تاند- د عبدالله عبدالله د انتخاباتي ټیم غړي وايي چې له ملګروملتو سره یې د رایو د ابطال د څرنګوالي په اړه موافقه نه ده کړې.

د عبدالله عبدالله د انتخاباتي ټیم غړي وايي چې ملګروملتو د رایو د باطلېدو په اړه د کړنلارې په جوړولو کې د دوی شرطونه په پام کې نه دي نیولي.

د عبدالله عبدالله دوهم مرستیال محمد محقق په فېسبوک کې لیکلي چې ټولې رایې دې هوايي ډګر ته یووړل شي او د نړیوالو څارونکو تر نظر لاندې دې تفتیش شي.

محقق ویلي چې د انتخاباتو پر کمیسیون باور نه لري او د انتخاباتو په کمیسیون کې د رایو تفتیش ورته د منلو نه دی.

د عبدالله د ټیم ویندوی حسین سانچارکي پرون ازادي راډیو ته وویل چې دوی له پیله د رایو د تفتیش په بهیر کې د ملګروملتو د رول غوښتونکي ول خو تر څو چې د دوی ملاحظې په پام کې نه وي نیول شوي خپل څارونکي د رایو د تفتیش بهیر ته نه لېږي.

ده ونه ویل چې ملاحظې یې څه دي.

دا په داسي حال کې ده چې پرون د انتخاباتو خپلواک کمیسیون او ملګروملتو اعلان وکړ چې دواړو کاندیدانو د رایو د باطلېدو د څرنګوالي له کړنلارې سره سلا کړې ده او د شنبې له ورځې به د رایو تفتیش له سره پیل شي.

په افغانستان کې د امریکا سفارت هم دا موضوع تایید کړه او د هغې هرکلی یې وکړ.

د امریکا سفیر جیمز کنینګمز په عین حال کې له دواړو کاندیدانو وغوښتل چې خپل څارونکي د رایو د تفتیش د څارنې لپاره ولېږي.

په همدې حال کې د اشرف غني احمدزي د انتخاباتي ټیم غړي وايي چې د ملګروملتو له لوري د رایو د ابطال کړنلاره له دې سره سره تاییدوي چې ځینې ملاحظې پکې لري او د دوی غوښتنو ته پکې ځواب نه دی ویل شوی.

د اشرف غني احمدزي د انتخاباتي ټیم ویندوی ښاغلي رهیر وویل، دا کړنلاره د دې لپاره تاییدوي چې ملګروملتو چمتو کړې ده.

6 thoughts on “د عبدالله ټیم وايي د رایو د تفتیش په بهیر کې ګډون نه کوي”
  1. كه عبدالله او د هغه تيم ته د ٥٠ سلنه نه زيات د حكومت واك ورنكرى دا لا أمريكا او ملل متحد دي كه د اسمان نه ورته غيبي اواز وشى دوى د خبل اعمالو سخه نه شاته كيزي؟

  2. د يو افغان په صفت حق لرم ووايم چې د عبداله ټيم دې نور افغانان نه شرموی که نه يو ځل دا خلک راپورته شول بيا به ستاسې تحريکونکي ملګري په ټول افغانستان کې ځانته امن ځای پیدا نکړي

  3. كرانو وطنوالو زه ده هيخ تيم غري نه يم مكر أفغان يم، لك خه به شه او بد بو هيزم،دوطن نا خوالو دير خه را زده كري،داحق لرم جه خبل،هغه خه جه بو هيزم دملت دفرد ،فرد ،سره شريك كرم.
    كرانو ،وطنوالو تاسي هر خه دسر به ستركو ويني اوهم ي اوري دانتخاباتو ددوهم براو دختميدو سره سمي خه نآندري، كيلي ،مظاهري ،لاري بندول حتي خلاف دقانون أساسي او نورو مدني قوانينو داشوبكرانو او داشوبكرانو دطرفدارانو له خوا غيري قانوني حكومتو نه اعلان شول
    ملل متحد ،او دامر يكي د دولت له خوا دميانخكري أقدامات تر سره شول دستورالعملونه ترتيب او دوارو تيمو لخوا تأيد ا مسول مرجع جه دانتخاباتو يوه قانوني او با مسوله مرجع ده محول شول مكر هره ورخ به يوه اوبله فلمه دقانونى تصاميمو دنيو لو به خاطر به شا كيزي نه بوهيرم داولي دا وطن يواخي دعبدالله او داشرف غني دي كه مونز اوتاسي هم داحق لرؤ جه ددي مخه ونيسو دمخي نيول كوتك، او تفنك نه دي دمخي نيول دملت أراده ده جه ملت خبله أراده درايو به ور كولو ثابته كري راجك شي دخبلو حقه حقوقو أعاده وكري دهر جا راءي جه زياتوي وي قدرت ور وسباري كه جيري رأيو أهميت نه درلوده نو حاجت دانتخاباتو خه وو داجه واءي زور ، زور دي ،د ذور به ذريعة به قدرت نيولي وو بيا خلق بو هيده جه خه وكري
    زه اوس به كرزي زغ كوم داجه غيري قانوني درياست جمهوري جوكي دي نيولي هر خه عاجل تصميم ونيسه حق حقدار ته وسباري
    بيا دانتخاباتو به كميسون ،او دانتخاباتو دشكاياتو به كميسون زغ كوم هغه قانوني ،صلاحيت جه تاسي ته أساسي قانون در كري اوهيخوك حق دمداخلي ستاسي به صلاحيت او دنده كه نه لري دقانون سره سم بي له كوم تبعيضه حق و حقدار ته وسباري
    نور دابي سواده، قاتلانو ،غلو ، جباولكرو ا واشوبكرانو ته موقع مه وركوي جه نن داسي او سبا داسي بل الاخره دمحقق دبي خايه خبري جه درايو صندوقونه دي ميدان هواءي ته انتقال شي تر خو به لاره كي جور او جباول او خانته دكانديداتوري حق ثابت كري داده دماشومانو لوبه جه محقق روانه كري
    داد كابل دهغه وخت ونو نه دي جه زوندي إنسانان مو كور ته كره تيل داغونه او دمرو كدا جه ته به ورته ناست وي دجا دياده نه دي وتلي او ته اوس بيا قدرت غواري جه خبل تير شوي عملونه تكرار كري
    خه نه وه جه تا او عبدالله دشمال تلوالي به نمايندكي به دي بي وزلو كابل يأنو أودّ ولاياتي مشته أوسيد نكو بأندي ونه كره خجالت هم نه كازي ، عفوه نه غواري ولي بيا هم قدرت ددوي دربرولو به خاطر غواري دخداي خاطر وكري دملت دوري دو خخه لاس به سر شي
    شه به داوي جه دملت خخه عفوه وغواري كرار به خبل كور كي كشيني داجه ملت مو بخشي او كه نه دازما او ستا كار نه بلكه دا دملت دخلكو كار او أراده د ه
    كه مي أظافه روي كري وي دوطن والو خخه عفوه غوارم نه ددوي دكر غير
    لو خيرو خخه
    هغه متل دي جه واءي
    جه تنك شي سري به جنك شي.

  4. زه خو وایم دا انتخابات به په وروستیو کې باطل اعلانیږي نو که اوس یې اعلان کړې واې نو ډیره ښه وه ځکه دا دامریکا لوبه ده هسې دانتخاباتو نوم ورکوې که انتخابات وای نو ګټونکې او بایلونکې مالوم وو او درایو شمیربه ترنن پورې نه ځنډیده.

  5. زه فكر كوم جي نور نو افغانان دي دى جاهلانوته دا أفغانستان د بربادولو موقع ورنكري . اوكه جيري لازم وي نو جواب دي به غاشو ماتولو وركري.

ځواب ورکول لالا ، بټنوال ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *