تاند- د عبدالله عبدالله په مشرۍ د اصلاحاتو او همپالنې ټیم غړي وايي چې لا هم د اشرف غني احمدزي په مشرۍ د دوام او بدلون له ټیم سره د دوی خبرې دوام لري او د خبرو اصلي تمرکز یې د اجرايي ريیس د واک او صلاحیت په اړه دی ځکه چې دوی دا مني چې انتخابات یې بایللي او باید د دوهم پوسټ لپاره زیات امتیازونه ترلاسه کړي.

د اصلاحاتو او همپالنې ټیم وايي چې نړیوال او کورني اړخونه د دوی خلاف شوي او نور له دې پرته چې د انتخاباتو نتیجه ومني، بله لار نه لري.

د دغه ټیم یوه غړي وویل چې دوی په انتخاباتو کې ناکامي مني خو د اشرف غني احمدزي په مشرۍ په راتلونکي حکومت کې د زیاتې ونډې د لرلو لپاره د دوام او بدلون له ټیم سره خبرې کوي.

د اشرف غني احمدزي په مشرۍ د دوام او بدلون ټیم حاضر نه دی چې بایلونکي ټیم ته نیمايي ونډه ورکړي او دغه راز د اصلاحاتو او همپالنې د ټیم دا غوښتنه نه مني چې اجرايي ريیس دې د کابینې مشر وي.

په همدې حال کې د اشرف غني احمدزي له غوښتنې سره سره عبدالله عبدالله نه غواړي چې د اشرف غني تر مشرۍ لاندې حکومت کې د کابینې غړی واوسي. عبدالله غواړي چې د خپل ټیم یو بل څوک د اجرايي چارو د ريیس په توګه معرفي کړي.

د تاند د معلوماتو له مخې د اشرف غني احمدزي ټیم د عبدالله عبدالله د ټیم غړي عطا محمد نور ته د اجرايي چارو د ریاست د ورکولو وړاندیز رد کړی دی نو اوس ډېر امکان لري چې یونس قانوني د اصلاحاتو او همپيالنې د ټیم له لوري د اجرايي چارو د ريیس په توګه معرفي شي.

په همدې حال کې د عبدالله عبدالله په مشرۍ د اصلاحاتو او همپالنې ټیم په خپل منځ کې په ښکاره دا خبره مني چې انتخابات یې بایللي دي.

0 thoughts on “د عبدالله ټیم خپله ماته مني خو امتیاز غواړي”
  1. دمحترم احمدزيي په مشری ددوام اوبدلون ټيم غړو ته چي ډير ستړی ياست سلامونه! څوک چي ټاکنی وبايلی نور څه حق ددعوی لری،بل دملی حکومت جوړيده خو ددی بريالی ټيم دبرنامو څخه وه،نو اوس دوی څه دقهرمانی ډانګي پورته کړی، دا په کوم قاموس کي دی چي دتوشکي دپهلوانی وړونکی اوبايلونکی دی په پاي کی دواړه مساوی اعلان شی،دعبدالله ټيم ته ډير دشرم ځای دی چي دبل په اوږو سپريږی ځان اونورته چي ټول په فساد ککړياست مقام او چوکی غواړی.تاسو (دعبدالله) ګروپ دهيڅ لياقت نلری ،تاسو چي د محترم کرزی عکسونه تر پښولاندی وا چول او بی حرمتی مو ورسره وکړه او دهغه په ښو موسترګی پټی کړی چي تاسو ته يي په دولت کی% 70 ونډه درکړی وه ايا داستاسو بی فرهنګی نه ثابتوی .ګوری زه تا سوته يوه مشوره درکوم، کورونوته لاړ شی يو ښکلی يا زړه بړستن پر ځان راواچوی اوهمدارنګه عبادت وکړی چي الله پاک ستاسی دفساد ګنها ګانی در وبخشی بيا هم خاتمه مستوره ده چي الله پاک به تاسی وبخشی اوکه نه داداخرت خبره ده ،نور دخپلو غلا شوی دچور او چپاول په پيسو چړچي وکړی. تاسی خدای پاک هيڅکله نه بخشی . په درناوی.

ځواب ورکول akbary S.S ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *