تاند- د عبدالله عبدالله انتخاباتي ټیم وايي چې د انتخاباتو له خپلواک کمیسیون سره د دوی خبرو تراوسه پوري مثبته نتیجه نه ده لرلې خو خوشبینه دي چې ستونزې به حل شي.

پرون د ولسمشرۍ مخکښ کاندید اشرف غني احمدزي له عبدالله عبدالله وغوښتل چې انتخاباتي پروسې ته راوګرځي او خپل شکایتونه د شکایتونو کمیسیون ته وړاندې کړي. اشرف غني وویل چې دوی همدا کار کړی او د ۱۸۰۰ سرغړونو او درغلیو مستند شکایتونه یې ثبت کړي دي.

د عبدالله عبدالله د انتخاباتي ټیم غړي سید فاضل سانچارکي د انتخاباتو له کمیسیون سره د عبدالله عبدالله د خبرو په اړه وویل:«تراوسه پوري خبرې کومې نتیجې ته نه دي رسېدلي. موږ هیله لرو چې خبرې دوام وکړي او د انتخاباتو خپلواک کمیسیون زموږ غوښتنو ته درناوی وکړي.»

په همدې حال کې د انتخاباتو د خپلواک کمیسیون ویندوی نور محمد نور وویل چې کمیسیون د انتخاباتو د پروسې لپاره دی ځکه تیار دی چې د عبدالله اندېښنو ته ځواب ووايي.

ده زیاته ړه:«موږ تیار یوو چې د ښاغلي عبدالله اندېښنو او پوښتنو ته ځواب ووایو، خو محترم کاندیدان باید پر خپلو ژمنو ودرېږي.»

0 thoughts on “د عبدالله ټیم وايي، تراوسه پوري یې له کمیسیون سره خبرو نتیجه نه ده لرلې”
    1. خا ین جان (ګل مرجان ) یې نه منې. ځکه چې دګران هیواد او هیواد والو وهوسا یې او ګټو ته ژمن نه دی. صرف دده هد ف چوکۍ او قصر جمهورې دی وبس

ځواب ورکول zabihulllah ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *