تاند- د افغانستان د سولې لپاره د دولت وزیر عبدالسلام رحیمي وايي، د عبدالله عبدالله په مشرۍ د سولې لپاره مصالحتی شورا به ژر جوړه شي.
ده وویل چې د سیاسي کړکېچ د پای ته رسولو لپاره هلوځلو پرمختګ کړی دی.
تر ښاغلي رحیمي وړاندې د عبدالله عبدالله ویندوی فریدون خوځون هم تایید کړې وه چې د ښاغلیو غني او عبدالله ترمنځ په خبرو کې پرمختګ شوی او ژر به د عبدالله عبدالله په مشرۍ سیاسي ډله ارګ ته خپله طرحه وړاندې کړي.
په همدې حال کې کره راپورونه وايي چې د ښاغلي عبدالله به ټیم کې د دې پر سر اختلاف دی چې نوموړی د سولې د مصالحتي شورا مشري ومني او که ونه مني.
راپورونه همداراز وايي چې ښاغلی عبدالله، محمد محقق او جنرال دوستم د دې پلویتوب کوي چې ښاغلی عبدالله د مصالحتی شورا مشری ومني خو صلاح الدین رباني او احمدضیا مسعود له دې وړاندیز سره په کلکه مخالفت کوي او وايي چې باید د دوی ټیم ته د صدارت چوکۍ جوړه شي او د حکومت او کابینې په سلو کې ۵۰ چوکۍ ورکړل شي.
د ولسمشر غني یوه ویندوی دواخان مینه پال د پنجشنبې په ورځ ازادي رادیو ته وویل چې اشرف غني د افغانستان د انتخاباتو د خپلواک کمیسیون له لوري منتخب ولسمشر اعلان شوی او نور به نه د ملي یووالي حکومت جوړ شي او نه مشارکتي حکومت.
مینه پال تایید کړه چې عبدالله عبدالله ته وړاندیز شوی چې د سولې د مصالحتي شورا مشري ومني. د ده په وینا ډاکتر عبدالله ته به د ولسمشر د یوه مرستیال په کچه پروتکول ورکول کېږي.
ښاغلي رحیمي وویل، وروسته له دې چې ښاغلي عبدالله د سولې د مصالحتي شورا د مشرۍ مسوولیت ومانه، دا شورا به کار پیل کړي.
ده همداراز وویل چې که له طالبانو سره سوله وشوه د هغوی ټول بندیان به خوشي شي.
غني څه مجبوریت لري چې عبدااله ته وړاندیزونه کوي؟ ددې نه معلومیږي چې غني پاک انسان ندې او هر ځلې یې د ملت په رایو معامله کړې. خیانت، ریا او خودخواهي هم یو حد لري. الله دې افغان ملت دداسې مشرانو نه زر خلاص کړي.
بلاخره خپله ماته یی ومنله!
خوا نندگان محترم
ما ز یاران چشم یاری داشتیم
خود غلط بود انچه ما پنداشتیم
تا درخت دوستی کی بر دهد
حالیا رفتیم وتخمی کاشتیم
گفت وگو ایین درویشی نبود
ورنه با تو ما جراها داشتیم
شیوه چشمت فریب جنگ داشت
ما غلط کردیم وصلح انگاشتیم
نکته ها رفت وشکایت کس نکرد
جانب حرمت فرو نگذاشتیم