تاند، دوشنبه، د میزان ۸مه: د عبدالله عبدالله په مشرۍ د ثبات او همپالنې ډلې له ټاکنو دوه ورځې وروسته غږ وخوت او غوښتنه یې کړې ده چې بې بایومتریکه رایې دې ټولې له یو مخې بې اعتباره وګرځول شي.
عبدالله عبدالله پر خپله فیسبوک پاڼه لیکلي تېره شپه ناوخته یې د ثبات او همپالنې ډلې د رهبرۍ شورا ناسته ترسره کړې ده او ټولو مشرانو یې ټینګار کړی دی چې د خپلو پاکو رایو ساتنه به کوي.
عبدالله عبدالله ویلي، د ثبات او همپالنې د ټیم رهبرۍ شورا پرېکړه کړې ده چې هیڅ ډول بې بایومتریکه رایه به په پایلو کې نه شمېرل کېږي.
دا په داسې حال کې ده چې د شنبې د ورځې په ولسمشریزو ټاکنو کې ګڼو خلکو د بایومتریک دستګاو د ستونزو په تړاو شکایتونه کړي دي.
د شکایتونو کمېسیون هم وايي، تر دې دمه په ور رسېدلیو ۲۲۷۵ شکایتونو کې د درغلۍ شکایتونه ډیر کم خو د بایومتریک او په لیست کې د نومونو د نشتون شکایتونه ډېر ور رسېدلي دي.
په پتاسو د آموخته کړم »»«« اوس دجوارو پولۍ خوند نه راکوینه.
گل مرجان یي بیا هم نه مني. ها ها ها ها ها سور پزی گل مرجان یي بیا نه مني. تر گل مرجان به دهغه بی نصبه ویاند مجیب جان خراسانی دیر وارخطا وی. هغه خو ایرانیانو ته د هرات د سپارلو وعده کری وه. خو داسی معلوميزی چی د هغه هگی هم ماته شي.