تاند – په کابل کې هڅې روانې دي چې عبدالله عبدالله وهڅول شي څو د انتخاباتو له بهیر سره بیرته یوځای شي. د دې هڅو په ترڅ کې د دوشنبه په ورځ د انتخاباتو د خپلواک کمیسیون مشرانو په ارګ کې له ولسمشر کرزي او د هغه له مرستیالانو سره خبرې وکړې. بل لور ته په همدې ورځ اشرف غني احمدزي له یونس قانوني سره خبرې وکړې.

په ارګ کې یو شمیر کسان لکه قانوني دا هڅې کوي چې د عبدالله د ډلې په ګډون یو مشترک حکومت جوړ شي. ورته خبره د دوشنبه په ورځ د ولسمشر حامد کرزي د ملي منیت سلاکار رنګین دادفر سپنتا له رسنیو سره وکړه او ویې ویل، غوره ده چې دواړه کاندیدان په سلامشوره خپلې ستونزې هوارې کړي او یوې موافقې ته ورسیږي. البته سپنتا دا خبره هم وکړه چې د انتخاباتو د خپلواک کمیسیون په چارو کې حکومت نه حق لري چې مداخله وکړي او نه یې هم واک لري.

د انتخاباتو د خپلواک کمیسیون  ویاند نور محمد نور د دوشنبه په ورځ څرګنده کړه چې د اصلاحاتو او همپالنې له انتخاباتي ټیم سره خبرې روانې دي او هیله ده چې عبدالله عبدالله بیرته له تحریمه لاس واخلي.

نور زیاته کړه چې د انتخاباتو خپلواک کمیسیون دې ته چمتو دی چې د قانون په چوکاټ کې د عبدالله د انتخاباتي ټیم غوښتنو ته ځواب ووایي.

6 thoughts on “د عبدالله عبدالله د رضایت هڅې روانې دي”
  1. که چیری اشرف غنی مشترک حکومت جوړولو نو د دوهم ځل انتخاباتو ته څه ضرورت وو دوی ټول د چوکی تږی دی او د خلکو په سرنوست لوبی کوی که دا کار غنی وکړو دا به دده لویه اشتباه وی

  2. دا به ډیر د افسوس ځای وي چې ډاکتر صاحب اشرف غني احمدزی د خپلو مینه والو په رایو معامله وکړي او جنایت کارانو ته یو ځل بیا به حکومت کې ونډه ورکړي که یي دا کار وکړ نو د خپلو مینه والو باور به له لاسه ورکړي او بیا به د ده د انتخاباتي کمپاین د بدلون او دوام مانا څه وي. ده خو چیغې وهلې چې بدلون به راولي او هغه هم یو دوامداره بدلون اوس که چیرې یو ایتلافي حکومت جوړوي مانا به یي داوي چې د غني شعار یوازې د افغانانو غولولو وه نه یي بدلون راوستلو او نه یي هم هغه بدلون ته ادامه ورکوله. خدای ج د وکړي چې ډاکتر صاحب غني داسې خطا ونکړي چې بیا یي ټول عمر مخ تور وي او خپلو وګړو سره په جګو سترګو خبرې هم ونشي کړای.
    امین ثم امین

  3. مسا ییل په زور نه حل کیږی سالم عقل ورسره پاک وجدان ته ضرورت وی درقابت اصل همدا دی چه یو ګټونکی وی او نور با یلونکی عبدالله ډیر ښه پوهده او ښه پوهیږی هسی معا مله کول غواړی خو اشرف غنی معا مله ګر نده نو اساسی چاره داده چه غلی

  4. دا خو ښکاره خبره ده چی ښاغلی اشرف غنی د دوهمی دوری انتخاباتو ګټونکی دی او انشاالله هغه به دا ماته کشتۍ ساحل خواته رهبری کوی. له ښاغلی احمدزی سره باید ټول ولس په یوه غږ ودریږی او ملایی داسی کلکه وروتړی لکه چی د احمدخان ابدالی او میرویس خان هوتک ملا زمونږ نیکونو ورتړلی وه.
    تاسی وینی چی ګل مرجان او دهغه بړیڅی څومره په زورکی دی او دوی خوپه ورانولو او وژلو عادت کړی دی . فکر کوم چی ځینی له دوی به بی د انسان له وینې تویلو اووژلو حتی خوب هم نشی کولای.
    هر هغه څوک چی د ولس مشر شی هغه باید د افغانستان د ټولو اتباعو په باب فکر وکړی. ولسمشر د هغو کسانو چی له ده سره موافق دی اوهم د هغو کسانو چی ورسره مخالف دی اویا له هیواده بهر دی هم مسوول دی. یواځی داکتر عبدالله او ملګری یی فکر کوی چی صرف د دوی طرفداران خلک « مردم» دی اونور به خدای خبر چی دوی ته څه معلومیږی. دوی لا په پچه نه وی ختلی خو کشمیر وینی.
    اما د واقعی اومسوول ولسمشر دنده ده چی د ټول ولس په باب فکر وکړی.
    له جګړی ، ورور وژنی ، غلا ، چور او چپاول نه باید مخنیوی وشی. څنګه مخنیوی وشی او په کوم قیمت؟ ممکن د یو دوه وزارتونو په ورکولو او هغوی تر اسلامی او مدنی قوانینو لاندی راوستلو باندی فکر وشی. دا به د سهامی شرکت په معنی نه وی بلکه هرڅه به د اساسی قانون په چوکاټ کی ترسره کیږی.
    ښاغلی ګلمرجان لکه طالبجان چی په غره کی ناست دی ، یو ډول فکر لری دواړه خلک وژنی او دواړه یاغیان دی. دواړه اساسی قانون نه منی . دواړو ته افغانان انسانان نه ښکاری . یویی په کلیو او بانډوکی په افغان وژلو بوخت دی او د ده د کار پای د پاکستان او ایران په ګټه تمامیږی او بل یی په ښارونو کی د خلکو ژوند تری اخلی . خلک مرګ ته تهدیدوی ، چور او چپاول ته خلک راغواړی ، قوانین ترپښولاندی کوی د خلکو شخصی حریم ته ننوځی . زمونږ شخصیتونه په فزیکی او روانی لحاظه تروروی. د ایران په پيسو مست او شپه او ورځ همدا ناری وهی چی نه یی منم تر څو ارګ ته نه یم ننوتلی.
    اوس د ولس لپاره دوه لاری پاته دی یا به له ښاغلی ګل مرجان سره مقابلی او جنګ ته تیاری نیسی او په زړورتیا او ملی او افغانی شهامت سره به یی په ګونډو کوی او په فزیګی لحاظه به یی له صحنی لری کوی .
    او یا هم ورسره سوله او مذاکری کوی د خبرو او انسانیت له لاری به ورته قناعت ورکوی . که څه هم ګل مرجان یی نه منی او وایی چی میم زرما ټوله دما ، اما ټوله نشی خوړی او غاښونه به یی مات شی مګر یوڅه زهر او ذقوم باید په خوله کی ور وڅڅول شی شاید اصلاح شی او انسانیت زده کړی . او هغوی ته چی خدای ج انسانیت نه دی ور پیرزو کړی هغوی به هم ځانونه وژنی او هم به نور وژنی.

  5. دبایلوونکي منل اونه منل خوڅه فرض نه دي. که ویې مني سیاسي اخلاق به یې ثابت شي اوکه و يې نه مني ملت ته به نورهم منفورشي، ځکه چې دملت دارادې سپکاوی به یې کړی وي. په قانون کې هم دبایلوونکې منل کوم الزامي حکم نه دی.

ځواب ورکول speen ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *