تاند- د عبدالله عبدالله ویندوی نن /شنبه/ د دواړو کاندیدانو تر خبرو مخکې خبرداری ورکړ چې که په قدرت کې مساوي ونډه ورنه کړای شوه نو ممکن خونړي اعتراضونه پیل کړي.

د دواړو کاندیدانو انتخاباتي ټیمونو ویلي چې ښاغلیو غني او عبدالله نن شپه یا سبا /یکشنبه/ د اجرايي چارو د ريیس د واک او صلاحیت په اړه خبرې کوي.

عبدالله عبدالله د اجرايي چارو د ریاست لپاره د صدراعظم هومره واک غواړي چې ټوله کابینه یې ترلاس لاندې وي او نیمايي وزیران د ده په خوښه د ده د ټیم له منځه غوره شوي وي.

د اسوشیتید پریس خبري اژانس د راپور له مخې د عبدالله یوه ویندوی خبرداری ورکړ چې انتخابات کېدای شي د تاوتریخوالو سبب شي.

مجیب رحیمي په عین حال کې د عبدالله په انتخاباتي ټیم کې درز ته اشاره وکړه، ویې ویل چې د اصلاحاتو او همپالنې په ټیم کې غښتلې ډلې له اشرف غني سره د واک وېش مخالفه دي.

ده زیاته کړه:«که موږ موافقه وکړو او د موافقې شرایط دواړو کاندیدانو ته مساوي واک ورکړي، د ترینګلتیا مخه به ونیول شي، ممکن د تشدد مخه ډب شي.»

رحیمي همداراز وویل:«که موافقه داسي وي چې یوه خوا توهین شي او د بلې خوا په ګټه وي او هره خوا باور ولري چې انتخابات یې ګټلي دي، دا به د منلو نه وي.»

په همدې حال کې د اشرف غني احمدزي یوه ویندوی وویل چې کاندید یې له عبدالله سره د ملي یووالي د حکومت جوړولو ته ژمن دی خو له دې سره موافقه نه شي کولی چې هغه چا ته د اجرايي چارو د ریاست ترڅنګ د کابینې مشري هم ورکړي چې انتخابات یې بایللي دي ځکه دا د افغانستان د اساسي قانون خلاف کار دی.

د افغانستان اساسي قانون د درې ګونو قواوو او دغه راز د کابینې مشري ولسمشر ته ورکړې ده.

د ښاغلي احمدزي یوه ویندوی طاهر زهیر وویل:«زموږ اساسي قانون د دې موضوع په اړه بالکل واضح دی خو بیا هم دا مسله له دواړو کاندیدانو سره اړه لري.»

0 thoughts on “د عبدالله ویندوی وايي، که مساوي واک ورنه کړای شي وینې به وبهېږي”
  1. سلام وطنوالو
    احمدزى صاحب خو تراوسه دانخاباتو گتونكى ندى اعلان شوى چى داجرايوى پست او نوروپستونو دتقسيم په سرله عبدالله سره خبرى وكرى اول بايد دانتخاباتو نتيجى اعلان شى بيا دپستونو دتقسيم په سرله عبدالله سره خبرى وكرى .اوس احمدزى صاحب له كومه موقفه له عبدالله سره خبرى كوى ؟ كه عبدالله واقعأ داجرايوى رياست له پاره دصدراعظم واك غوارى چى توله كابنه يي ترلاس لاندى وى او دمخالف گروپ مشرى هـم د دوى په واك كى وى بياداخودملى يووالى دحكومت معنى نه وركوى چى په حكومت كى هم شامل اودحكومت سره هم مخالف ؟؟؟هـم په حكومت كى يوپلان تايدوم اوپه اپوزيسيون كى بيرته ردوم .داسي يوسيستم په نرى كى نشته زه حيران دي ته يم چى امريكايان او اوروپايان ولى ديوه داسي حكومت غوشتونكى دى .كه غربيان له دى داريژى چى عبدالله اوملگرى يي افغانستان دبحران خوا ته بيايي خو بياطالبان له دى غلونه هـم قوى دى اوهـم په نسبي شكل په خلكو كى محبوبيت لرى طالبان بايد اپوزسيون ته لارشي چى افغانستان بحران ته بوولى شى نه دا دامريكا په زور مجاهيدين .

  2. داچه عبدالله مساوي حقوق خو څه کوی جه دمساوی حقوقوڅخه لز څه تیری هم کوی دکابینی مشری بنځلس وزارتونه،بنځلس ولايتونه، او دکابينی انتخابات اوداسی نور.
    وګوری دده صلاحيت او اختيارات درئس جمهور خخه لوړ او پورته دی. پس ضرورت دانتخاباتو او دادومره لوړ مصارف دڅه دباره وه یا دادی چه عبدالله ډير لوده او احمق آویا داچه جانب مقابل ته داسی فکر کوی.
    دوينو دتوئدلو مخنوي اسان دی ولی اشرف غنی او دده تيم خونخواران,اوقاتلآن نه بلکه دوی دقانون پيروان دی او وی به , نه وينی تويوی اونه وينو تويولو ته چاته موقع ورکویګ

  3. دې کوڅه ډبو ګلمرجانیانو ته هېڅ هم نه ورکوي. ددې بچه ترسانک څخه هېڅ ډول ډار په کارنه دی. په خدای که دومره څه وکړای شي لکه څومره چې دڅرمنو اسمان ګړبوي.

  4. زما توصیه اشرف غنی ته داده چی هرڅه کیږي دا خلکو ته دی په حکومت کې ځای نه ورکوی. که دوی دومره د نر زامن دی چې وینې تویوي داسې نور خلک هم شته چې ددوی خولې ورڅیرې کړی دا ورخ بیا هم راتلونکې ده دوی به بیا هم بل ځل د افغانستان د خلکو په وینو لوبې وکړي. هغوی چی نه دولت مني نه ملل متحد نه امریکا او نه شرم لری دوی به هر ځل دا کار کوي او د افغانستان خلک به ددوی مرداری څیری مني. پریږدی چی هر څه کوي و دې کړي.خو که دوی حکومت ته راغلل د افغانستان د خلکو ژوند په قران که ښه کړي حکومت به هم ونه کړې او ستا نو به له کرزی نه هم به بدو نومونو یاد شي

  5. تاسو دخدای لپاره دغه دوینو تو یو نکو ته عاجل وخت ورکړی ناکام ډیره بده کلمه دهعوض ددی چه هدغه صنف بیا تکرار کړی وینه تویوی ناکام ناکام مرګ مرګ مرګ وبه وینو چه دده نه اوبه څی او که مرداره وینه ته خوار شی څان پیژانی او کنه ؟ ته دسقاو لمسی یی سقاو څه کارونه کول ؟ مشک او په مشکیی دخلکو کوروته اوبه وړی نورهکه غواړی ارام ژوند نه ارامه کړی موږ هم نور ستا دمزخرفو کړنو نه ستړی شو دګذتر په طمعه کښینه نن ده او که سبا دا وطن زما وطن

  6. گرانه مجیب الرحمن رحیمی
    خجالت وباسه په هغه دوکتورا باندی کومه چه تا کریده ایا د انسانیت او یا اسلامیت کومه ماده په زان کی گوری او که نه؟
    ته د ایران سپی یی او اوس یی عبدالله گل مرجانک ته د خره پشان غاپی خو ستا غپیدا هیس کومه معنی نلری .تاسی هم پدی شه پوهیگی چه افغانستان ته مو غته ضربه ورسوله خو بیا مو هم زرونه یخ شوی ندی اخر تاسی ددی مظلوم ملت نه سه غواری چه کله مو یوه بهانه او کله بله بهانه جوروی بس کری د خدای پر خاطر نور نو دا افغانستان پریگدی چه جور شی

    فهیم الله هدایت

  7. زه دتحول او تداوم تیم باندی غږ کوم چه دخدای په لحاظ ددغه ناکامو بدنامو سره نور دجوړ جاړی وخت نشته دغه دوینو تویونکو ته وخت ورکړه چه څرنګه وینه تویوی زما وینه یوه قطره دپنجشیر دوینو دسیلاب نه زیات ارزښلری وبه وینو چه دوینو تویولو کی هم ناکام شول نو بیایی قطعی مرګ روا ده په هره وسیله چه کیږی دوی باید نابود شی دغه دوینو تویولو چانس ورکړی دغه ارمان ګورته یوسی ای بی وجدانه ذاته ای بی وجدانه ملت څه غواړی ؟ ته دملت له حال اخواله خبر لری څه ور باندی تریږی ای مزدوره ای فاسده اجینټه ملت خوشاله کړه نه اجنټان نوره ستا لپاره په افغانستان کی څای نشته

  8. دوی پوهیږی چه هر څه مو دلاسه وزی خپل مرګ یی په اوبو کی لیدلی وای چه موږ خو مړه کیږو نابود کیږو راڅی ددوی لپاره هم یو درد سر جوړ کړو وایی :چه کن خپله چا کی لویږی ددوی په هغه دغه ونه غولیږی هسی هوا باشان لو پر او بی عزته ګیدړان دی دشپی غوغا کوی دمیدان نه دی

  9. دانو دامعنی لری چه دادومر مصارف په انتخاباتو چتی وشول دوی واک په زور نیسی موژ پشتانه به کدی بارکرو خو زه فکرکوم چه داشنه باغونه یی بیانظر شویدی او چتی په وطن کی کوندی یاتیمان نور هم جوره وی

ځواب ورکول سید الر حمن زیار مل ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *