عبدالله عبدالله

عبدالله عبدالله په ۱۹۶۰ میلادي کال په کابل کې زېږېدلی دی. پلار یې غلام محی الدین خان زمریانی نومېږي، چې د محمد ظاهر شاه د سلطنت د ملي شورا په وروستۍ دوره کې له کندهار څخه په مشرانو جرګه کې انتصابي سناتور و.

عبدالله عبدالله د ښوونځي لومړنۍ زده کړې د غازي محمد ایوب خان په ښوونځي کې کړي او په ۱۹۷۶ میلادي کال د نادریې له لېسې څخه فارغ شوی دى.

ښاغلي عبدالله په ۱۹۷۷ میلادي کال کې د کابل په طب پوهنځي کې داخل شو، دوه کاله یې طب ولوست مګر پاکستان ته مهاجر شو او طب یې بشپړ نه کړای شو. خو په خپله ښاغلي عبداله ویلي چې د سترګو په څانګه کې یې خپلې لوړې زده کړې په ۱۹۸۳ کال کې بشپړې کړي دي.

عبدالله عبدالله وايي چې په ۱۹۸۴ میلادي کال پاکستان ته مهاجر شوی او هلته یې د سید جمال الدین افغان په نامه یوه روغتون کې د  ډاکټر په توګه کار هم ګړی دی.

ښاغلي عبدالله په ۱۹۸۵ میلادي کال کې د جهاد جبهې ته مخه کړه او د پنجشېر په جبهه کې د روغتیا د څانګې مسوول وټاکل شو.

وروسته یې تر ۱۹۹۲ میلادي کال د جهادي تنظیمونو په لاس د کابل تر نیول کیدو پورې، د احمد شاه مسعود د همکار او سلاکار په توګه دنده تر سره کړه.

عبدالله عبدالله تر ۱۹۹۶ میلادي کاله پورې د ملي دفاع وزارت ویاند او د دې وزارت د دفتر رییس و. دی وروسته د شمال ټلوالې د نظار شورا ویاند و او په همدې موده کې یې د ایران د بهرنیو چارو وزارت له لوري د دیپلوماسۍ څو میاشتنی کورس په تهران کې ویلی دی.

ښاغلي عبدالله یو کال وروسته تر دې چې طالبانو کابل ونیوه، په ۱۹۹۷ میلادي کال د رباني د سیار حکومت د بهرنیو چارو وزارت مرستیال و ټاکل شو او له ۱۹۹۹میلادي کال څخه د طالبانو د رژیم تر نسکورېدو پورې د رباني د تش په نامه حکومت د بهرنیو چارو وزارت سرپرست و.

عبدالله عبدالله د موقتې او انتقالي دورو په ګډون تر ۲۰۰۶ میلادي کال پوري د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر و.

ښاغلي عبدالله د ولسمشرۍ د تیرې دورې د انتخاباتو پر مهال د تغيیر او امید  په نامه ایتلاف جوړ کړ چې وروس��ه بیا یو شمېر نور کوچني ګوندونه هم ورسره یو ځای شول او نوم یې په ملي ایتلاف واوښت.

عبدالله عبدالله د ۲۰۰۹ میلادي کال په انتخاباتو کې د ولسمشر حامد کرزي یو مخکښ سیال و او تر ولسمشر کرزي وروسته دويم کاندید و چې ډيرې رایې یې ګټلې وې.

ښاغلي عبدالله د ۲۰۱۴ میلادي کال چې د ۱۳۹۳ لمریز کال د حمل د شپاړسمې نېټې د ولسمشرۍ په انتخاباتو کې په سلو کې ۴۵ رایې ترلاسه کړې خو څرنګه چې هیڅ کاندید پنځوس فیصده جمع یو رایې ونه ګټلې په دوهم ځلي انتخاباتو کې له اشرف غني احمدزي سره مخامخ دی.د حزب اسلامي افغانستان د یوې انشعابي ډلې غړی انجینیر محمد خان یې لومړى مرستيال او د وحدت اسلامي افغانستان ګوند مشر حاجي محمد محقق یې دوهم مرستیال دی.

عبدالله عبدالله درې لوڼې او یو زوی لري. په پښتو، دري او انګلیسي ژبو ږغېدای شي.

————————————————————-

محمد اشرف غني

محمد اشرف غني احمدزی د شاه جهان احمدزي زوی، په ۱۳۲۸ لمریز کال کې په کابل کې زېږېدلی دی. اصلي ټاټوبى یې د لوګر محمد آغه ولسوالي ده.

ښاغلي احمدزي د کابل په استقلال او حبیبیې لېسو کې زده کړې کړې دي.

محمد اشرف غني احمدزی د بیروت په امریکایي پوهنتون کې په لوړو نومرو د سیاسي علومو په برخه کې لیسانس او ماسټرۍ اخیستې ده.
دوهمه ماسټري یې د نړیوالو اړیکو په برخه کې د امریکا له کولمبیا پوهنتون څخه تر لاسه کړې او وروسته یې په یاد پوهنتون کې د وګړپوهنې په برخه کې د دوکتورا ترلاسه کړې ده.

محمد اشرف غني احمدزی په ۲۰۰۷ او ۲۰۰۸میلادي کلونو کې د امریکا له سکرانټن او د کاناډا له ګلف پوهنتونونو څخه دوې افتخاري دوکتوراوې هم تر لاسه کړې دي. دغه راز د پاکستان په کراچۍ او لاهور ښارونو کې یې د یوه کال لپاره د نب��ي سیرت زده کړې هم کړي دي.

محمد اشرف غني احمدزی له هیواد څخه بهر د ډنمارک په اورهوس، د امریکا په بیکلي او جانز هاپکنز پوهنتونونو کې استاد و او لس کاله یې د نړیوال بانک د یوه جګپوړي چارواکي په حیث د پالیسۍ او ستراتیژۍ جوړولو په برخه کې کار کړی دی.

محمد اشرف غني احمدزی د طالبانو تر حکومت وروسته د یوې مودې لپاره په  افغانستان کې د ملګرو ملتونو د ځانګړي استازي اخضر ابراهیمي سلاکار هم و.

نوموړی په انتقالي حکومت کې لومړى د ولسمشر ځانګړی سلاکار او بیا د مالیې وزیر و ټاکل شو.

د اسلام د مبین دین نفاذ، د ښځو حقوق او ټولنیز عدالت، په قبایلي ټولنه کې د اسلام او دولت جوړول او د اسلامي شریعت په محکمه کې د شخړو هواري په اسلامي علومو کې د ښاغلي احمدزي څیړنیز آثار او لیکنې دي.

د افغانستان معاصر ادبیات، د افغانستان څلورسوه کلن تاریخ، ناکام دولتونه او د هغوى د کاميابۍ تګلاره او د عادلانه نظام لاره هم د ښاغلي احمدزي له څیړنیزو آثارو څخه دي.

محمد اشرف غني احمدزی لومړۍ ځل په دوه زره نهم میلادي کال د ولسمشرۍ انتخاباتو ته ځان کاندید کړ او د رایو د شمیر له پلوه څلورم کس و.

محمد اشرف غني احمدزی د ۱۳۹۳ لمریز کال د حمل د شپاړسمې نېټې په انتخاباتو کې څه باندې ۳۱ فیصده رایې خپلې کړې. جنرال عبدالرشید دوستم یې لومړی مرستيال او سرور دانش یې دويم مرستیال دی.

په روانو انتخاباتو کې ګڼ پخواني جهادي مشران، قومي مشران او تکنوکراتان د احمدزي ملاتړ کوي.

4 thoughts on “د عبدالله عبدالله او اشرف غني احمدزي ژوند لیکونه”
  1. ټولې خبرې سمې دي خو یوه خبره باید اصلاح شي چې عبدالله عبدالله د کندهاري پلار زوی نه دی او د ده پرکټی دی. په دې مانا چې عبدالله عبدالله د ده د مور د لومړي مېړه چې د پنجشیر ولایت اصلي اوسېدونکی وو، زوی دی او مور یې بیا وروسته له دې چې دی دوه کلن وو له زمریاني سره واده کړی. او پاته دې نه وي چې عبدالله عبدالله د هلمند د اوبو، ډیورنډ او بهرنیو ځواکونو په اړه د ملي ګټو پر خلاف پرېکړې او ارادې لري………….

  2. دعبدالله دبري به صورت كي دملي كتو به ضد أعمالي ثابت اوبه دي هكله ما مخكي له كاميا يبدو د ده دخطر زنك تول ملت ته رسولي نور ملت شه بوهيزي عا فلأنه تصميم بايد ونيسي

  3. Please Clear the Dostom Pahlawan carrier in last Communist government ( it mean about Galam Jum Malishia)
    Why you didn’t wrote about Sport of Khalqi & Parchami + Afghanmilati Parties in your above article to Ghani,
    I thing Taand wala never show our comment in your page,

  4. سلام: عبدالله نور وړونه لری چی او که لری ایا هغه ګندهاریان که پنشیران

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *