخنیوي لپاره لازم تدبیر ونیول شي او که داسې نه وي نو بیا خو به ټول عمر افسوس کوو او څه به مو لاس ته نه راځي

  2. آرین صاحت منم دې. اوس نو ښکاري چې پښتانه ویښ شوي او خپل حق غواړي. زما وړانديز دا دی چې پښتانه په دويم پړاو کې د ټاکنو ورځ ځانته د راحت ورځ نه بلکې د زحمت او حتی سرښندنې ورځ وګڼي. باید چې هر پښتون او پښتنه په دې ورځ د څارنې د دندې لپاره چمتو وي، که څه هم هغه په لرې او بې امنه سیمو کې وي. په خوب او خیال پلاوونو وطن نه جوړېږي، وطن قرباني غواړي او باید چې ټول افغانان دې قربانۍ ته چمتو وي

  3. دا ټاکنې په ډېر مهارت او جعل کارۍ تر سره شوې چې نتيجه ېې پخوانيو ټاکنو ته ورته یو شئ وخوت ، په يو رستورانت کې مې ملګري يو شاګرد ته وویل ياره ستاسې ډوډۍ د باميان هوټل غوندې مزه داره وه ، د هوټلي شاګرد وویل صيب ډوډۍ پخونکئ هماغه دئ اوس دلته کار کوی ـ نو ملا معنوی صيب هماغه دئ اوس دلته مرداري کوي ـ تاسې وګورۍ او خپل ماغزه په کارواچوۍ ، څو مليونه کارتونه لري ؟ او پدې ټاکنو کې څومره خلکو رائئ وکارولې؟ ولې په نښه شویو سیمو کې کارتونه کم شو او دفترونه وتړل شو ؟ داځل به کوم فارمول څخه کار اخلي ؟ چې بیا ګاونډي هیوادونه د خپلو اخبارونو ستر عنوان وليکي چې عبداله ۹۰سلنه رائې وګټلې

  4. پشتانه که ټول د علم خاوندان شی–او ډاګونه تمامی زموږ ودان شی
    په وطن به مونن څه لره قهتی وی–د غلی به په موولی قیمتی وی —

  5. ارین صیب زه باید ووایم چی ټولو پښتانو ته باید د عفل واکسین وکړی ولو که د هر عمر هم وی خو چې په تن کې یې ساه وی

  6. که عبدالله هرڅومره تقلب وکړي کامیداي نه شي خو په دې شرط چې دپښتنو نر اوښځې رایه ورکړي کله چې خلک رایه ورکوي او لږ بیداره وي نو ښه نظارت هم کیداي شي دبریا لپاره یوازینۍ لاره همدا ده چې ټول ډګر ته راوځي بیا ېې ته وګوره چې څه کیږي

  7. يو هــــــــــــــــــــــــــم د خفل قوم او قبيلي زعيم نه بلكي خارجي غلامان دي او رايه اجول هم د انتخاب شكل كم او د انتساب شكل دير درلود معامله ارك او امريكا معامله كانديد بانماينده او دبيكفايته مشرانو له وجه دوهم فراو

  8. اوبه که ڈیری پٹی لاڑی شی په ورخ سرگندیگی.
    اوس بہ یی یو په بل پسی غدر او چلاکی جوتیگی.

  9. آرین صیب یوڅیز په یاد وساته چی د دروغو او بیځایه تهمتونو کاروان هیڅکله منزل ته نه رسیږی. مونږ پدی خاطر چی عبدالله ته ماتی ورکړوضرور نده چی پر هغه بی بنیاده تهمت وکړو او په خاصه توګه داسی تهمت چی تاسو کړی چی هیڅ سلیم عقل ته د منلو وړ نده. بهترینه لاره یی داده چی خلک له حقایقو خبر شی او و پوهول شی، په هغه صورت کی بیا خود به خوده عبدالله بایلونکۍ ده!!! ږ

  10. په دی خو می هیڅ سر خلاص نه شو؟

    د نورستان تول نفوس یو نیم لک ښودل شوى دى، خو د ټاکنو کمېسيون معلومات ښيي چې په نورستان کې شاوخوا ۸۸۰۰۰ رايي کارول شوي دي. یعنې د نورستان ۱۴۷٪ فیصده نفوس په ټاکنو کې ګډون کړی دی. د رایو ورکوونکو شمیره یی د نفوس له شمیره ۷۰ سلنه کمه ده.

ځواب ورکول نجیب وطندوست ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *