تاند- د ولسمشرۍ د کاندید عبدالله عبدالله شاوخوا ۱۰۰ پلویانو نن په کابل کې د هغه څه په اعتراض کې مظاهره وکړه چې دوی د ولسمشرۍ په انتخاباتو کې درغلي بلله.

عبدالله عبدالله پرون /چهارشنبه/ د احتجاج په دود د انتخاباتو له کمیسیون څخه خپل څارونکي وروبلل او له کمیسیونه یې وغوښتل چې د رای شمېرلو بهیر ودروي.

عبدالله اعتراض لري چې ولي د انتخاباتو د خپلواک کمیسیون د دارالانشا ريیس ضیاالحق امرخېل لېري نه شو، د انتخاباتو د خپلواک کمیسیون ولي ویلي چې څه باندې ۷ ملیونو افغانانو خپلې رایې استعمال کړي او د پنځو ختیځو ولایتونو د رایو شمېر د هغوی تر نفوسو زیات دی.

ملګروملتو د عبدالله د پرېکړې په غبرګون کې له ده غوښتي چې مسوولانه عمل وکړي او د انتخاباتو دیموکراتیکه پروسه تخریب نه کړي.

د افغانستان د انتخاباتو اروپايي څارونکو د جوزا د ۲۴ مې نېټې دوهم ځلي انتخابات تر لومړي پړاو شفاف بللي دي.

ملګروملتو خبرداری ورکړی چې که کاندیدان له قانوني پروسې او چوکاټه مخ واړوي او مستقیماً له خپلو ملاتړ کوونکو د اعتراض کولو غوښتنه وکړي، کېدای شي د تشدد او وینې بهېدو سبب شي. ملګري ملتونه وايي چې ځیني پېښې شوي او یو شمېر کسانو د قانون سرغړونه کړې ده.

د کابل ښار په مرکزي برخه کې نن د ښاغلي عبدالله یوې وړې پلوي ډلې د انتخاباتو د خپلواک کمیسیون او ولسمشر کرزي پرضد شعارونه ورکړل.

د مظاهرې یوه برخوال ۲۵ کلن محمد هاشم وویل:«موږ دلته راټول شوي یوو چې د عبدالله عبدالله ملاتړ وکړو. موږ غواړو چې د خپلو رایو دفاع وکړو ځکه چې پرې ویاړو.»

ده همداراز وویل چې تر هغو به لاړ نه شي چې عبدالله عبدالله ولسمشر شوی نه وي.

له بلې خوا د انتخاباتو د خپلواک کمیسیون رییس احمدیوسف نورستاني نن په یوه کنفرانس کې وویل د ۹۰۰۰ محلونو، چې د ټولو محلونو نژدې نیمايي دي، فورمې دغه کمیسیون ته رسیدلي چې پکې شاوخوا سل فورمې په فرعي کڅوړو کې راغلې دي چې په اړه به یې پریکړه وشي.

د نورستاني په وینا ددې پروسې په بشپړیدو سره به ډېر ژر د ولسمشرۍ قسمي نتایج اعلان شي.

0 thoughts on “د عبدالله عبدالله ۱۰۰ پلویانو په کابل کې مظاهره وکړه”
  1. یره یو دېرش ځلې به مې تاند په دې نیت پرانستی وي چې نوی خبر به ولري او بیا هم د همدغه پلید اودلا په مخ باندې سترګې لګیږي

ځواب ورکول محکوم افغان ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *