تاند، شنبه، د قوس ۲مه: د ټاکنو کمېسیون سرچینې تاند ته وايي، د ثبات او همپالنې د ډلې یو شمېر زورواکانو پلویانو په اووه ولایتونو کې د ټاکنو دفترونه تړلي او مامورین نه پرېږدي چې رایې بیا وشمېري.

سرچینه وايي، دا دفترونه یې په فاریاب، سرپل، جوزجان او تخار کې چې د جنرال دوستم نفوذ په کې زیات دی، په بدخشان کې چې د صلاح الدین رباني نفوذ په کې زیات دی، په پنجشیر او بغلان کې چې د عبدالله عبدالله خپل پلویان به کې زیات دي، تړل شوي دي او لا هم د ثبات او همپالنې د ډلې معترضان چاته د رایو د شمېرلو اجازه نه ورکوي او نه هم ورسره مذاکرات نتیجه ورکوي.

کمېسیون وايي، دا مهال یې په ۲۵ ولایتونو کې د رایو د بیا شمېرلو پروسه بشپړه شوې چې کابل، کندهار او ننګرهار کې لا هم دا پروسه روانه ده او ژر به بشپړه شي.

د ټاکنو د کمېسیون مرستیال عصمت الله مل وايي، تر څو چې د پاتې تړل شویو مرکزونو رایې بیا ونه شمېرل شي دوی د ټاکنو پایلې نه شي اعلانولی.

بلخواد ټاکنو کمېسیون مشره حوا علم نورستانۍ بیا وايي، که ټاکنیزې ډلې یې د رایو د بیا شمېرنې مخنیوي ته دوام ورکړي، کمېسیون به اړ شي چې بله لاره پیدا کړي.

دا په داسې حال کې ده چې له ولسمشریزو ټاکنو دوه میاشتې په تېرېدو دي، خو د ټاکنو لومړنۍ پایلې دوه ځله تر اوسه ځنډېدلې دي.

2 thoughts on “د عبدالله عبدالله پلویان لا هم د ټاکنو د ۷ ولایتي دفترونو خلاصولو ته چمتو نه دي”
  1. ددی ټولو جنجالی څیرو تر شا د پاکستان او ایران لاس دی ځکه دوی کوښښ کوی چی دلته نظام په وړاندی او هم د افغانانو د ټاکنی پروسی باندی د خلکو بدګمانی زیاته کړی او بیا غواړی چی هغه نفوذی اشخاص دولت کی ځای پر ځای کړی چی د دوی ګټو ته ژمن وی او په وخت ضرورت کی د دوی ډول ته څڼی وغورځوی

  2. د ټاکنیزو کمیسیونونو دفترونو یرغمل نیول ولس ته په ثبوت ورسوله چې د بې ثباتي او همپالنو ډلې په انتخاباتو کې پراخه درغلي او تقلب کړیدی. له بلې خوا دوی د دموکراسي او قانونیت اصولو ته پابند ندي.
    له 34 ولایتونو نه یواځې 7 ولایتونه پاته دي ، چې په هر حال سره یوه کوچنۍ برخه پاته ده ، بنا که دوی له انتخاباتو او قانونیت سره علاقه نه لري ، د انتخاباتو کمیسیون د پاتې اکثریت شمېرل شویو رایو نتیجه باید اعلان کړي . پدې صورت کې به دوی ته کوم مسوولیت نه وي متوجې.
    له بلې خوا کورني سیاسې ډلې ، ګوندونه ، مدني ټولنې ، سیاسي مخور کسان او نړیوال باید د بې ثباتۍ په ټیم فشار راوړي چې قانون ته غاړه کښېږدي.

ځواب ورکول ګل محمد نوری ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *