کابل ښار

تاند- د عبدالله عبدالله لسګونو پلویانو نن د کابل په ځینو کوڅو کې مظاهره وکړه او د هغه څه پرخلاف یې شعارونه ورکړل چې دوی د ولسمشرۍ په دوهم پړاو کې پراخه درغلي بلله.

دا مظاهرې وروسته له دې پلان شوې چې عبدالله عبدالله د انتخاباتو پروسه بایکاټ کړه او ویې ویل تر څو چې د ده شرطونه نه وي پوره شوي د انتخاباتو له خپلواک کمیسیون سره به اړیکې ځنډولي وساتي.

د عبدالله د پلویانو وړې اعتراضیه مظاهرې تراوسه پوري سوله ییزې وې خو برخوالو یې د انتخاباتو د کمیسیون او وروستیو انتخاباتو پرضد نارې وهلې.

د مظاهرې یو عکس

د دوی په شعارونو کې ویل شوي:«درغلګر باید محاکمه شي»، «موږ به په خپلو وینو د خپلو رایو دفاع وکړو.»

مظاهره چیانو د یو شمېر ټکسي او نورو موټرونو شیشې په تیږو او لرګیو ماتې کړې. خو تراوسه پوري د چا د ژوبلېدو راپور نه دی ورکړای شوی.

له مظاهرو وړاندې په کابل ښار کې یوه ځانمرګې حمله وشوه چې ظاهراً یې هدف د سولې مهم مرکچي او د ولسمشر کرزي سلاکار معصوم ستانکزی و.

په دې پېښه کې یو ملکي ووژل شو او درې نور ژوبل شول. په خپله ستانکزي ته هیڅ راز زیان نه دی اوښتی.

0 thoughts on “د عبدالله عبدالله لسګونو د کابل په کوڅو کې مظاهره وکړه”
  1. مظاهره دپیسو په مقابل کی شوی ده یوه عینی شاهد وویل چه دوی د کوته سنگی په چوک ولاړ وو دخپلو بچیانو لپاره نفقه پیداکړی نو د محقق نفر ورغلل او دوی ته یی 300 افغانی ورکړی تر څو په مظاهره کی کدون وکړی هغه زیاته کړه چه هغه هم دپیسو په مقابل کی د عبدالله په کټه ښه شعارونه ورکړل تر څو مزد یی حلال شی

ځواب ورکول Afzali ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *