تاند، یکشنبه، د قوس ۱۰: وروسته له هغې چې د ډاکتر عبدالله پلویانو د ټاکنو کمېسیون لخوا د د رایو د بیا شمېرنې پر ضد اعتراضونه راوویستل او د جمعیت اسلامي ګوند اجرائیوي رئیس عطا محمد نور پرې نیوکې وکړې اوس له نوموړي سره د دغه ګوند د مشرانو لفظي ناندریو د خلکو پام اړولی دی.

دا ناندرۍ له دې کبله دي چې عطا محمد نور د دغو اعتراضونو په راپارېدلو سره ویلي وو، امنیتي ځواکونه چې له دښمن سره په جګړه بوخت دي، باید په نورو چارو مصروف نه کړای شي.

ښاغلي عطا ویلي وو داسې لاریونونه د نظام د تضعیف سبب ګرځي او دا کار ملي خیانت دی چې په مقابل کې یې امنیتي ځواکونه حق لري چې د لاریونوالو د ځپلو لپاره اقدام وکړي.

خو د جمعیت ګوند مرستیال احمد ضیا مسعود  عطا محمد نور ته په ځواب کې پر خپله فیبسوک پاڼه لیکلي، د استاد عطا له څرګندونو داسې معلومېږی چې نوموړی په یو دیکتاتر نظام باورمند دی او د خلکو مدني ازادۍ نه پېژني: (( دا څرګندونې دجمعیت د مشر او موسس برهان الدین رباني له افکارو خلاف دي زه یې غندم، نه هم د استاد عطا څرګندونې د جمعیت پالیسي څرګندوي، دا د هغه شخصي نظر دی))

 په مقابل کې یې عطا محمد نور یو وار بیا پر خپله فیسبوک پاڼه د همدې موضوع اړوند احمد ضیا مسعود ته لیکلي، چې تاسو مې مقابل لوری نه یاست، نه هم باید ځان راسره ښکېل کړې: (( ستا په نوم پسې د یو لویې کورنۍ وروستاړی (مسعود) لګول شوی خو هیڅ دې د دغې کورنۍ سترتوب نه دی ساتلی.))

ښاغلي نور، ضیا مسعود ته لیکلي: (( کله مو چې په یوه اندازه پيسو او څوکۍ معامله کوله ایا دا مو یو معقول کار و؟ زه د حیا له مخې څه نه وایم ګني تاسې لسګونه مستند عیبونه لرئ.))

ښاغلي نور، احمد ضیا مسعود همدا راز پوښتلی چې ولې په ۲۰۱۴ کال کې د جمعیت له اجازې پرته د غني ټیم ته ولاړ او اوس ولې د هغه عبدالله په ټیم کې ولاړ دی چې په ۲۰۱۴ کې یې ضعیف او بیکاره بللی و: (( تاسو استاد رباني وځورولو، مګر اوس ولې د حزب له ارزښتونو دفاع کوئ؟ که پرده ښکته شوه ډیر رازونه به افشا شي.))

 د یو سنګر دا دوه ملګري په داسې حال کې د یو بل مخالفت ته راوړاندې شوي دي چې د جمعیت ګوند د ولسمشرۍ نوماند ډاکټر عبدالله وايي، ولسمشر غني په ټاکنو کې لاسوهنه کړې ده او دا ځل به یې پرېنږدي چې د ده په وینا د تقلب له لارې بیا واک ته ورسېږي.

له همدې کبله د ډاکټر عبدالله سلګونه پلویان د تېرې جمعې په ورځ د کابل لارو او کوڅو ته راووتل او د کمېسیون پر ضد یې خپل مدني اعتراضونه  وکړل.

3 thoughts on “د عبدالله د لاریونونو له کبله د جمعیت د دوه مشرانو تر منځ ناندرۍ راپارېدلي”
  1. د ۵۲ میلیون ډالرو مستند غل دچور په زمانه کې د غله بابا په دوره کې. اوس خلکو ته د مدني آزادي سبق ورکوي یا به له کابله ډوبۍ ته غلاشوي ډالرو ډک بکسونه وړل به ده ته مدني آزادي ښکاري

    د برهان الدین رباني افکار هههههه د نواز شریف په مکتوب و امضا مقرر شو څوکۍ لپاره یې کابل کې قتل عام وکړ…بیا یې ۱۰ کاله څوکی کونه پسې سریښ ګرځوله ترڅو چې امریکایي شین سترګي جنرال راغی او په لغته یې ترې جدا کړه

  2. ټولوته سلام ! اعتراض کوونکی ټول دعبالعلی مزاری پلویان ول هغه هم دامرالله صالح دپوزې خبرې په خاطر راپاریدلی ول که نه دې لاریون ته لس نفره هم نه راتلل سیاستپوه له خپلو خبرو سره باید ډیر احتیاط نه کار واخلی دپوزې خبره چې امرلله صالح وکړه ډیرزیان یې ورساوه

  3. PEOPLES MUST THINK POSITIVE/THINK ABOUT THE COUNTRY.

    BETWEEN DOCTOR ASHRAFGHANI&ABDULLAH IS LONG DISTANCE.

    ASHRAF GHANI HAS PROGRESSIVE PLANS FOR AFGHANISTAN.
    BUT ABDULLAH&KARZAI WANT TO BRING CORRUPTION TO THE COUNTRY.

    THANK YOU

ځواب ورکول raoufliwal ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *